۲۴ ساعت

۲۶ حمل
۶دیدگاه

سپینه سپوږمۍځلیږی

 تاریخ  نشردوشنبه  ۱۵ اپریل ۲۰۱۳ هالند 

سپینه سپوږمۍځلیږی

یعقوب منګل

۸ / ۴ / ۲۰۱۳

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

ستاپه سترګوکی٬زماسترګې د خوشحالۍ ځلیږی

زماپه سترګوکی٬خو هم ستاسترګې ګلالۍ ځلیږی

سورشال دپرسر٬ په توروسترګودکجل کړل پوری

په پوزه د چارګل٬ په  ټنډه د ببره  روپۍ ځلیږی 

ستا د حُسن او ښایــست  په ننــداره کی  مــدام

په تورو وریځوکی پټه٬ سپینه سپوږمۍ ځلیـږی

چه په سپــین مخ تــوری زلـفی راخــوری کړی

لکه  پر کعبه چه  توراطلس٬کوړۍ کوړۍ ځلیږی

چــا پــه  ګوتو  جــوړه  کــړی  یــی  جــانانــه

په  همځولو کی  معـلومه ٬ ښاپیــرۍ ځلیــږی 

هروخت چه په محفل کی دخوښۍ نه په خنداشی

د غـاټــول  په  منځ کی٬ تکه  سپینه  ګلۍځلیــږی

ستا زیږو  سترګوته  چه  ګورم  په هر  وخت کی

په  افغانی  غرور سمباله ٬ پیغله  پتیالۍ  ځلــیږی

یعقوب( منګل) درته دُعاکوی٬همیش دزړه له کومی

دعلم اوپوهی په ډګرکی٬ د تل لپاره بریالۍ ځلیږی

یعقوب منګل

 

۶ پاسخ به “سپینه سپوږمۍځلیږی”

  1. admin گفت:

    منگل عزیز ، مثل همیشه زیبا و عالیست . موفق باشید. مهدی بشیر

  2. نذیر احمد ظفر گفت:

    منگل صایب دیر عالی او ملیح دی دتاسو سلامتیا هیله کوم

  3. شهلا ولیزاده گفت:

    ارادت و مهر بتقدیم تان! خُرسندم دوباره از شما میخوانم………

  4. مهدی(بشیر)صاحب!جهان سپاس ازتشویق تان٬شمابرای همیشه خوش وخندان باشد.

  5. ظفرصاحب!ډیره مننه ستاسودعالی نظرڅخه٬تاسوته روغتیااوله خوشحالۍ څخه ډک ژوندغواړم.

  6. شهلاجان(ولیزاده)!سبدګلی بهاری خدمت تان تقدیم باد!ازلطف ومرحمت تان یک جهان ممنون٬زنده وسرفرازباشید.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما