۲۴ ساعت

05 می
۲دیدگاه

ازمون

تاریخ نشر دوشنبه پنجم می ۲۰۱۴ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

ازمون

سمیع الدین افغانی

۵ / ۵ / ۲۰۱۴  م۰ کال

***

څه رنګینه شان موقه ده

   د تاریخ  حساس شیبه ده

سرنوشت په بله اوړی

د افغان د ژوند صفحه  ده

زما  ، ستا چې د لسیزو

د حالاتو نه ګیله ده

اوس راپاڅه لاس په کار شه

چې د مرګ او ژوند کیسه ده

 ښه یې وینو چې ډوبیږو

لا هم وینه مو  سړه ده

د افغان نسل ورکیږی

ترې نه  پا ته قافله ده

نن د وخت بدنام سالار بیا

د ولس په سره دعوه ده

سره یو شئ چې ورکیږو

د غلیم سره مو شپه ده

شهامت موږ ته پکار دی

چې ویرجنه سلسله ده

سرنوشت  خپله په لاس کړئ

د پردو نه  څه ګیله ده

که یو نه شو نو ورکیږو

پکار عزم اراده ده

اوس لا هم  زموږ د نیکونو

لوټه  شوی حماسه ده

پوه رهبر درول  عواړو

دا مو   عزم اراده ده

اتفاق نه هر څه جوړ شی

 د یووالی لار کره ده

افغانی په دې موقه کې

ورور ګلوۍ اصلی چاره ده

——–

سمیع الدین افغانی

 

 

۲ پاسخ به “ازمون”

  1. admin گفت:

    جناب افغانی عزیز ، بازهم سروده زیبا مانند همیشه عالی و با احساس است . موفق باشید. مهدی بشیر

  2. قیوم بشیر« هروی » گفت:

    ډیر ښکلی او په زړه پورې افغانی صیب ، جور اوسی.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما