۲۴ ساعت

06 ژانویه
۱ دیدگاه

ای قهرمان ملته

تاریخ نشر دوشنبه ۶ جنوری ۲۰۱۴  هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

ای قهرمان ملته

سمیع الدین افغانی

۵ – ١ – ٢٠١۴

م ۰ کال

****

د ملیتونو لوی افغان ټبره

ای د تاجک او نورستان ټبره 

د هزاره ازبک ترکمن پرګنو

میشت په زابل اوپه جوزجان ټبره 

نن ستاسو پوه متانت دی پکار

د قندهار غور سمنګان ټبره 

راځئ یو موټی یو قوت شو سره

ای په بادغیس میشت په لغمان ټبره 

په ننګرهارکه په زابل کې میشت دی

د پکتیاد خوست بدخشان ټبره 

ټول ای زموږ درانه خواره قومونه

ای د امو نه تر بولان ټبره

*********

څوبه په زړوکې ملامت کوومونږ

نور به ریښتنی بغاوت کوو مونږ 

دلته کې څه تیرشوی څه تیریږی

لدې غمیزو شکایت کوو مونږ 

دا د لسیزو ماتمونو لړۍ

ټولې نړۍ ته حکایت کوو مونږ 

نن زموږ هر کلی ماتم ژړوی

د واکدارانو ملامت کوو مونږ 

د یو پاڅون دځان خلاصون په خاطر

په لر او بردا  مصلحت کو مونږ 

داسې حالت نور د زغملو ندی

لا به تر څو خوب د غفلت کوو مونږ

*********

لږ شئ دخوبه را بیدار ولسه

ای مدبر اتل هوښیار ولسه 

په تااوس ظلم دی تیری چلیږی

ته په نړۍ کې وې نامدار ولسه 

سره یو موټی یو قوت که نشوئ

شئ به محتاج د هر اغیارولسه 

ته وې فاتح ته وې باتور د زمان

د تاریخونو افتخار ولسه 

نن دا پردی دا د لستونو ماران

ستا بربادۍ ته دی تیار ولسه 

همدا شیبه ده سرنوشت وټاکئ

نور نو غفلت ندی پکار ولسه

*********

پاڅه را ویښ شه ولسو ته ګوره

ته دپلرو جګو شملو ته ګوره 

ټول نن په ویر او په ماتم ژړیږی

ته لر او برو پښتنو ته ګوره 

دی کور او کلی مالتونه په غم

دا نور قومونه پرګنو ته ګوره 

اوس دې په قوم په ملیتو بیلوی

ته د غلیم مکراو پلمو ته ګوره

ستا د نیکودی کارنامی معلومې

د نجیب زړونو کارنامو ته ګوره

دغه د هیلو ارمانونو منصور

دا په وطن شهید بچو ته ګوره

*********

ددې بدیو انتقام پکار دی

دغو ناخوالو ته انجام پکار دی

څوبه د غم نارې سورې وی دلته

دلته بادرده پوه زمام پکار دی

نور په دوکو تشو وعدو څه نشی

پردی صفتو ته لږ پام پکار دی

چې مو نورخلاص لدې ظلمت کاندی

یوبا تدبیره انسجام پکار دی

نور به یو کیږو د بقا لپاره

پوهه ا خلاص رښتینی ګام پکار دی

افغانی هیلو ارمانو په خاطر

دغو نا خوالو ته فرجام پکار دی

———

سمیع الدین افغانی

 

یک پاسخ به “ای قهرمان ملته”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز و گرامی سمیع جان افغانی ،مثل همیشه سروده زیبا ، عالی و مملو از احساس است. زنده وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما