۲۴ ساعت

17 ژانویه
۹دیدگاه

ګلالۍراشه

تاریخ نشر پنجشنبه ۱۷ جنوری ۲۰۱۳ هالند

یعقوب منگل

یعقوب منگل

 ګلالۍراشه

(یعقوب (منګل

۱۰ / ۱ / ۲۰۱۳

آلمان

***

ستاداخوږی خبری څومره پرماښی لګیــږی

لکه په للمو غنموچه بارانونه راوریــــــــږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

شپه ترسهاره ستاپه یاد کی می ډیر ژړلـــــی

ماشوم زړګۍ می تاراڅخه غواړی نه قراریږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

ستاددیدن په هیله مدام ګر ځمه راګرځـــــم

آسمان ته ګورم چه لمر ژرکله ډوبیــــــــږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

زمااوستادمینی آوازه ده خپره شوی هری خواته

اوس موپه منځ کی غمازان راښکاره کیږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

هغه وخت درپه یادکړه٬دګلونوپه باغچه کی

زماپه یاددی٬ستا به هم په زړه یادیــــــــږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

داچه مسته٬مسته ګرځی په ګلشن کـــــــــــی

مخ په پاڼوپټوی ګلان شرمیــــــــــــــــــــــــږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه بریږی

 

پسرلی ښه وی ګل اوګلزاروی دښتی غرونه

ورک د خزان شې سره ګلونه پکښی رژیږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

راځه راشه چه پخلاشو٬دامی درته سوال دی

ژونددژمی ماذدیګردی ژر ژر تیریـــــــــــږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

دښایسته جانان په جدائ کی په زړه یمه بیمار

آخردیدن دی٬اوسراځه چه روح می روانیږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

دوطن مینه می همیشه په زړه کی ده ساتلی

دبی وطنۍ اوښکی می په ګریوانه رابهیږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

 

دجاهلانوپه لاسونوزمونږښکلی هیوادوران شو

دیعقوب ( منګل ) په سوړاسویلې به دښمنان ټول بربادیږی

وه ګلالۍ٬ګلالۍراشه چه زړه می نه صبریږی

(یعقوب (منګل

 

۹ پاسخ به “ګلالۍراشه”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز جناب منگل صاحب ، این سروده تان هم زیباست. زنده و سلامت باشید. مهدی بشیر

  2. شهلا ولیزاده گفت:

    جناب عالیقدرم آقای منگل،چه جذاب و دلانگیز. با درود..!

  3. ښاغلی بشیرصاحب٬ستاسوله نیک نظرڅخه یوه نړۍ مننه.
    دژوندپه ټولوچاروکی درته بریالیتوب غواړم.
    یعقوب منګل

  4. منگل صاحب بسیار عالی سروه اید موفق باشید.
    جوهر

  5. خواهرګرامی شهلاجان (ولیزاده)٬ازحٌسن نظرتان یک جهان ممنون.
    موفق وسرفرازباشید.

  6. جوهرصاحب عزیز!تشویق شما مراتقویت میبخشد.
    ګٌر بخیر میرسد.دهن تان شرین ولبخندتان دایم باد.

  7. همایون عالمی گفت:

    جناب منگل صاحب زما سلامونه او نیکی هیلی ومنی
    خوشحاله یم چه تاسی غوندی یو با استعداد شاعر خپل همکاری د ۲۴ ساعت شکلی سایت سره پیل گریده او هیله لرم چه نورو پشتو شاعران هم موژ سره یو حای شی
    د تاسو بریالیتوب او نیکمرغی غوارم

    همایون عالمی

  8. ښاغلی همایون(عالمی)صاحب ستاسوسلامونوته واعلیک وایم.
    اوزه هم دزړه له کومی خپل تاوده سلامونه تاسوته وړاندی کوم.
    روغتیا ٬خوشحالی اوبریالیتوب درته دژوند په ټولو چاروکی غواړم.
    په درناوی.
    یعقوب منګل

  9. h.Forough گفت:

    منگل صاحب دیر شایسته او شکلی دی سلامت او بریالی اوسیِ

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما