۲۴ ساعت

07 می
۳دیدگاه

ګران وطنه

تاریخ  نشر سه شنبه  ۷ می ۲۰۱۳ هالند

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

ګران وطنه

سمیع الدین افغانی

۶ – ۵ – ۲۰۱۳

م ٠ کال

 *** 

هره ولیشته به دې ساتوپه ایمان

ګران وطنه زموږخوږ افغانستان 

  دلته ټول پښتون ،تاجک که هزاره دی

د هرات دی د بادغیس که د لغمان 

هر قدم به دې د سرپه بیه ساتی

چې په لر او بر کې میشت دۍ ټول افغان 

دا باتوره ، با عزته  افغانان دی

کړی پوره به دوخوتونوخپل ارمان 

د تور مخو زوړ سیاست په ختمیدو دی

دوه مخۍ کې دوئ معلوم دی په جهان 

په کلو کلو یې وران زموږ وطن کړ

اوس اګاه پدې مطلب دی هرانسان 

نه په دین  نه په ایئن نه په صلاح دی

دوئ بد نوم لری تاریخ کې د جهان 

له دښمنه هیڅ امید د رحم نشته

رااوچت شئ ښه فرصت دی د زمان 

چې راټول سره یو لاس اویو قوت شو

بی له شکه به نابود شی غلیمان 

 شمله ورو لوړ همته افغانانو

بیا یې ور کړ لو تاریخ ته امتحان 

پرون بیا په جګو غرونو کارنامې وې

شول تباه زموږد خاوری دښمنان 

 ښه موقه ده دشملو اود ویاړنو

په یو والی د وطن شئ نګهبان 

افغانان دی  اوس حاضر مقابلې ته

شنډوی به دسایس په سپین میدان 

د نجیبوپاکو زړونوانتقام دی

دقاسم  شهید دزړه وه دا ارمان 

دا رښتیا ده تاریخونه پرې ګواه دی

چې پردیو دلته تل کړی تاوان 

اوس حالاتو افغانان سره یو کړی

شی رسوا به نور لستوڼی کې ماران 

چې راټول  په یوه عزم او تکل شو

بیابه جوړ کړو ګران وطن جنت نشان

———-

سمیع الدین افغانی

 

۳ پاسخ به “ګران وطنه”

  1. admin گفت:

    دوست گرامی جناب افغانی عزیز،مثل همیشه عالی و مملو از احساس است. زنده وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. شهلا ولیزاده گفت:

    دلانگیز! ممنون شما!

  3. az yadasht tan ba adras man yak jahan mamnon shoma peroz wa kamgar bashed
    sameuddin afghani

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما