۲۴ ساعت

08 دسامبر
بدون دیدگاه

د کابل پوهنتون ناحیوی ګوندی کنفرانس

تاریخ نشر یکشنبه ۸ دسامبر ۲۰۱۳ هالند

د وطن د ترقۍ ملی ګوند

د کابل پوهنتون ناحیوی ګوندی کنفرانس جوړ شو

نورمحمد غفوری

کابل، ۱۳۹۲/۹/۱۶

د جمعې په ورځ د۱۳۹۲ لمریز هجری کال د لیندې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د کابل پوهنتون د ګوندی ناحیې کنفرانس جوړ شو. په دې کنفرانس کې ۲۹ نفره د کابل د ښاری شورا د کنفرانس له پاره د کابل پوهنتون د استازو په حیث وټاکل شول.

د ګوند په داخلی سازمانی ژوندانه او سیاسی فعالیت کې د دموکراتیکو نارمونو په نظر کې نیول او تطبیق د ملی ترقی وطن ګوند د ژوند او فعالیت اساسی بنسټ جوړوی. دا ډول دموکراتیک اصلونه لکه د ټولو رهبری ارګانونو له پاره د افرادو انتخابی والی، هر مقام ته د ګوندی غړو د ځان او یا بل کوم چا د کاندیدلو او د خپلې خوښې کاندید ته د رایې ورکولو او داسې نور حقونه او دندې د ګوند په اساسنامه کې تسجیل شوی او ګوندی رهبری په ټینګ عزم د هغو د پلی کولو اراده لری. د همداسې اصولو په رڼا کې او د اساسنامې د موادو له په نظر کې نیولو سره د ګوند اجرائیه شورا په ګوند کې د آزادو او دموکراتیکو انتخاباتو له پاره یو لارښود جوړ او تصویب او د تطبیق له پاره یې ولایتی شوراګانو ته وسپاره.

په نظر کې دی چې د لیندې د میاشتې په آخر کې د ملی ترقی وطن ګوند د اجرائیه شورا د طرزالعمل سره سم د ګوند کنګره جوړه شی. د کنګرې د جوړیدو په درشل کې په ټولو ګوندی سازمانونو کې د رهبری شورا ګانو او د کنګرې له پاره د معین نورم مطابق د استازو له پاره د ښکته څخه پورته د دموکراتیکو او آزادو انتخاباتو بهیر چې د لړم په میاشت کې پیل شوی او د قوس تر ۲۵ نیټې دوام موندلای شی، روان دی. د ګوندی غړو تر منځ د آزادو انتخاباتو پراخه لړۍ چې په ګوند کې د داخلی دموکراسۍ د پراختیا په مقصد په لاره اچول شوې ده، د کابل ښار د ځینو ناحیو په سازمانونو کې تر سره شوې او په ځینو نورو کې لا دوام لری.

د لیندې د میاشتې په ۱۶ نېټه د جمعې په ورځ د کابل پوهنتون د ناحیوی شورا کنفرانس چې ورپکې د کابل پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محلی شوراګانو استازو، استادانو او محصلینو ګډون درلود، جوړ شو. په دې کنفرانس کې چې د ناحیې د محلی شوراګانو له استازو سره د ګوند د اجرائیه شورا غړی او د شهری شورا مرستیال- پوهاند دوکتورنجیب الله امرخیل، پوهندوی دوکتورسیدمحمد ټینګار د ګوند اجرائیه شورا او د مرکزی تشکیلاتو کمیسیون غړی، پوهنیار نورمحمد غفوری د ګوند د اجرائیه شورا غړی او د تبلیغ او فرهنګ د مرکزی کمیسیون رئیس او دوکتور محمد آصف بکتاش د ګوند لومړی معاون هم ګډون درلود، جوړ شو. د کنفرانس په پیل کې ښاغلی پوهنمل دوکتور محمد اکبرسدید د کابل د پوهنتونو د شورا رئیس د نوموړې ناحیې د ګوندی سازمان د کار او فعالیت په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ. وروسته بیا د شهری شورا په استازیتوب محترم پوهاند امرخیل خبری وکړی او د دې کنفرانس د جوړیدو اړتیا او د هغو د کار میتود یې یوځل بیا حاضرینو ته توضیح کړ. د کنفرانس په لړ کې د آزادو انتخاباتو په واسطه ۲۹ کسه د کابل د شهری شورا کنفرانس ته د استازو په حیث انتخاب شول. کنفراانس د داکتر محمد آصف بکتاش په اختتامیه وینا پای ته ورسید.

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما