۲۴ ساعت

25 ژانویه
۵دیدگاه

څــــړیــکه

تاریخ نشر جمعه ۲۵ جنوری ۲۰۱۳ هالند

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

څــــړیــکه

نورمحمد غفوری

***

له هرې خوانه په ما غم اوروي

د زمانې زړګی ماتم اوروي

هسک د وختونو له وريځو ډک دی

چیرته ماران چیرته لړم اوروي

دا د وحشت دیوان تیارې خپروي

په هر بل شوی څراغ بم اوروي

همته! ګوره ملا دې خمه نه شی

آسمان بلاوې دم په دم اوروي

په سمندر د اوښکو نه شی چاره

لوی سقرونه، جهنم اوروي

د ترحم هیلې عبثې ښکاري

ظالم لمبې په هر قدم اوروي

نامرد غماز د نمامۍ اورونه

هم ئې پر ما هم په صنم اوروي

د خپل خیرن نظر اتوم بمونه

کله په یوه کله بل چم اوروي

هره لحظه د هیریدلو دوړې

د ویاړونو په البم اوروي

(غفوری) کله به سپرلی شی که نه؟

چې په ګلـــونـــو به شــبنم اوروي

نورمحمد غفوری

 

۵ پاسخ به “څــــړیــکه”

  1. admin گفت:

    جناب غفوری صاحب ، زیبا و عالی سروده اید. زنده و سلامت باشید. مهدی بشیر

  2. عبدالواحد يوسفي گفت:

    و غفوري صاحب ته سلامونه وراندي كوم.

    و بخشي چه زما تيلفون پشتو توري نلري.

    دير اعلا شعر مو ليكلي ياست.

    نور په تولو پوه شوم. د عنوان په معنا پوه نه شوم.

    زما ايميل آدرس دا دي

    abdul_yosufi@yahoo.com

    كه مهرباني وكري دعنوان معني راته وليژي دير خوشحاليژم.

    لا زياتره نور شعرونه هم وليكي

  3. شهلا ولیزاده گفت:

    دلانگیز است جناب غفوری عزیز!

  4. همایون گفت:

    په رشتیا چه د تحسین لیاقت لری

    روغ رمل او بریالی اوسی غفوری صاحب

  5. قیوم بشیر گفت:

    گران ورور محترم غفوری صاحب! دیره عالی ده ، جور او بریالی اوسی.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما