هير نکړې
تاریخ نشر چهار شنبه ششم دلو ۱۳۹۵ – ۲۵ جنوری ۲۰۱۷ – هالند
هير نکړې
محترم نجم الدين سعيدي
*********
ته په خپل خيل کې د ښکلا انځور ئې .
خو د زړښت انځور هير نکړې .
***
ته په قدرت کې شاهانه انځور ئې .
خو د مرګې انځور هير نکړې .
***
ته د هستې او دا رائې انځور ئې .
خو فقيرې انځور هير نکړې .
***
ته په دنياء کې د دنياء انځور ئې .
خو آخرت انځور هير نکړې .
***
ته به دمينې او زړګيو دښکلا انځور ئې .
خو د سعيد دخوښيو انځور هير نکړې .
*********************
۲۰۱۷ – ۱ – ۱۵ – م – كال
( نجم الدين سعيدي )
درود به جناب آقای الحاج نجم الدین سعیدی ، تشکر از سروده عالی تان. موفق باشید. مهدی بشیر
برادر ګرامې مهدي بشير تشکر و سپاس از لطف شما .