۲۴ ساعت

22 فوریه
۱ دیدگاه

د ګلو مزرعه

تاریخ  نشر چهارشنبه چهارم  حوت  ۱۳۹۵ –  ۲۲  فبروری  ۲۰۱۷  –  هالند

د ګلو مزرعه

محترم مصطفی پسرلی
۲۲/۰۲/۲۰۱۷

زما د زړګی هیله په آزار بدله شوه

لوخړه د ځیګر مې په انګار بدله شوه

زما خواره واکمنه نه پوهیږمه چې ولی

د ګلو مزرعه دې اوس په خار بدله شوه

ګناه څه ده ذاهده! د بیوزله عاشقانو ؟

شیبه چې د وصال په انتظار بدله شوه

ستا په محبت کې مې د زړه غوښې اوبه شوې

د صبر حوصله مې په تلوار بدله شوه

مایوسه اوښکې راغلې په ګریوان یې سیلاب جوړ کړ

چې هو مې وه په زړه کې په انکار بدله شوه

په ژوند می لوبې وشوې د بده شوم بدتره

د ګلو غاړګى راته په دار بدله شوه

ھر رګ مې پسرلیه اوس خپلواکه وینه غواړی

زما دغه ارمان په ستره لار بدله شوه

مصطفی پسرلی
۲۲/۰۲/۲۰۱۷

 

یک پاسخ به “د ګلو مزرعه”

  1. admin گفت:

    درود به جناب محترم مصطفی پسرلی ، تشکر از سروده عالی تان. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما