۲۴ ساعت

18 سپتامبر
۲دیدگاه

ناوې

تاریخ نشر جمعه ۲۷ سنبله  ۱۳۹۴ – ۱۸ سپتامبر   ۲۰۱۵ هالند

ناوی

دوستان محترم و گرامی لطفا نظریات خویش را در قسمت دیدگاه های صفحه ۲۴ ساعت بنویسید تا مطالب شما همیش محفوظ بماند .
با عرض حرمت
مهدی بشیر

******

 ناوې

 الحاج نجم الدین سعیدی
 څومره خوشحالي ده  دخوښې  نه ټول ګډيږي .
هر يو نوې  ژوند ته  ګوري  يو  بل  نه  جاريږي .
ساز کوي  خوښي  کوي  يو  بل  ته  هو سيږي .‎
 ناوې د ښايست نه محفل څومره ښه  ښکاريږي .
 ورو  کړه   قدمونه   ستا   همزو لي   په   نڅاء .
هلته شاه  په  زړه  کې  ده  د نوي  ژوند د نياء .
 پام چې زخمې نکړې ګوره  ناڅې او څرخيږي .
 ناوې دښايست نه محفل څومره  ښه ښکاريږي .
پورته تور کاکل  باندې دې  ټيک  دې په  نخرو .
شر شور جوړ  کړې  شرنګهار  دې  پاې  زيبو .
 ستا په شرنګهار کې څومره ښې نغمې غږيږي .
ناوې د ښايست نه محفل څومره ښه ښکاريږي .
 ناوې  قدم  پورته  کړه   دمه  تر  څنګ  د  شاه .
 څنګ  کې  دې  د  پيغلو  قطا  رونه خوا په خوا .‎
 وخانده  مسکۍ شه  چې سعيد پدې  خوښيږي .
 ناوې دښايست نه محفل څومره ښه  ښکاريږي .
************
  نجم الدين  سعيدي
 

۲ پاسخ به “ناوې”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب الحاج نجم الدین سعیدی ، سروده زیبا و مانند همیشه خواندنیست . موفق وسلامت باشید . مهدی بشیر

  2. الحاج نجم الدین « سعیدی » گفت:

    مهدې بشيره وروره مننه له لطف او مهربانې څخه مو اوږد عمر مو په نصيب شه . نجم الدين سعيدي

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما