۲۴ ساعت

29 سپتامبر
۲دیدگاه

غفلت

تاریخ  نشر جمعه هفتم  میزان ۱۳۹۶ –  ۲۹  سپتامبر ۲۰۱۷–  هالند

غفلت

لیکوال : خدابخښلی دکتور محمد سعید « سعیدافغانی »

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

که دې ډیر عمر په کار وی غفلت مه کړه
په ویده باندې سل کاله یو زمان دی

« رحمان بابا »

رښتیا خبره دا ده چې غفلت د هغه اوصافو ځنې دی چې په انسان د ډیرو سختو مشکلاتو او پریشانیو سره مخامخ کوی.

پوه او کمال کار او عمل شهرت او اعتبار د دنیا او آخرت سعادت او اجتماعی او اخلاقی او ادبی او سیاسی نهضت دی. ټولو ترقیاتو او افتخاراتو  ځنېې سړی یو قلم محروموی.
هـو: کوم هغه اشخاص چې هرڅه ځنې غافله وی که څه هم سا او روح په کې ښکته او پورته کیـږی لیکن په واقع کې دمړو او یالیونو په حساب دی. ځکه چې ژوند د حرکت نوم دی او ژوندی به همیش لاس او پښې خو ځوی او په خپل صحیح فکر او تعقل به د حیاتی مشکلاتو سره لاس په ګریوان او د خپلې جامعې او د وطن دکټې او فایدې د پاره په هڅه لری.
زمونږ دین او شریعت بشرته د سعی، کار او عمل، درس او رغبت ورکوی او دغفلت او ځانله په کنج او صومعه کې کیناستلو او د وخت تیرولو ځنې نهی او منع کوی. الله جل جلاله فرمایی « لیس لا انسان الا ماسعی » د انسان د سعادت، ترقی او تعالی د پاره هیڅ کوم سبب بې د سعی او زحمت کاللو ځنې نشته دی.

ددې آیت کریمه په معنیٰ کې چې سړی دقت او تعمق کوی نو ددې مطلقې نفی ځنې چې په کلمه (لیس) سره راغلی دا معلومیـږی چې انسان به هیڅ رنګه افتخارات او نیک مرغی بې د سعی ځنې په غفلت سره لاس ته نشی راوستلی او د حضرت انسان وظیفه هم داده چې د خپلو مشکلاتو دحل د پاره او د حیات د صحنې د لوړوالې او ښه توب له امله به د ژوندانه یو دقیقه اوثانیه بیکاره نه پریږدی.
هو د ژوندانه هر دقیقه او ثانیه د آلماسو ځنې زیات قیمت لری او د ژوندانه هره کړی د اجتماعی خدمت د پاره مساعده ده او په کې کیدلی شی چې سړی خپل قلبی روابط دحق پرستی سره محکم کړی او ناجایزه اقتضاآتو سره په کې مجادله وکړی.
سړی باید خپل قیمتی وخت په لهو او عبث تیرنه کړی، ځکه د ژوند هره لحظه چې تیره شوه نو لاړه بیرته نه معادیـږی.
همدا وجه ده چې پوهان خپل قیمتی وقت ته زیات اهمیت ورکوی او په هیڅ ډول غفلت روا نه کڼی. نن کوم هغه جوامع چې مخ په ترقی روا نی دی. دوی د ژوندانه په معنی او حقیقت پوه شوی او د غـفـلت سره سخته مجادله کوی او د تنزل اسباب او مبادی او دغفلت علل او مناشی پیژنی او پوهان یی د تنزل د مرض د تعیین او تشخیص د پاره کار کوی او ددې مهلک مرض د قلع او قمع د پاره مخ په وړاندی ځی.
هو نن د دنیا پوهان په غافلو اشخاصو کې د کار او عمل روح پوکوی او استعدادونو په تربیه او علم او پوهې سره ظهور او بروز راولی.
د غفلت د مجادلې په لړ کې د اسلام د تاریخ زرینې پاڼې سړی ته د کار او عمل دوا په یاد وی او په کې د ترقی او تعالی د پاره غټ علت د غفلت سره مجادله وینی.
هو مسلمانانو به ایثار او قربانی د غفلت او جهل په مقابل کې کولی او په ژوندانه کې د دوی عالی مقصد همداوی چې خلک د حقیقت په رڼا منور کړی.

اوس به رایشو دیته چې غفلت څنګه پیدا کیږی؟ د دې دا ځواب دی چې دا مرض د عیاشی او ځان ځانی او د خدای پاک د هیرولو او په خپل ځان غـره کیدلو ځنې پیدا کیـږی.
ځکه کوم هغه اشخاص چې له اندازې زیات عیاش شی او ټول فکر یې په خوړلو او اغوستلو او خوب کولو او د خپل استراحت په شا او خواکې مصروف وی او ددې غم نکوی چې خوړل او څکل او اغوستل او خوب او استراحت چې دوام او بقیٰ پیدا کوی. هلته چې په وطن کې څه وی او څه پیدا شی او په قوم او وطن او جامعه کې قوت او طاقت د ساتنې موجود شی او په محیط کې یو تر بله د نورو حیات او ژوند د ځان د حیات او ژوند دپاره علت او سبب وګڼی او که با لعکس په یوه جامعه  او ټولنه کې خلک ټول په ځان مین او غره وی او هر چاته خپل عقل، فکر،  کار،  عمل، زور،  قوت او طاقت د هر چا ځنې ښه قوی او محکم ښکاره کیـږی او نور مخلوق ورته حیوان او څاروی معلوم شی نو دلته دا سړی د غفلت په یو طوفانی بحرکې  ننوځی  او دهلاکت سره مخامخ دی. که سړی سره دټولو اصلاحاتود خدای پاک ځنې غافله شی نو معلومیږی چې دا شخص په واقع کې ښه سخت په غافلیدودی. هو خپل ځان تری هیر دی خپل خالق نه پیژنی حقیقت دا دی چې پوه سړی باید د دې رنګ خلکو په جل او بل تیر نه وځی.
 پوهان د خپلو تجربو او د تاریخی حقو، معلوماتو په اثر په پوره یقین او تیقن د داسې خلکو جل او بل چې د خدای پاک د عبادت ځنې غافل دی د هلاک او خسران سره مخامخ وینی د غفلت سره به اساسی مجادله په څه شانې وشی.
د دې پوښتـنې ځواب زما په عقیده دادی د غفلت سره اساسی مجادله په محکم عزم او پوره میـړانې او په اخلاقی رنګ او د روحیاتو په پیژندنه او د جامعوی امراضو په تشخیص او د پوهانو په مرسته او کامل ثبات دا ټول چې د خدای پاک د ارادې سره یو ځای شی هلته نو سړی کولی شی چې په جامعه کې د حقیقی ژوند روح  پو کړی او دغفلت سره اساسی مجادله وکړی.

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »« دنجات اوکامیابی لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:۱۳۵۴ هجری شمسی )

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

 

۲ پاسخ به “غفلت”

  1. admin گفت:

    روح مولانا دکتور محمد سعید « سعیدافغانی » شاد و جنتها نصیب شان . مقاله زیباست . تشکر از انتخاب دانشمند محترم الحاج امین الدین سعیدی – سعید افغانی ، موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    استاد محترم مهدی بشیر بعد از تقدیم احترامات از شما ابراز سپاس میکنم وبرای شما اجر عظیم میخواهم

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما