۲۴ ساعت

23 فوریه
۱ دیدگاه

د مولانا سعید افغاني د یو دیرشم ، تلین

تاریخ نشر سه شنبه  چهارم  حوت  ۱۳۹۴ –  ۲۳  فبروری ۲۰۱۶ هالند

 محترم مجیب الرحمن  « خطیبی »

ای دی  خیر او دسعادت او د حسن تفاهم  د لاری مبارزه ! 

تا دسید جماالدین « افغاني » په څير ؛ په ویاړ سره دی افغاني همت او فهم سره د عرب  په  ځمکه د افغانې تاریخ  د ژوندی پاتی کیدو لپاره د سولۍ وږی کیښودته د علم او پوهۍ هغه روښانه مشعل یې  چې پيړۍ پیړۍ به د ټولو افغانانو په لاس وګرځول شي او د عالمانو، سیاست پوهانو د ژبۍ څاری به وي او د هرې ورځ پاڼۍ سرلیک به منل کیږی

ته مړ نه یی ؛ ستا نوم په افتخار سره زمونږ  په زړونو او د تاریخ  صفحو کښی  ژوندی دی !

ای د سولی  او آرامش د لارې  مشعله !

ته زمونږ او د شرق ، غرب د پوهانو په افکارو کی یی ، هیڅکله به ستاسو د « نــدآ صلح و آرامش ضرورت مبرم عصر موجوده ماست  »  چه د  بشر د خیر اوسعادت ته دی  پیشنهاد  کړه ؛ هیره  به  نشي  او بالاخره به ستا  ټولی « غوری ویناوی ، لیکني  او ملی ارمان »  به  د  یو ملی او تحقیقاتی اداری لخواه  ارزیابي شي ، او د وطن او د انسان د خیر وسعادت لپاره به تری رهنمودونه جوړشي .

ای د مینې او محبت  د لارېمبلغه

تا د  اسلام  واقعی  دین  چه د « عشق او  محبت »  دین  دی ، لکه علامه سید جماالدین « افغاني » بشریت ته معرفی کړ ؛  نو په  یوآواز او په  ډیر صداقت اعلامو چې  مونږ د دوه رشتینی علامه ، شاهدان یوو، یو علامه سید جماالدین « افغاني »  د نړی ستر مفکر، اوبل ثانی سید جمال الدین ؛ مولانا  محمد سعید « سعید افغاني »  زمونږ د هیواد مشهور روحاني ، پوه عالم  ، لیکوال ،مولف، استاد  او اجتماعي  شخصیت دی ؛ چـه تل یی د سولی ، تـرقی ،  وروری ، برابری او تفـاهم  لپـارهمبارزه وکړه.

الهی  !  ته په خپل  فضل او مرحمت ؛ مولانا سعید افغاني  مغفرت  او روحی ښاد کړه !

امین یارب العالمین

****

مجیب الرحمن «خطیبی »

کابل ــ  خیرخانه مینه

۲۷ فبروری ۲۰۱۶

 

یک پاسخ به “د مولانا سعید افغاني د یو دیرشم ، تلین”

  1. admin گفت:

    درود به شاد روان مولانا سعید افغانی ، تشکر از محترم مجیب الرحمن «خطیبی » از مقاله عالی شان . موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما