۲۴ ساعت

21 نوامبر
۱ دیدگاه

خیالی شیبې

  تاریخ نشر چهار شنبه ۲۱ نوامبر ۲۰۱۲هالند

سميع الدين افغانی

سميع الدين افغانی

خیالی شیبې

سمیع الدین افغانی
۱۹ – ۱۱ – ۲۰۱۲

تیر د وختونو څه مده غوندې شوه
د یار ګیله راته پلمه غوندې شوه

ولاړم تر کلی او ګوڅو د دلبر
چیرته چې ښه هلته مې شپه غوندې شوه

د ډیر کلونو او وختونو وروسته
خدایږو چې ماته مې توبه غوندې شوه

ماچې حساب کې د پردو ګڼله
هغه صنم د خندا شنه غوندې شوه

نور ستړی ستړی په میرو کې نه وم
په خپل مالت کې مې دمه غوندې شوه

د زړګی راز یې را څرګند کړ راته
چې بې نقابه راښکاره غوندې شوه

ما هم اظهار ورته د مینې وکړ
هغه ښکلا چې مې میلمه غوندې شوه

خوږې خبرې د خوږلنې اشنا
د زړه دنیا د زړه کعبه غوندې شوه

خیالی شیبې هغه خواږه وختونه
اوس راته پاتې خاطره غوندې شوه
———-
سمیع الدین افغانی

 

یک پاسخ به “خیالی شیبې”

  1. صادق پيكار گفت:

    بسيار مقبول است، سايت ٢٤ ساعت را رنگين ساخته ايد.
    موفق باشيد محترم افغاني صاحب.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما