په هر لوري افغانان مري
تاریخ نشر جمعه هفتم جوزا ۱۳۹۵ – ۲۷ می ۲۰۱۶ هالند
په هر لوري افغانان مري
سمیع الدین افغاني
د انسان په مرګ خوښي لویه ګــناه ده
که دا مرګ مود دښمن یا کوم بدخواه ده
انسانان د خدای او بنده گان دي
څوک په غیرو لار سرڅوک مؤمنان دي
پس له مرګه بنده خدای ته په ورتلو دی
د خپل نیک او بد اعمالو جوابګو دی
چې صادق دی د الله په لاره کې سم دی
پاک انسان د خدای په در کې مقدم دی
دا چې څوک دی بې ګناه څوک ګناه کاردی؟
صرف په دې باندې اګاه پروردګار دی
څوک دخدای لارکې شهید شي جنتي شي؟
څوک په خپلو بد اعمالو دوزخي شي؟
چی د چا مقام شهید د چا کمتر دی
بنده نه صرف پاک الله پدې خبر دی
ربه ستا دا لوی دربار ته مو دوعا ده
ته رحیم یې ستا رضا زمونږ رضا ده
افغانان سره یو موټی یو قوت کړې
نور په امن کې بسیا زمونږ ملت کړې
افغاني وطن که سوله شي وروري شي
په هر سیمه هرې خواه به خوشالي شي
—————————–
سمیع الدین افغاني
۲۷ – ۵ – ۲۰۱۶
م ۰کال
تشکر آقای سمیع الدین افغانی از سروده زیبا و عالی تان . موفق باشید. مهدی بشیر