۲۴ ساعت

27 جولای
۲دیدگاه

د علم او پوهې ځلانده ستورنویم تلین

تاریخ نشر دوشنبه پنجم  اسد ۱۳۹۴ – ۲۷ جولای  ۲۰۱۵ هالند

ښاغلو سرمحقق عبدالله جان بختیانی اوالحاج امین الدین سعیدی – سعید افغانی

ښاغلو سرمحقق عبدالله جان بختیانی اوالحاج امین الدین سعیدی – سعید افغانی

ستر څیړونکی او خدمتګار بختیانی د علم او پوهې ځلانده ستورنویم تلین

مبارک

الحاج امین الدین  سعیدی – سعید افغانی

د حق  د لاری  د کلتوری مرکز  او   د افغان  ستراتیژیک  څیړنې  مرکزمسول

سرمحقق عبدالله جان  بختیانی   خدمتګار  زمونږ د هیـواد  او د سیمې مشهور نومیالی   عالم ، لیکوال ، تکړه څیړونکی،  منلی  شاعر  او ټولنیز  شخصیت  زمونږ د وطن د علم او فرهنګ ستر ستوری  دی۰

ددغه عالم شخصیت په هکله د هغه دوست او دژوند ملګری دکتور مولوی  محمد سعید  « سعید افغانی »  په کال ۱۳۲۵ کښې داسی لیکلی :  

د مینې په جواری  کښې بختیانی  نه یې  زړه  وړیهستی یې ترینه ځارکړه دې دویښ ځلموپه لار کې

ګرانو  لوستونکو!  

ښاغلی عبد الله خدمتګار زما دمرحوم  پلار دکتور سعید افغانی نږدې  دوست  اوملګری  وو. هغه په کال  ۲۰۰۷ میلادی کې د جرمنی دکولن ښار  ته د یو فرهنګی سفرپه ترڅ کې ددی فرصت مساعد شو چی دهغه سره وگورم او په ضمن کی  دهغه څخه مې اجازه واخیسته چې دهغوی د ژوندلیک په هکله دا لیکنه ستاسو حضورته نشر ته  وسپارم .

ښاغلی استاد بختیانی  صاحب  ما ته دعا راګړه او دادی دغه کار او لیکنه   د حق  د لارې  د کلتوری  مرکز  او  د افغان  ستراتیژیک  څیړنود  مرکز د فرهنګی کارونو به چوکاټ کې د جناب عبدالله خدمتګار بختیانی دژوند لیک ترسرلیک لاندې ترتیب او خپره شوه۰ 

فاضل استاد عبدالله بختیانی خدمتګار ددغه  رسالې   په پوښ باندې، په خپل  خط  او  قلم  داسې  ولیکل :  د  محفل یاران  چې  ټول وی  او زه  نه یم

       د کاغذ تصویر ته  ګورۍ   او ما  یاد کړۍ

خدمتګار

د اکتوبر میاشت ،  د ۲۰۰۷ میلادی – کال

جرمنی  ــ  کولن

د پرفیسور عبدالله خدمتګار ژوندلیک

سر محقق عبدالله جان  بختانی  خدمتګار  زمونږ د هیـواد د او سیمی مشهور نومیالی عالم ، لیکوال ، تکړه څیړونکی  ،  منلی  شاعر  او اجتماعې  شخصیت  دۍ  چه د ویښ زلمیانو د حرکت سره سم چه په کال « ۱۳۲۵ هجری شمسی د دلو په ۲۵ مه  »  په ننګرهار کښی  جوړه  شوه ، تر اوسه   پوری د  سولې ، تــرقې ،  ورورې  او برابرې  لپـاره اخلاصمندانه  مبارزه  کوی  .

 استاد  بختانی خدمتګار صاحب  د ملا آقا جان طبیب زوی دی، د ۱۳۴۳  هجری قمری  د لوی  اختر د میاشتې په نهمه « عرفه »  د  ۱۳۰۴ هجری شمسی  کال د سرطان په لسمه د چهار شنبې د ورڅې د څاښت په مهال  د ننګرهار ولایت د سره  رود  په چهار باغ صفا کښې زیږیدلی  او نژدې تر شل  کلنی پورۍ هلته او سیدلی دۍ، ددی مودې په ترڅ کښې یې پلار هلته طبابت کاوه . موریې د چهار باغ صفا او پلاریې د سره رود د بختان کلی دۍ.  اوس د کابل ښار د خیرخانی په دریمه برخه کښې اوسی  .

استاد بختانی خدمتګار صاحب  خپلې لومړنۍ  زده کړې په خپل کور کې  له خپل  مور او  پلار نه  پیل کړی او بیا د نورو استادانو څخه یې  پر  مخ بیولۍ دې .

عربی دینی علوم، فقه، تجوید، تفسیر، حدیث، اصول فقه، اصول حدیث، عقاید، میراث، صرف و نحو، بدیع، بیان، معانی، حکمت او منطق یې د ننګرهار او کابل په اولسی خصوصی  مدرسو کښی ، د کابل عربی دارالعلوم د نصاب په معیار لوستی دی او د  « مولوی » درجې ته رسیدلى دى.

فارسی او عربی ادبیات، پخوانى طب او د ریاضی درسونه یې  د  هغه وخت د اولسی مدرسو په معیار سرته رسولی دی.

تاریخ، جغرافیه، فزیک، کیمیا او بیالوژی یې  « د بکلوریا په معیار »  په شخصی توګه مطالعه کړی ده . په فلسفه، ټولنپوهنه، سیاست او سیکالوژئ کښې یې  پراخه مطالعه کړې ده .

د دینی علومو، ادبیاتو، طب او ریاضی په برخه کې یې له نامتو او پیژندل شویو استادانو نه زده کړې ترلاسه کړی چې د ځینو نومونه یې داسې دی:
 خپل مور او پلار، د سره رود د قلعه نو حاجی ملا مدد، د چهار باغ صفا د حضرت صاحب د جامع جومات خطیب ملا محمد حفیظ، د حضرت صاحب د  جومات د حافظانو د مدرسې مشر استاد حافظ ملک، د جناب نقیب صاحب طبیب د علی خیلو ملا عبدالغنی ، د سره رود د شمسه پور مولوی عبدالله جان، د خوگیاڼو د نکړخیلو د جامع  جومات  خطیب مولوی میر عبدالواحد، لوګرى ملا عبدالودود معلم، د قاسم یکه میرانو مولوی امین ګل،  د لغمان  د تیګړو د پشه ای کلی اوسیدونکى مولوی عبدالرحیم،  د لغمان مولوی  فیض الله ،  د جناب نقیب صاحب خلیفه او د هغه د زامنو استاد مولوی محمد سعید سرروضه وال او ځینې نور.

انګریزی ژبه یې تر څلورم ریډره پورې، د پغمان له ښاغلی محمد عمر قریشی معلم سره لوستې ده.
په پښتو ژبه کې څوک استاد نه لری او خپله د خپل ځان ښوونکى دى.  په پښتو شعر او ادب کې یې لارښود  استادان ، استاد  ګل پاچا الفت ، استاد قیام الدین  خادم ، استاد  صدیق الله رښتین  او استاد عبدالروف بینوا دى .

استاد بختانې  صاحب  په روسی  ژبه  پوره بلدیت  لری . له ۱۹۶۳ – ۱۹۶۴  میلادی  کال  پورې  د  مسکو ښار د لومونوسوف په دولتی پوهنتون کې د روسی ژبی او ادبیاتو زده کړه تر لاسه کړې ، او د ژبې د تدریس او درسی موادو د تیارولو د میتود په برخه کې یې  ډیپلوم اخیستی  دى . د ترجمې  د میتود کورس یې هم هماغلته په بریالیتوب پاى ته رسولى دى

نوموړی د خپل ژوندانه  زیاته برخه د هیواد  په علمی،  تعلیمی، څیړنیزو، ادبی ، ژورنالیستی او ملی خدمتونو کې تیره کړې ده، په دې لړ کې ٢٣ کاله  په پښتو ټولنه  او ١۴ کاله د علومو اکاډمۍ  کې په علمی څیړنیزو فعالیتونو بوخت پاتې شوى دى.

 استاد بختانې  خدمتګار  صاحب  د ١٣٢۵  هجری شمسی  کال د وری  په لسمه  د دولت  د ماموریت لړۍ د ننګرهار ولایت د پوهنې مدیریت د ١١ مې رتبې مامور په  توګه  پیل کړى ،  په ١٣٢۶ هجری شمسی  کال د ننګرهار  د مطبوعاتو  په  مدیریت کې  د ننګرهار ولایت  د مرکز  د مامورینو د  پښتو کورسونو د استاد په حیث مقرر شو، دغه کورسونه رسماً د پښتو ټولنې پورى مربوط  وو .
د ١٣٣١ هجری شمسی  کال د زمری په میاشت کې د زېری جریدې  مسئول  مدیر  او د پښتو  ټولنى  مسلکی غړى شو.

هغه د ١٣٣۴ کال نه تر ١٣٣٩ هجری شمسی  کال پورې په  ترتیب  سره  د ننګرهار  د مطبوعاتو د مدیریت مرستیال او د پښتو  کورسونو آمر ؤ ، چې  پښتو ټولنى   پورې مربوط ؤ ،  د ننګرهار مجلې  مسئول مدیر، د مطبوعاتو د مستقل ریاست د نشراتو د ریاست مسلکی غړى، د ننګرهار د مطبوعاتو لوى مدیر او د ننګرهار ورځپاڼې مسئول چلوونکى او بیا دوهم ځل د ننګرهار مجلې مسؤول مدیر په توگه یې دندې تر سره کړی دی.

 په ١٣٣٩ هجری شمسی  کال کې د پښتو ټولنې مسلکی غړى شو. د دغې ټولنې د ادبیاتو لوى مدیر او بیا د رئیس مرستیال شو او په ١٣۵۴ هجری شمسی   کال کې یې د څیړندوى علمی درجه تر لاسه کړه. وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د هیواد ورځپاڼى  مسئول مدیر، د پښتو د  پراختیا او پرمختیا د ادارې آمر ، د خلکو د فرهنګ  ( فولکلور ) د ادارې آمر ، د پکتیا د  مجلې  مسؤل  مدیر، د هیواد د ورځپاڼى رئیس او سر محرر په توګه وظیفې تر سره کړی دی.

 په ١٣۶۴ هجری شمسی  کال کې د افغانستان د علومو اکاډمی علمی غړى شو ، دوه کاله  د علومو اکاډمۍ د غړیتوب سره د افغانستان د لیکوالو د ټولنې د ریاست مرستیال او لومړى  منشی  ؤ .
 بیا د علومو اکاډمۍ د علمی غړی په توګه پاتې شوى دى . په ١٣٧٣ هجری شمسی کال کې متقاعد شوى. بختانی خدمتګار صاحب  د پورته یادو شویو دندو تر څنګ وخت  په وخت  په ښونځیو او  کورسونو کې د پښتو، دری او عربی ژبو تدریس هم کړى او د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځی د پښتو ادبیاتو د تاریخ د استاد په حیث خدمت کړى دى.

په ١٣٨٢ هجری شمسی  کال کې یو څه موده د افغان یووالی د اونیزې مسؤل مدیر و،  او په هماغه کال د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې تقاعد یې ترفع او د ١٣٨۵ هجری شمسی  کال د وږی میاشتې تر پیله پورې یې د دې اکاډمۍ د مشر علمی غړی په توګه خپلو علمی  وظایفو ته دوام  ورکړى او بیا تقاعد ورکړى شوى دى. د استاد وروستۍ دولتی رتبه مافوق ده.

استاد  بختانی صاحب  په ١٣۵۵ هجری شمسی  کال کې  د پښتو ټولنې لخوا  د څیړندوى  لوړه علمی درجه تر لاسه کړې،  وروسته د علومو اکاډمئ  لخوا دغه علمی  درجه  د سر محقق  په علمی  درجه واوښتله او په همدې درجه ومنل شو، چې دغه درجه د پوهنتون  د پوهاند  یا  « پروفیسر »  د درجې سره معادله  ده.

د استاد دزبږدو اتیا یمه  کلیزه د افغانستان  د علومو اکاډمې ، لخوا په یوه  درنه علمی  غونده  کښی نمانځل کیدله ، د افغانستان د علومو اکاډمی لوی ریس پخپله پرانبستو نکی و ینا کښی  وعده  ورکړه چه نوموړی استاد ته  د «  اکاډمیسن  »  د علمی درجې  دورکولو  په باب لوړ  و مقاماتو ته  وړاندیز کوې  . د غونډی د برخه والو له خوا ددی وعدی  هرکلی په  چکچکو او لولو سره  وشو ، مګر په عملی او رسمی توګه لایی  درک  معلوم  نه  دۍ . چه   د حق  د لاری  د کلتوری  مرکز  او  د افغان  ستراتیژیک  څیړنې  مرکز هیله  لری  چه   د استاد  بختانی  خدمتګار  صاحب  ؛   دا  علمی  درجه    «  اکاډمیسن  » په هکله ،  لوړ مقامات  جدی  توجه  وکړی .

استاد بختانی صاحب ؛ د هیواد او سیمی مشهور دانشمند ، د ژبو ، ادبیاتو او تاریخ تکړه څیړندوی ، منلی شاعر ، ماهر ژونالیست او فرهنګی ټولنیز ملی شخصیت دی .

هغه په پښتو او دری ژبو نظم او نثر لیکی او څیړنې کوی .  له عربی  او روسی  ژبو څخه یې  علمی څیړنیزې او ادبی ترجمعی کړی دی .  د سلو په شا و خوا کښی علمی او ادبی آثار تالیفات او تر جمې لری او تر زرو زیاتې  ټولنیزی او سیاسی مقالې  او مرکې یې  د هیواد او بهرنیو هیوادنو  په  رسنیو کښې خپرې شوی دی .

استاد بختانی صاحب د هیواد او بهر په ډیروعلمی ، ادبی څیړنیزو غونډو، سیمینارونو، سمپوزیمونو او کنفرانسونو کښی فعاله برخه اخستی ده . او په دی لړ کښې یی  پخوانۍ شوروی اتحاد ، پاکستان ، هنوستان ، عراق ، المان ،چکوسلواکیا او پولیند  ته علمی فرهنګی سفرونه  کړې دی .

استاد بختانی صاحب  په ۱۳۸۵ هجری شمسی « ۱۴۲۷ »  هجری قمری کال ،  عربستان  ته  د حج فریضی د ادا کولو لپاره ولاړ . اوس یو نوی  کلن دۍ ، په سپینه ژیره  په ډیر شوق ا و ذوق  مطالعه  کوی ،  قلم چلوی ، دعلم او ادب په خدمت بوخت  دی .
 درس  ورکوی د علومو د اکاډمۍ  د یو شمیر غړو د علمی پروژو لارښودنه  کوی او په ژبنیو ، ادبی ، ټولنیزو او سیاسی چارو کښی ځانله مستقل فکر او دریځ لرې .  هغه  ته د الله پاک له  دباره روغتیا  او با ثمره اوږد  ژوند  غواړو او  د چاپ  په اعتبار ، په کرونولو ژیکه بڼه د هغه د تالیفاتو نومبنود وړاندې  کوو:

د سر محقق بختانی خدمتګار یو لړ آثار « کتابونه او رسالې »

     ــ په اسلام کښې د ښځو حقوق – د مصرد (المنار) د جریدې د مدیر، رشید رضا، د (الوحى المحمدی) له کتاب څڅه ترجمه  د ١٣٢٧ هـ ش چاپ 

      ــ مصایب الدخان (د تمباکو زیانونه) د مصر د (الازهر)

ــ د استاد سید محمد عبدالغفار الهاشمی الافغانى د عربی کتاب ژباړه – د ١٣٣٢ هـ ش چاپ . دوهم ایډیشن له زیاتونو سره بیا ترجمه  د ١٣۴٨ هـ ش چاپ   

     ــ اراده – (روحیات) – د پروفیسر غلام حسن مجددى له دری لیکنې نه ژباړل شوی او د آریانا دایره المعارف د یو شمیر نورو لیکنو ژباړه – د ١٣٣٢ هـ ش چاپ

     ــ شعر او ادب  د پښتو د معاصر شعر او ادب تیوریکی څیړنه ټولونه ، سریزه او اهتمام د ١٣٣٣ هـ ش چاپ

    د زړۀ راز  د شعرونو لومړئ مجموعه  د ١٣٣۵ هـ ش چاپ ــ

   . پښتانه د علامه اقبال په نظر کښې  ١٣٣۵ هـ ش

     ــ میرزا عبدالرحیم رحیمى ( احوال و اشعار ) بزبان درى  ١٣٣۵ هـ ش . چاپ دوم با افزونى ها   ١٣٨٠ هـ ش

    پښتنی خویونه _ ادبی ټولنپو هنیزه څیړنه  ١٣٣۵ هـ شــ

     ــ د ملنگ جان خوږې نغمې  ټولونه ، سمون ، سریزه او ترتیب   ١٣٣۵ هـ ش . دوهم چاپ له زیاتونو سره  ١٣۴٨ هـ ش

ــ خوږې ترخې  د ادبی او انتقادی نثرونو مجموعه   د ١٣٣۶ هـ ش چاپ 

    ــ سیدو ملنگ   موزیکال اصلاحی ډرام په څلور وپردو کښې  په ننگرهار نندارې کښې ښودنه : ١٣٣٨ هـ ش  په کابل کښې چاپ ١٣۴١ هـ ش

    ــ علمی آزمېښتونه په ساده وسایلو  ساینسى درسی مرستیال – د موریس پارکر لیکنه – د استاد غلام علی آیین له دری ترجمې نه پښتو شوی – ١٣۴١ هـ ش 

    ــ راز   د شعرونو دوهمه مجموعه   ١٣۴٢ هـ 

  ــ پښتو کلی څلورم ټوک   درسی   ١٣۴۵ هـ ش                          

    ــ شرنگ   د شعرونو درېیمه مجموعه   ١٣۴۶ هـ ش

    ــ معاصر ادیبان   تذکره   ١٣۴٧ هـ ش

    ــ توربریښ   د پښتنو ملی تاریخی شفاهی سندرې   ټولونه ، ترتیب او سریزه   ١٣۴٧ هـ ش   دوهم چاپ   ١٣٨٧ هـ ش 

    ــ پښتو لنډې کیسې   د لنډو د استانونو مجموعه  ١٣۴٧ هـ 

    د خوشحال خان خټک ربا عیات دا کادمیک متن جوړونه   له ملگرو سره  ١٣۴٩ هـ شــ

  ــ د پښتو ټولنې رئیسان او غړی ( تذکره )   ١٣۴۶ هـ ش

    ــ ابربهارى   د دری شعرونو مجموعه  ١٣۵١ هـ ش

    ــ مرغلرې   د ادبی نثرونو مجموعه  ١٣۵١ هـ ش

    ــ د پښتوپت   د لنډو د استانونو مجموعه   ١٣۵٢ هـ ش  

  ــ دیونس خیبری دیوان _ نقل ، سمون ، سریزه ، اکادمیک متن او اهتمام   ١٣۵۶  هـ ش

  . ــ دپادری هیوز کلید افغانى   سریزه ، تعلیقات او لغتنامه  ١٣۵۶  هـ ش

  ــ پښتانه شعرا ء څلورم ټوک  تذکره   ١٣۵٧ هـ ش

  ــ د افغانستان سفر له روسی نظم څخه پښتو منظومه ترجمه   ١٣۵٧ هـ ش  

    ــ پښتو چاپی آثار   ټولونه ، اوډنه او سریزه  ١٣۵٧هـ ش  

  . ــ د گلوکر  د شعرونو پنځمه مجموعه   ١٣۵٩ هـ ش

    ــ څورب او خوار  له روسی څخه د انتون چیخوف د داستانونو ترجمه   ١٣۵٩ هـ ش

    ــ د زړه آواز  د شعرونو انتخابی مجموعه ١٣۶٣ هـ ش  

    ــ شفق  د شعرونو مجموعه   ١٣۶٣هـ ش

  ــ تذکره الشعرا ء   تدوین ، سریزه او حواشی  ١٣۶٣ هـ ش

    ــ د باچا خان لیکونه لومړى ټوک   ټولونه ، اوډنه ، سریزه او حواشی   ١٣۶٣ هـ ش 

  ــ زمونږ وطن د جرگو وطن  تاریخی   ١٣۶۴هـ ش

    ــ د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان   تذکره   ١٣۶۶ هـ ش

    ــ د بابا مشالونه   د باچا خان وجیزې  انتخاب ، ټولونه او سریزه ١٣۶۶ هـ ش

    ــ د اخلاص هدیه   د خان عبدالغفار خان په باره کښې شعرونه   ټولونه ، اوډنه او سریزه   ١٣۶۶ هـ ش

     ــ د سولې او تفاهم د لیارې مبلغ  دوکتور سعید افغانى، د دوهم تلین په ویاړ. تذکره  ١٣۶۶هـ ش

    ــ پښتانه شعرا ء پنځم ټوک   تذکره   ١٣۶٧ هـ ش

    ــ سوله او سلام د اسلام په رڼا کښې   دینی څیړنه   ١٣۶٧هـ ش

    ــ د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه   ټولونه ، اوډنه او سریزه   ١٣۶٨ هـ ش

  ــ د پاکستان اسلامی ماهیت . .   تاریخی  ١٣۶٨هـ ش

    ــ د ملی ادب اوژور نالیزم خادم  د استاد قیام الدین خادم تذکره   ١٣۶٨ هـ ش   دوهم چاپ   ١٣٨۶ هـ ش   درېیم چاپ   ١٣٨٧ هـ ش

    ــ فراقنامه  منظومه  ١٣٧٨هـ ش

    ــ زما استاد الفت   تذکره او ادب څیړنه   ١٣٨٠هـ  

ــ خوشحال خان او یو څوفرهنگیالی خټک  تذکره او ادب څیړنه  ١٣٨٠ هـ ش

ــ گلنامه بولـله   ١٣٨١هـ ش

د ملی ادب او ژور نالیزم یو هیر شوى خدمتگار شمس الدین قلعټکى  تذکره  ١٣٨١هـ ش
  ــ ترنم دل ــ مجموعۀ اشعار درى  ١٣٨١هـ ش

  ــ ویرنې  د شعرونو مجموعه  ١٣٨١هـ ش

  ــ خدمتگار د فقیر خېل په کتب خانه کښې  خاطرې او څیړنى  ١٣٨٢ هـ ش

  ــ د قرآن شریف ځینې خطی نسخې  تجویدونه ، تفسیرونه ، مفسران او مدرسى  ١٣٨٣هـ ش

ــ د بیاض دیوان نقل سمون حاشیې او سریزه ( اکاډمیک متن) ١٣٨٣ هـ ش

  ــ زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې  تذکره او خاطرې ١٣٨٣ هـ ش

  ــ د باچا خان لیکونه  ټولونه ، اوډنه ، سریزه او حواشی ١٣٨۴ هـ ش  د لومړی  او  دوهم  ټوک یو ځاى دوهم چاپ  ١٣٨٧ هـ ش

  ــ بشربت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم میلادىاجتماعى سیاسى ١٣٨۴ هـ ش

  ــ پښتو پالنه او ژب څیړنه  ١٣٨۴ هـ ش

ــ حماسه ویونکى مبارز شاعر اجمل خټک ایډیټ ، سریزه او اهتمام ١٣٨۴هـ ش

  ــ د سید جمال الدین افغان د ژوندانه هدف  ١٣٨۵ هـ ش

   ــ د هیلې د هیلئ سپین وزر  بدیعی ترجمې  ١٣٨۶هـ ش

  ــ ددین ستورى مولانا نجم الدین دهډی اخوانزاده  ١٣٨۶هـ ش

ــ ستارۀ دین مولانانجم الدین اخونزاده هده ترجمۀ محترم فضل الرحمن فاضل  ١٣٨٧ هـ ش

   ــ د سپین غره په لمنو کښې  سیاسی ، ټولنیزې لیکنې ١٣٨۶ هـ ش

ــ شجرۀ پیر پټان  مرتب : غلام حبیب نوابى  تصحیح ، تنقیح ، ایډیټ ، مقدمه و اهتمام ١٣٨۶ هـ ش

  ــ د گلکڅونو په ارمان د څلوریزو مجموعه  ١٣٨٧هـ ش

  ــ پیر افغانان د حکیم الله تصور لیکنهایډیت ، سریزه او چاپڅارنه ١٣٨٧

  ــ بازتاب رویداد هاى تاریخى در سروده هاى اولسى پشتو   ١٣٨٧هـ ش

  ــ دوه ادبی لیکونه  ١٣٨٧ هـ ش

ــ د کوشانى دورې ځینې یادگارونه  تاریخی ، لرغون پوهنه  ١٣٨٧ هـ ش

  ــ د حج سفر کیسې او خاطرې  ١٣٨٧ هـ ش

  ــ فخر افغان او افغانستان   ١٣٨٧ هـ ش

  ــ ابن سینا ادیب طبیب  ١٣٨٨ هـ ش

   ــ د نارنج بهار تاریخی ، ادبی ، څیړنیز او طبی  ١٣٨٨ هـ ش

چاپ لاندې « ناچاپ »

      ــ تازه گلونه  د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابی مجموعه   انتخاب   ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام 

   ــ اقبال ، افغان او  افغانستان     

  ــ رسالۀ (تعاملات حقوقیه و جزائیه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک . استنساخ ، تصحیح ، تنقیح و پیشگفتار

     ــ یودوه گوتې کاغذ  ــ  د خدمتگار مکاتبې

  ــ د خدمتگار د اشعارو کلیات

ناچاپه آثار

   ــ د مرغلرو لټون   ادب څیړنه

     ــ دستور وانجمن  ادبی څیرې او څیړنې

     ــ د کتابو کتنه  بیبلیو گرافی

     ــ پښتانه شعرا، شپږم ټوک   تذکره

  ــ پښتانه شعرا ، اووم ټوک  تذکره

     ــ تذکره نویسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان

     ــ دیوان خلیفه قاسم قاسمی چهار باغى  نقل ، تنقیح ، مقدمه و 

  ــ در گسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى

     ــ د ملی شاعر ژوند او هنر  ــ  د ملنگ جان په باره کښې

    ــ رنگین غوندې عذاب  ــ  د اجمل خټک ژوند اوفن

    ــ د خدمتگار طبی لیکنې

    ــ د هیواد د بیا رغولو په هیله   ټولنیزې سیاسی لیکنې

    ــ د احمد گل شاعری

    ــ د ملک نعیم سندری

    ــ د بینا د وړو لوبې

    ــ د خاطراتو دفتر

    ــ افغانستان   د شعرونو مجموعه

    ــ تشد د او نفرت   څلوریزې

    ــ د زړه زخمونه   بوللـه

    ــ د میراث ضابطه   فقهی

     ــ ویښ زلمیان  « کار لاندې »

  ــ د شوروی اتحاد سفر

    ــ یوه هفته په اوزبکستان کښې

    ــ د چکوسلواکیا او پولیند سفر

  ــ د عراق سفر

  ــ د بن سفر

  ــ چکچکستان زنده باد ــ خاطرې

  ــ د خدمتگار د کتابخونې خطی او نادرې نسخې  بېبلیو گرافی د کار لاندې

الحاج امین الدین  سعیدی – سعید افغانی

 

۲ پاسخ به “د علم او پوهې ځلانده ستورنویم تلین”

  1. admin گفت:

    جناب محترم سرمحقق عبدالله جان بختیانی خدمتګار ، نودمین سالروز تولد تانرا بشما و خانواده محترم و دوستان از صمیم قلب تبریک میگویم. از استاد محترم جناب الحاج امین الدین سعیدی – سعید افغانی تشکر. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    دانشمند محترم مهدی بشیر از لطف وخدامات فرهنگی شما یک جهان تشکر – سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما