۲۴ ساعت

20 می
۲دیدگاه

د پوه کولو د پاره څه باید وشی ؟

تاریخ نشر شنبه ۳۰  ثور ۱۳۹۶ –  ۲۰  می  ۲۰۱۷  –  هالند

د پوه کولو د پاره څه باید وشی ؟

لیکوال : مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

ترتیب کوونکی : محترم  برهان الدین « سعیدی »

دخلکو پوه کول کوم آسان کار نه دی. علم دیته نه وائی چه هرڅه یاد کړی شی او سړی هرڅه وویلی شی .

عالم دیته نه وائی چه د تخصص کومه پاڼه ولری او یا  د شرق او غرب کومی  فاکولتی او یا اکادمی ته منسوب وی .

د سیاح او عالم په  مینځ  کښی هم فرق شته ، مونږ ځکه خلک نشو پوه کولی  چه د خلکو د ذهنیت اندازه نشو سنجولی . 

ډیر دغټ تاسف خبره  دلته  دا ده  چه  مونږ اکثرآ  د خلکو د لیاقت اندازه  د جامو  په برش او  طول او عرض کښی او یا د نور فیشن او سینګار په اندازه کښی سنجوو؛ او مونږ سره دا عقیده  نشته چه ګوندی په ناداره خلکو کښی  به هم چیرته  داسی  پوه خلک  وی  چه د بشر د پوره سعادت د پاره  د فلاح او رستګاری افکار ولری .

د انسان د پوه کولو چاره داسی نه ده  او نه د نجات وسایل دا دی چه مونږ سم دستی په کار واچوی.

مونږ اکثرهغه یادوو چه زمونږ په کار نه راځی ، مونږ په یو شاګرد باندی دیادولو دومره ذهنی  فشار راولو چه هرڅه تری هیریږی .

مونږ اکثرآ  نه د استاد په څه پوهیږی او نه هم  د شاګرد  ؛  او نه مونږ  په دی پوهیږو چه استاد  او شاګرد دواړه په غلط  رسم دی.  ښه نو چاره څه ده  او څه باید وشی ؟

که ووایم چه زما  سره د دغه رنګه  اصلاحاتو د پاره قدرت نشته ، نو ځکه زه دومره عملأ  څه نشم کولی  چه پوره په درد و خوری .  

دا دروغ  نه ده !  رښتیا څه وکړم  چه څه نشم  کولی ؛ هغو مره چه خلکو د پوه کولو دپاره درد لرم ، هغومره راسره چاره نشته.

اوکه دا ووایم  : چه زه په قلم او ژبی سره هم څه نشم  ویلی او لیکلی ؛  دا به زما د جرئت کمزورتیا وی.  البته در جرئت سره باید  دومره مجادله ونشی  چه اصلاحی  جرئت اندازه هم خرابه کړی .

 زه باید بار بار ووایم او وی لیکم چه د خلکو دپوه کولو او تربیی د پاره د خلکو د ضروری او لازمی  احتیاجات په دقیق ډول سره وسنجول شی  او بیا په همغه توازن سره ، اساسی تدابیر ونیول شی .

زه باید  ووایم  چه  د کار خلکو ته ، د کار زمینه  او شرایط  مساعده شی !  دا ځکه چه په وطن کښی د کاراو د مغز خلک؛ د وطن د سرمایی  مثال لری . که دغه سرمایه عاطله او باطله غورځوو او یا ئی په سین کښی لاهو کوو؛  حتمآ  مونږ د فلاکت ، بدبختی او ناداریی سره مخامخ  کیږو.

مونږ ټول  باید په دی پوه شو چه هریو په خپله اندازه  د وطن او د خلکو  په مقابل  کښی  مسوولیت لروو . که مونږ  څوک مسوول ګڼی  باید  زمونږ په خبرو هم ځان  پوه کړی چه مونږ څه غواړو و یا مونږ سره د اصلاحاتو او د خیر خواهی  ذهنیت شته او که نه ؟

د عیاشی موضوع نن سبا  د زیاتی پام لرنی او اهمیت  مقام نیولی که  مونږ خلک په دی پوه کړو  چه هرڅه اندازه لری او عیاشی ته هم  باید د خپلی  اندازی نه تجاوز ورنه کړو  دا به  د دغه بی وزلو او نادارو خلکو د بهبود د پاره غټ خدمت وی .

ولی ؛  افسوس باید  ووایم  چه : «  زمونږ ځینی عیاش خلک ؛ د عیاشی کارونه هم  په خدمت کښی حسابوی .»

***

سعید افغانی

د سرطان میاشت ، د ۱۳۳۷ هجری شمسی کال ــ  ننګرهار

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »

 

۲ پاسخ به “د پوه کولو د پاره څه باید وشی ؟”

  1. admin گفت:

    تشکر از دوست عزیز و برادر گرامی جناب محترم برهان الدین « سعیدی » روح شادروان مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد . موفق باشید.
    مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    سلام دوست معظم و دانشمند بشیر صاحب !
    سپاسگزارم از لطف و محبت شما در مورد نشر مضمون مولانا سعید افغانی .
    الله تعالی استاد بزرگوارهروی صاحب را جنت فردوس نصیب فرمایند و برای شما و فامیل محترم خیروبرکت عطا کرده و همیشه خوش ، خوشحال ، صحتمند و کامیاب باشید .
    بااحترام
    برهان الدین « سعیدی »

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما