۲۴ ساعت

22 دسامبر
۲دیدگاه

لاړم تر کعبې پورې !

تاریخ  نشر  جمعه اول جدی  ۱۳۹۶ –  ۲۲  دسامبر  ۲۰۱۷–  هالند

لاړم تر کعبې پورې !

محترم الحاج  نجم الدين ( سعيدي )
******
لاړمه  په منډه تر کعبې پورې
هلته ابراهيم بابا کوټې پورې

  وزغاستم صفا مروا په دښته کې  (۱)
خپل د ګناهو  نو  ختميدو  پورې
دا چې د ګناه پيټې مې کم به شي
پورته شوم هورا غره در وازې پورې
هلته   عرفا ته  مې   هم   و دانګل
 لاړمه جمرات شيطان ويشتو پورې
پريوتم دوعا  کې  په  سجدو  سره
خپلو  دوعا   ګانو   قبليدو   پورې
**********
 نجم الدين ( سعيدي ) ۲۰۱۷ / ۱۱ / ۲۶ 
 ١ –  سوره  (  بقره  ) آيات  (١٥٨)
 

۲ پاسخ به “لاړم تر کعبې پورې !”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب محترم الحاج نجم الدین ( سعیدی ) ، بازهم سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. نجم الدين سعيدي گفت:

    مننه مهدي بشيره وروره عزتمند اوسي .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما