۲۴ ساعت

05 می
۲دیدگاه

اسلام د ادب او د اخلاقو دین دی

تاریخ نشر پنجشنبه  ۱۶ ثور  ۱۳۹۵ –  پنجم  می  ۲۰۱۶ هالند

اسلام  د ادب او د اخلاقو دین  دی

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »

څومره چه د اسلام د مقدس دین پر متعلق د نویو علومو د انکشاف توجه او ښتی هغو مره دا حقیقت روښانه شوی دی چه اسلام ښه داداب او د اخلاقو د تربیی دین په دغه مقدس دین کښی د ټولو طبقاتو حقوقو د تامین د پاره محفوظ ساتل شوی دی او یو تربله د متقابل احترام ساتلو او ښه سکوک د پاره ډیر پاخه او قوی اساسونه لری .

 په دغه دین کښی د اقربا وسره د صلی او علاقی باریک رمزونه شته او د دوستانو او آشنایانو سره د مینی په لیاره د ګډو اهدافو منځ  ته راوستلو د پاره په کښی  قوی راز موجود دی.

 اسلام د عمومی اوضاعو او دعامو خلکو سره د ښه  ژوند کولو قوی خیال  ساتلی دی او د یو مکمل ادبی او اخلاقی  ژوند  د برابرولو د پاره په کښی  پاخه اساسونه شته  دی،  کوم ادب او اخلاق  چه د اسلام په مقدس دین کښی په  ټول کم او کیف سره د خلکو د خیر او سعادت د پاره لیدل کیږی ، په دی اندازه  په بل هیڅ  کوم دین کښی  په لاس  نه  راځی .

 د پلار او د مور د حقوقو لحاظ  ساتل ،  د مشرانو احترام ، دلویانو قدر او تعظیم،  ورور سره صله او عاطفه ، د ملګرو سره  صداقت ، د همسایه ګانو سره  ښه سلوک او ګذاره ،  د عاجزانو سره  مرسته او تعاون،  د مصیبت او تکلیف په وخت لاس ورکول، د خوراک او څښاک  نورو حیاتی  مسایلو کښی اعتدال ، عمومی حقوقو د تقویی د پاره توجه او دا او داسی نور اداب او اخلاق د اسلام پر مقدس دین کښی هیڅ  کله خپل ادبی او اخلاقی اعتبار دلاسه  نشی  ورکولی  .

په اسلام  کښی  د نفرت، عداوت ، کینی او حسد  ټولی ریښی ایستل  شوی دی  او دین  د  محبت  او همکاری  د تامینولو د پاره  پوره  پوره  توجه  کړی  ده .

 اسلام  د کبر او غرور سره  مجادله کړی ده او له  دغی  لیاری څخه غواړی چه  خلک  د ورور ولی او برابری  په فضا کی  ژوند  وکړی.

 په  اسلام کی د عفوی او ګذشت او د بیا  بیا  پیوندلو د پاره لیار ښونه او تشویق  شوی دی او د دی لیاری  څخه غواړی چی اجتماعی  شیرازه  باید قوی وساتله  شی.

 په اسلام  کښی د خبرو او وینا  د پاره حدود  معلوم شوی دی  او د ژبی  د اصلاح  کولو د پاره  پوره توجه  شوی.

 د اسلام  مقدس دین  د علم او پوهنی د پاره عمومی  توجه اړولی  ده او د عقل او دلیل د لیاری څخه غواړی چه  خلک خپل ژوندنه ښه استفاده وکړل.

اسلام کوشش کړی دی چه د خلکو مدنی ، اقتصادی ، سیاسی  ، ثقافتی  ، ادبی  او اخلاقی  ژوند په داسی  پایو اتکا و لری چه هغه  د انسان اصلی د طبیعت او استعداد  سره برابر او د عمومی مصالحو د تامین د پاره مفید واقع  شی .

اسلام  د وهم ، وسواس او بی  مورده  ګمانونو طرفدارنه  دی ؛ او د پوره دقت پرلیاره کی غواړی چه حقایق  روښانه او د خلکو حیاتی  مشکلات  لری شی .

 اسلام  د عفت ، تقوی،  پاکی او نظافت طرفدار دی ؛ غواړی چه  د خلکو ژوند په  ظاهر او باطن  کی پاک او سوچه  وی.

 اسلام  د اسراف او تجاوز طرفدار نه دی ؛  غواړی چه خلک  دی باید په هر څه کښی  د اعتدال لحاظ قوی وساتی.

اسلام  د غدر او خیانت  سره  مجادله  کړی ده ؛ غواړی چی خلک  دی یو تر بله د  تکالیف او مشقت موجب  ونه ګرځی .

 نو په  دی  اساس که څوک  د اسلام مقدس دین  تر پوره عمیقی  مطالعی لاندی  را ولی ،  د ادب  او اخلاقو  کامل او مکمل دی. او د هغه څخه په استفادی سره د نننیوعلومو په اساس د حقیقی او واقعی ژوند برابرولو لیاره پوره ارزښت لری.

راځی  چه  مونږ د اسلام  د دین  د ادبو او اخلاقو  څخه ځان  پوره واقف کړو؛  تر څو وکړی  شو د ځان او د خلکو د سعادت  په لیاره کښی ، د ښوخدمتونو  مصدر وګرځو. 

و من الله التوفیق

سعید افغانی

کابل ــ  ۱۳۵۵ هجری شمسی ــ کال

 

 

 

۲ پاسخ به “اسلام د ادب او د اخلاقو دین دی”

  1. admin گفت:

    روح مرحوم مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش . تشکر از برادر دانشمند و گرامی آقای برهان الدین « سعیدی » موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    سلام دوست معظم ودانشمند بشیر صاحب !
    ممنون از لطف و محبت همیشګی شما ، از صمیم قلب برای شما و فامیل محترم صحت ، سلامتی و موفقیت ارزومندم دارم . بااحترام سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما