۲۴ ساعت

12 می
۲دیدگاه

د دنیا موفقیت

تاریخ نشر جمعه ۲۲ ثور ۱۳۹۶ –  ۱۲  می  ۲۰۱۷  –  هالند

د دنیا موفقیت

لیکوال : خدابخښلی دکتور محمد سعید « سعیدافغانی »

انسان د دین، ایمان او وجدان په لحاظ مجبور او مسئول دی چه د خپل وس او طاقت سره سم هغه ووائی او ولیکی په کوم کښې چه د خلکو او د انسانی ټولنې ګټه او فایده وی.

دا دسلیم طبعیت حس او ذوق او پوهو کسانو نظریه ده چه د عالم د اصلاح له امله دی په حکیمانه صورت سره د جامعی د خیر او فلاح لپاره کار وشی. نو ځکه زه غواړم چه د ګرانو لوستونکی د معلوماتو له پاره څه حقایق د دنیا د موفقیت تر عنوان لاندې ولیکم. په دا ترڅ کښې د انصاف له خاوندانو څخه هیله لرم چه د تعصب نه کار وانخلی او د مضمون مقصد په پوره دقت سره ملاحظه او مطالعه کړی او د لاندی سوال (س) او جواب (ج) او تحقیق ته ښه ځیرشی.
س: دنیا د کشف او اختراع په سلسله کښې مخکې تللې او که نه بیرته پاتې ده؟
ج: صنعتی، زراعتی، تجارتی، طبی، او علمی چارې او پلټنې حتی آسمان دختلو قصد او دعوه، حربی آلات اوسامانونه د اټم او هایدروجن بمونه په ښکاره او واضح ډول ثابتوی چه دنیا د کشف او اختراع په سلسله کښې ډیر مخکې تللی ده.

س: نو په خوا دا دومره کشفیات او اختراعات ولې نه وه؟

ج: ددې فلسفه دا ده چه ورستنو خلکو د پاره مخکینیو خلکو مبادی پیدا کړی وو  نو دوی په لټه کښې کوم تکلیف ته محتاج نه شول او له همدغه مقدماتی مبادیو نه ئې ګټه او نتیجه واخسته او وروسته تر یوې لږې سعی او هڅې په نوی کشف او اختراع موفق او بریالی شول.
س: دې عصر ته باید بریالی او موفق عصر ووایو، ځکه د مبا دیو نه مقصد ته مرتبه په مرتبه په واقع کښې همدا عصر و رسید او که نه؟
ج:– هو: ولی نه؟  دا دومره ښکلې منظرې، لکس مالونه او موتر،  الوتکې ، نوی مود، صنعتی او زراعتی ماشینونه، دسفر د پاره ښه مستریح وسایل، ښه رنګارنګ حربی آلات او اسباب، د مریضاو او د ناجوړیو د پاره ښې شفاخانې او ډاکتران، د اوسیدو او سکونت له امله ښه عمارتونه او ودانۍ، د میو ډک باغ (بڼ) راز راز طعامونه، او خوراکونه،  خواږه آوازونه ، د راډیو اختراع بالاخره څه چه لیدل کیږی او اوریدلی شی دا ډول د دې عصر د نوابغو او فیلسوفانو بریالیتوب او د مخکینو د زیار نیتجه او پایله ده.
اما ډیر افسوس که څوک د خوند د پاره څوک پریږدی او د عالم د تخریبی افکارو او هرج مرج او د انسان د محوه کوونکی امراضو مخه ونیول شی.  ځکه هر څه که وی او انسان نه وی نو څوک به ئی څه کړی. دا دومره قتل او قتال. د دنیا دوه غم نه ډک عمومی جنگونه او په هرمملکت کښې اخ او دب او د کوریا د لښکر د جکړې، د سودان او سویز د کانال معامله، د عربو او یهودانو چور او چپاول، د مراکش او تونس اختلاف، لانجی، مظاهری او ظلمونه، په غربی  او شرقی آلمان کې ناکلاری، دهند او پاکستان قتلونه، د ایران د نفتو ځندنیی واقعه، د متحدینو د نوی قوماندانی جوړول او نظامی پکتونه، د دنیا په هر کوټ کښې فکری اختلافات، نا حقه دعوې، جبراو تشد د، او حق پټول، ځان ځانی سیاست، ډول ډول مذهبونه، مسلکونه او عقیدې، استعماری خیالات، حتی چه دنیا بالکل د انسان د حرص او طول اصل له لاسه سره د دومره کشف او اختراع او پرمختګ د اور کوره ګرځیدلی ده. داد اتوم او هیدروجن د بمو د آثارو نه داسې معلومیږی چه د تباهۍ نښې او علامې دی او سړی په دې سودا کښې غورځوی چه د انسان نسل به یو ځل بیخی د ځمکې له مخې محوه شی.

س: دا خو نو بالکل موفقیت او بریالیتوب نه شو بلکه ناکامی، ورانی، خرابی ده . معلومه شوه چه د نوابغو مخترعینو، فیلسوفانوکاشفینو دومره آوازې چټی دروغ او پف دی. داخو که دا نور حیوانات پرمونږ پوه او خبرشی باید وخاندی او د تمسخر په ډول آفرین او تحسین راکړی؟

ج: هو شک ئې ګڼئ؟ ورانی- خرابی به نور څنکه وی. واقعی فیلسوفان او مخترعین کاشفین، خو هغه وی چه لا اقل د خپل مستریح حیات، د آرام ژوندون او د انتظام د وسائلو علم او عمل ولری. حیوانات هم خپل منځ کښې یوتر بله عاطفه لری.  مثلآ باز د باز، شندله شند، لیوه د لیوه، پړانګ د پرانګ. همدارنکه نورڅیرونکی او نه څیرونکی حیوانات یو له بله خپل په مینځ کښې رعایت کوی، خو پرته له انسانه چه خپل په مابین کښې سره خوری. یو پر بل باندې تجاوز او تیری کوی.

س: دا ولې او په څه په دنیا کښې دومره نا کلاری پیدا شوې ده؟

ج: دا سوال ډیر مغلق دی. سړی د فکر په جولان او حرکت کښې ستومانه کوی. بیا هم ماته د ډیر غور او دقت په لحاظ او د مذهب له لیارې ثابته شوې ده چه دا ټول د پاک خدای د عدم اطاعت او نا فرمانی آثار او د انسان په خپل کمال غره کیدلو نتیجه  او پایله ده. نن له یوه طرفه د دنیا پرمخ تګ او ترقی او له بلې خو د اخلاقو ضعف تنزل او دا عجب او نادر وقایع راز راز او رنګارنګ مذاهب ډول ډول افکار مختلف سیاستونه د دنیا کشمکش او های، هوی دا تخریبی آلات سړی حق حیرانوی او په انتهائی فکر او صحیح تعقل کښې ضرور په دې اقرار کوی چه یو خالق الکل مربی، مدبر ذات شته چه په خپل حکمت ئې دا لوی ماشین د دنیا په لکونو لکونو پرزو سره چالان او روان کړی دی. خلکو ته ښیی چې په دنیا یو بل لوی واک لرونکی ذات شته چې هغه ته تاسې ټول طوعآ او کرهآ راجع او تابع یاست.  که خلک د ده د دین په امر او نهی او هدایاتو روان شی نو به د انسان ټولې عقیدې او اړیکې حل او د دنیا په ټولو چاروکې به د حق دین په رڼا کې فائده او ثمره واخلی.
س: په دنیا کې څومره ادیان او مذاهب دی؟

ج: په دنیا کې ادیان او مذاهب له حد نه وتلی دی.

س: دا ټول ادیان حق دی او که یو؟

ج: ددې عصر د عمل د پاره یو دین حق دی او حق په ځای د خلاف کې علمی تحقیق او څیړ نه وائی چه یو دی.
س: دا دومره نور باطن ادیان چا پیدا کړی چې د خلکو د هلاک موجب شوی دی؟

ج: د استعمار د مغزو خاوندانو د قوم ناقصو رئیسا نو پیداکړل او دا ځکه چې د بربریت فرعونیت خاوندان چې کله پوه شوی دی چې په دا لیاره زه خپله شخصې فائده نشم کولی او دا اقتدار به زمانه لاړ شی نو د دین او مذهب په نامه ئې ډیر ساده خلک غولولی دی او په دا چل او دوکه ماری ئې خپل شوم مقاصد او اغراض حاصل کړی.
هو: د دنیا با تجربه او با تربیه منصف خلک پدې پوهیږی چې دا خبره حقه او ثابته ده او دا ځکه نن که یوځل په ټولې دنیا نظر واچول شی نو د دنیا په ټولو نا کلاریو نا آرامیو کې د استعمار او استثمار خاوندان پوره لاس لری.
س: ددې غټې نا آرامی، اختلاف، تشدت، علاج به څوک وکړی چې ټول خلک د یوه حق دین لاندی را جمعه شی او په آرامې، خوښې ازادې د یورنګی په فضا کې ژوند وکړی؟
ج: د دې سخت مرض علاج هم سخت دی. ځکه چې په نړۍ که بالکل عدم اعتماد او د اخلاقو ضعف جاری دی. بیا هم که په نړیواله او بین المللی موسسه کې واقعاً بین المللی اشخاص، ښه عالمان، د موازنې با تجربه صالح نماینده ګان سره ټول او په تمامه معنی خدای پاک ته راجع شی او د صحیح مذهب او آسمانی حکم دین په اساس خپل جریانات شروع او پیل کړی نو د خدای پاک په فضل او د دوی د جد جهد او د صحیح تدبیر په اثر به ټول اختلافات، روحی امراض محوه او په حقیقی صورت سره به په یو آرام، آزاد، مسعود ژوندون مشرف شی.

یاددونه :

دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابی لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:۱۳۵۴ هجری شمسی )

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

 

۲ پاسخ به “د دنیا موفقیت”

  1. admin گفت:

    روح مولانا دکتور محمد سعید « سعیدافغانی » شاد ، یا و خاطره هایش گرامی . تشکر از دانشمند محترم امین الدین سعیدی – سعید افغانی. مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    جناب مهدی بشیر صاحب از شما یک جهان تشکر از خداوند بزرگ برای شما صحت وطول عمر میخواهم

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما