۲۴ ساعت

28 ژانویه
۲دیدگاه

د ادب پــه بــڼ سېـــلـۍ

تاریخ نشر سه شنبه  ۲۸ جنوری ۲۰۱۴  هالند

ظفرخان « اهتمـام »

ظفرخان « اهتمـام »

دمرحوم غنی خان د مړینی د څلوېښتمې ورځې د یاد غونډې اومشاعرې ته چې  د لیکوالو انجمن جوړه کړې وه.

د ادب پــه بــڼ سېـــلـۍ

ظفرخان « اهتمـام »

توپان بیا یو ځلی ومروړلې ګوتې

هغه ګل یې د سپرلو او رنګینیو

چې چکو یې د ګېډیو

دغه بڼ ؤ غنی کړی

زېږول به یې تل ژوی او نبات

پدې بڼ کې خوځېدل او کړېدل به

او آن دا چې

لوبغاړۍ به یې کولې

دې څېرو په دغه بڼ کې

هو ! غنده یې ناروا په شکوڼی جسم

او تله یې سړیتوب د مینې هغې ترازو کې

چې ورېښمین مزو یې ازاد وهل ټالونه

وه ډنډه یې د بابا د غیرتی پلوسې څانګه

نن هغه ګل سیلۍ وموښه په ګوتو

پرې شېبې د ژوند عطرینې ولاغنی شوې

دا بد ژوندون مېلمه شو

راټو کیږی به سپرلو کې

– تل تر تله –

تر څو دا بڼ په نړۍ وی

څو ژوندون او دا لړۍ وی .

( کابل : ۲۹\ ۱\ ۱۳۷۵ ل – ل)

 

 

۲ پاسخ به “د ادب پــه بــڼ سېـــلـۍ”

  1. admin گفت:

    سروده زیباست جناب اهتمام صاحب ، خداوند مرحوم غنی خان بیامرزد. موفق باشید . مهدی بشیر

  2. محترم مهدی بشیر صاحب سلامهای واحترامات ما راقبول کنید!
    غنی خان درجنوری/ ۱۹۱۴ تولد ګردیده بود درین روزها صدمین سالګرد اش است بلی خداوند ج مرحوم غنی خان وتمامی مرده های ماوشما بیامرزد.
    بااحترام

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما