۲۴ ساعت

13 اکتبر
۲دیدگاه

سپیڅلی او قهرمان افـغان ته

تاریخ نشر یکشنبه ۲۱ میزان  ۱۳۹۸ –  ۱۳  اکتوبر  ۲۰۱۹ هالند

سپیڅلی او قهرمان افـغان ته

د سمیع الدین افغانی لیکنه

معززو هیوادوالو!

ټولو ته څرګنده ده چې په هیواد کې د بې عدالتۍ ، فساو او انسان وژنې اصلی عاملین خپل سری ، لنډغر ټوپکماران  دی چې کلونه ، کلونه یې زمونږ د خلکو په سر نوشت لوبې کړی او زمونږ ډیری هیوادوال یې د مظالمو ، بدبختیو او مصیبتونو سره مخ کړی دی .

په خاصه توګه په هیواد  کې د ګډوډۍ ، فساد او انتهار عاملین همدا یو شمیر وطنفروشه او لنډغر وکیلان دی چې زما په اند یواځینۍ د حل لاره یې داده چې په لمړی سر کې  د دوئ څخه  د استیضی صلاحیت وځنډول  شی ځکه دوئ په همدې بهانه  د همدې  لارې  ډیری  په حساسو او کلیدی  چوکیو کې  خپل خپلوان وګمارل چې په نتیجه کې  ټوله بې نظمی ، ګډوډۍ او فساد عاملین  همدوئ ګرځیدلی  دی له بلې خوا  دوئ چې خپله هم   د پیسو په زور وکیلان شوی بیا په غیر قانونی ټوګه خپل مصرف شوی پیسو فکر لا څه چې  دوئ پدې فکر دی څنګه به د قصرونو او بلډونګونو مالکان  شی ۰

ژوندۍ بیلګه یې د پارلمان ریس دی چې  خپله د رشوت په ورکولو  تعین شو  اوس به هغه  خپل مصرف شوی پیسې څنګه پوره کوی دا به د هیوادوالو د سر په بیه  پوره کوی۰

 زما په اند اساسی د حل لاره به همدا وی چې بو با صلاحیته ارګان جوړ شی او دا ارګان دی مبارزه علیه لنډغری ونومول شی او د خپل سرو او لنډغرو وکیلانو د استیضی صلاحیت دې ولری غیر لدی نه دوئ هیوادوالو ته خپل امتحان ورکړی او نن سبا د کابل ښار د خود کشو او یا ځانمرګو انتقال په همدو د تورو شیشه لرونکو موټرو کې تر سره کیږی چې همدا یو شمیر لنډغر او خپل سر وکیلان یی تر سره کوی تر څو دا د تورې شیشو وسایط د کابل او نورو ښارونو کې موجود وی هره ورځ به زمونږ هیواد وال د نویو تراژیدیو شاهدان وی۰

 نو لازمه ده چې  د سپیڅلو هیوادوالو څخه په ځانګړی توګه دهغه هیوادولو څخه چې شپه او ورڅ د هیواد په دفاع کې یې شپه او ورځ یوه کړې او د سر په بیه د خپل هیواد اوهیوادوالو څخه ساتنه کوی په میړانه ملاتړ وکړو۰

با دردو هیوادوالو! هرچیرې چې یاست خپله ایمانی، افغانی او انسانی وجایبو ته په نظر کې نیولو سره د خپلو میړنو، په وطن مین اتلانو څخه ملاتړ وکړئ ، مه پریږدئ چې دا داړه ماران نور هم زمونږ ځوریدلۍ هیوادوال د مصیبتونو او بدبختیو سره مخ کړی۰

و من الله التوفیق

هـڅــــه ده ټینــګ عــــزم ارادې لــری

ګــوره دافــغان زړه څــه اسـرې لــری

څوک دی چې احساس ته قربانی ورکړی

ودانــګی مــرچل تـــه عــقیدې لری

مـرد وی د روزګـــارچـې سـربازی کــوی

سیند دی که سیـــلاب لـوړې څــپې لری

ژوند ترخوخوږوچې وی پوخ کـړی څوک

اور دی د احـساس بــــلې لــمبې لــــری

پــــوهـه ده ښکلا ېې ده پــه زړونـــوکې

خـــلــــکو ســــره ښـې مـــرودې لـری

عــــمـرچـې شـــی تیر په ولسـونو کـې

ګــوره چـې روزګـارڅه ورځې شپې لری؟

خپــــلـه عــقیده قـوی تـصــمیم سره

ژونـد کـې شــجاعــت راز او مـزې لری

مـا یې افغانی احساس ، احساس کړلـو

مینـه د وطـن یـې خــاطــرې لــــری

———

 شاعر :سمیع الدین افغانی

۱۲۱۰۲۰۱۹

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “سپیڅلی او قهرمان افـغان ته”

  1. admin گفت:

    تشکر از دوست محترم آقای سمیع الدین افغانی . بازهم عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. برادر عالی القدر اقای مهدی بشیر احترامات بې پایان مرا بپذیرید با سپاس بیکران که مطب مرا با صحافت خاص به نشر سپردید بدینویله سالګرد سایت وزین ۲۴ ساعت را به شما و خوانندګان سایت تبریک ګفته برای شما طول عمر و صحتمنی از بارګاه یزد متعال تمنا دارم ممنون شما اقای مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما