۲۴ ساعت

05 آوریل
۶دیدگاه

چه دډوهل غږشي

تاریخ نشر جمعه ۵ اپریل ۲۰۱۳ هالند

m

چه دډوهل غږشي

یعقوب منګل

3 / 4 / 2013

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

چه دډوهل غږشي٬ټول بدن مي بي اختیاره په لړزیدوشي

نیشه راباندي راشي٬پښي اولاسونه مي په  ښوریدوشي

چــه دډوهـل غـــږشي٬ټـول ځـوانــان سـره ټولیــږي

قطارقطارشې په اتــڼ کي٬تــوري څڼي په رپــدوشي

چه دډوهـل غږشي٬ د خوشحالۍ ناري شي پــورتــه

د سندرو انعکاس٬ دغــروپه منځ کي په کړنګیدوشي

چه د ډوهـل غږشي٬ د ناوي زړه نه خـداي خـبر وي

د  کلي  پیغلي ترینه چاپیره٬ په ګډا او په خندیدوشــي

چه  د ډوهل غږشي٬دټوپکوډزاهارشي هـري خواتــه

په واده کي خلک٬په نوبت دنښې ویشتوته په تیاریدوشي

چه دډوهل غږشي٬نښه رانسکوره غورځۍ شي دخلکو*

بیا ناوي  د پلار له کوره٬ ورو  ورو  په جګیدوشـــي

چه دډوهل غږشي٬داڅومره ښکلي رواج اودستوردي

د ناوي په هرقدم کي اوښکي٬اوسلګۍ په   اوریدوشي

چه دډوهل غږشي٬زوم دنوو کالیواولُنګۍ سره خوانۍ ویشي*

په مشرانواووروڅیوباندي٬دسمالونه اولُنګۍ په سرکیدوشي*

چه دډوهل غږشي٬مامااخیستي کابوخورځې ته ټیکرۍ کړي*

پلاراوموردُعاورکړي خپلي لورته٬ناوي پراوښ په سپریدوشي

چه د ډوهل غږشي٬یعقوب( منګل) به رابولمه اتڼ ته

د ډیري  خوشحالۍ څخه٬ دپسرلي ګل غوندي په غوړیدوشي

یعقوب منګل 

غورځۍ:دډیري خوشحالۍ نه لوړآوازته وایي*

خوانۍ:ډیرو وچو میوو  یوځاي کولوته وایي*

کابو:دناوي مامایوه اندازه پیسې دناوي له پلاره*

اخلي اوبیاماما دغه پیسي دټیکري په نوم بیرته

ناوي یعنی خپلي خورځي ته ورکوي

وروڅیو:واده ته راغلي خلک*

 

۶ پاسخ به “چه دډوهل غږشي”

  1. admin گفت:

    منگل عزیز ، جالب و عالیست .موفق باشید. مهدی بشیر

  2. نذیر احمد ظفر گفت:

    گران ورور منگل صیب دیر دیر عالی او په زله پوری دی جار دشم ژوندی اوسی.

  3. ظفرصاحب!ډیره مننه ستاسوله نیک نظرڅخه.
    ژوندي اوبریالي اوسي

  4. مهدي صاحب!ازنظرعالي تان یک جهان سپاس.
    شمازنده وکامګارباشید.

  5. منگل جان بسیار عالی سرده ایدموفق وکامگار باشید.جوهر

  6. قیوم بشیر گفت:

    گران ورور منگل صاحب تاسو مؤفقیت غواړم، ډیره ښایسته ډی!

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما