د کنړ سیند د کړکیچ
د نشرنیټه : دو شنبه ۱۳وږی ۱۳۹۱ ـ ۳ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند
محمد شفیق صادق
۳۰ – ۸ – ۲۰۱۲
د کنړ سیند د کړکیچ اصلي لامل او د راتلونکی پوله
*************
د څومیاشتو راپدي خوا د کنړ ولایت په سرحدې ولسوالیو د سرحد له پورې غاړې توپچي حملو د سیمې اوسیدونکو ته ګڼ مالي او ځاني تاوانونه اړولی ، چې ورسره سیمه نا آرامه او دواړه ګاونډي اولسونه یې د جنګ تر پولې رسولي ،چې د مخنیوي لپاره یې د ټولو اولسي او ملي غوښتنو سره سره چې په ترڅ کې یې د اوسنې دولت دوه وزیران هم قرباني شول ، د کمیسونونو له جوړولو او تحقیقاتو له ترسره کولو پرته تر اوسه کوم عملي اقدام ندی شوی .