۲۴ ساعت

۰۵ حمل
۲دیدگاه

آزمـــون

تاریخ نشر سه شنبه پنجم  حمل ۱۳۹۹ – ۲۴ مارچ ۲۰۲۰ هالند

آزمـــون

شاعر : سمیع الدین افغانی

څه رنګینه شان موقعه ده

د تـاریخ حساس شیبه ده

سرنوشت پــــه بله کیږی

د افغان د ژوند کیسه ده

زما ، ستا چې د لسیزو

د حالاتـو نــــه ګیله ده

اوس را پاڅه لاس په کار شه

چې د مرګ او ژوند صفحه ده

ښه یې وینو چې ډوبیږو

لا هم وینه مـو سړه ده

د افغان نسل ورکیـــږی

ترېنــــه پاتې قافله د

نن د وخت بد نام سالار بیا

د ولس په سره دعوه ده

سره یو شئ چې ورکیږو

د غلیم سره مـو شپه ده

شهامت مونږ ته پکار دی

څه ویرجنه سلسله ده؟

سرنوشت مو خپل په لاس کړئ

د پردو نــــه څــــه ګیله ده

که یو نه شو نو ورکیږو

پکار عــــزم اراده ده

اوس لا هم زمونږ د نیکونو

لــــوټه شوی حماسه ده

پوه رهبر درول غــــواړو

دا مــــو عــــزم اراده ده

افغانی په دې موقعه کې

د یووالــــی لار کــــره ده

——–

سمیع الدین افغانی

 

۲ پاسخ به “آزمـــون”

  1. admin گفت:

    درود به دوست محترم آقای سمیع الدین افغانی و تشکر از سروده مملو از احساس تان. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. مننه ګران مشر مهدی ظفر هیله ده چې دصحت په جامو کې پټ یاست ډیره مننه لدې چې زما شعر مو ډیزاین او نشر ته سپارلی په عزت اوسئ کور مو ودان

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما