ګلالۍراشه
تاریخ نشر پنجشنبه ۱۷ جنوری ۲۰۱۳ هالند
ګلالۍراشه
(یعقوب (منګل
۱۰ / ۱ / ۲۰۱۳
آلمان
***
ستاداخوږي خبري څومره پرماښي لګیــږي
لکه په للمو غنموچه بارانونه راوریــــــــږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
شپه ترسهاره ستاپه یاد کي مي ډیر ژړلـــــي
ماشوم زړګۍ مي تاراڅخه غواړي نه قراریږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
ستاددیدن په هیله مدام ګر ځمه راګرځـــــم
آسمان ته ګورم چه لمر ژرکله ډوبیــــــــږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
زمااوستادمیني آوازه ده خپره شوي هري خواته
اوس موپه منځ کي غمازان راښکاره کیږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
هغه وخت درپه یادکړه٬دګلونوپه باغچه کي
زماپه یاددي٬ستا به هم په زړه یادیــــــــږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
داچه مسته٬مسته ګرځي په ګلشن کـــــــــــي
مخ په پاڼوپټوي ګلان شرمیــــــــــــــــــــــــږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه بریږي
پسرلي ښه وی ګل اوګلزاروی دښتي غرونه
ورک د خزان شې سره ګلونه پکښي رژیږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
راځه راشه چه پخلاشو٬دامي درته سوال دي
ژونددژمي ماذدیګردي ژر ژر تیریـــــــــــږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
دښایسته جانان په جدائ کي په زړه یمه بیمار
آخردیدن دي٬اوسراځه چه روح مي روانیږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
دوطن مینه مي همیشه په زړه کي ده ساتلي
دبی وطنۍ اوښکي مي په ګریوانه رابهیږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
دجاهلانوپه لاسونوزمونږښکلي هیوادوران شو
دیعقوب ( منګل ) په سوړاسویلې به دښمنان ټول بربادیږي
وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه مي نه صبریږي
(یعقوب (منګل
دوست عزیز جناب منگل صاحب ، این سروده تان هم زیباست. زنده و سلامت باشید. مهدی بشیر
جناب عالیقدرم آقای منگل،چه جذاب و دلانگیز. با درود..!
ښاغلي بشیرصاحب٬ستاسوله نیک نظرڅخه یوه نړۍ مننه.
دژوندپه ټولوچاروکي درته بریالیتوب غواړم.
یعقوب منګل
منگل صاحب بسیار عالی سروه اید موفق باشید.
جوهر
خواهرګرامي شهلاجان (ولیزاده)٬ازحٌسن نظرتان یک جهان ممنون.
موفق وسرفرازباشید.
جوهرصاحب عزیز!تشویق شما مراتقویت میبخشد.
ګٌر بخیر میرسد.دهن تان شرین ولبخندتان دایم باد.
جناب منگل صاحب زما سلامونه او نیکی هیلی ومنی
خوشحاله یم چه تاسی غوندی یو با استعداد شاعر خپل همکاری د ۲۴ ساعت شکلی سایت سره پیل گریده او هیله لرم چه نورو پشتو شاعران هم موژ سره یو حای شی
د تاسو بریالیتوب او نیکمرغی غوارم
همایون عالمی
ښاغلي همایون(عالمي)صاحب ستاسوسلامونوته واعلیک وایم.
اوزه هم دزړه له کومي خپل تاوده سلامونه تاسوته وړاندي کوم.
روغتیا ٬خوشحالي اوبریالیتوب درته دژوند په ټولو چاروکي غواړم.
په درناوي.
یعقوب منګل
منگل صاحب دیر شایسته او شکلی دی سلامت او بریالی اوسیِ