۲۴ ساعت

02 اکتبر
بدون دیدگاه

«ډیورنډ لاین»، پاکستانی راکټونه

  دنشر نیټه سه شنبه ۲ اکتوبر ۲۰۱۲ هالند

دوکتور صلاح الدین سعیدی –  سعید افغانی

۲ / ۱۰ / ۲۰۱۲

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

«ډیورنډ لاین»، پاکستانی راکټونه او د جهانی لیکنه

*************** 

په اجتماعی مسایلو او پدیدو کې  ډیر عوامل تأثیر لری خو زمونږ د وطن او خلکو دتراژیدی په برخه کې  د پاکستان پټه  او مخامخ دښمنی داده نوی پړاونه  او لوړو مراحلو ته رسیږی.

داسی ښکاری چې د پاکستان د جنرالانو په خاص ډول روستی ۴۰ کلن مجاهدت مطلوب  پایلې او نتایج ورکوی او د افغانستان دخلکو او هیواد په مقابل کې پاکستانی جنرالان په  خپلو دسایسو او فتنو کې قدم په قدم په ډیر قوت، مؤثر کار کوی او خپل شوم دښمنانه اهداف ترلاسه کوی.

دنور عواملو سره سره  دادی د افغانستان دتجزیی برنامې، فدرالی او خراسانی ځواکونه قوت نیسی او په داخل کې حاکم حلقات او ځواکونه افغانستان کې د فورمال سیاسی قدرت ته درسیدو په لار کې او یا سیاسی قدرت کې د پاتې کیدو په لار کې بهرنیو او په خاص ډول د پاکستانی جنرالانو ته دخدمت په لار کې سره مسابقې کوی اود پردیو دناروا ګټو او مقاصدو او دهغوی د راضی ساتلو په سر هڅې جاری دی.

یو څه نور ناخلفه، غیرمشروع او مجهول الهویه عناصر، چې په اغلب ګمان پښتو او دری یې هم دبهرنیو په استخباراتی کورسونو کې زده کړی او په میډیا کې هڅه کوی ایرانی فارسی او اردو خچ او اکسنټ یې له خولې و نه وځی ،  منحط قومی ، سمتی امراض، تربنګۍ او فنتې  عاموی او په فرهنګی برخو کې د هیواد افتخارات او عزت ته په ډیر قوت او پراخه حوصله کارکوی او د سپکاوی په لار کې  په پوره قوت، سخت مصروف دی.  دوی محسوسی لاسته راوړنې لری او حتی په ډیر سـپن سترګۍ د وطن تجزیه او د تیرو مظالمو پربرسیره کولو نورو بې عدالتیو ته لمن وهی او یو شمیر بې تجربې او معذور انسانان هم ددوی د ښکار پوره پوره قربانیان دی او عینی شواهد او براهین ښکاره کوی چې  کار په دې برخه کې د منظمو بودیجو او مالی امکاناتو په لرولو سره په قوت صورت مومی.

یو وظیفه لری چې زمونږ تاریخی او فرهنګی افتخارات توهین کړی، هغه کلتوریاو فرهنګی آثار او کتابونه له عامه ځایو راټول او محوه کړی چې افغانی هویت لری او پرځای په ښه قطع او صحافت خپل نشرات ځای پر ځای کړی،   

بل وظیفه لری سمتی او ژبه نیز فتنې را وپاروی، د افغانستان دتجزې په لار کې  د تکتیکی او ستراتیژیکی کړنلارو په عملی کولو بوخت دی اول یې فدرالی کول غواړی او بیا یې تجزیه او په نورو پړاوو کې دقومی تصفیو د بهیر په عملی کولو د پاکستان او هند د تقسیم دوخت به شان سترو انسانی تراژیدیو ته لمن وهل کیږی او زمینه سازی کیږی.

بل وظیفه لری ملی عناصرو ته دسیسې جوړولو، سپکاوی واړوی او حتې ترور کړی،

هغه  بل بیا د بهرنیو استخباراتی کړیو په مرسته  د ملی او وطنپالو عناصر په هکله داسې راپورونه او اسناد تهیه کوی چې داملی عناصرپرې وټکوی. دمثال په ډول دملی او وطنپالو عناصر داظهاراتو او میدیایی لیکنو او نوشتو هغه برخې د نړی دیموکراتیکو !؟ هیوادو استخباراتو ته په لاس ورکوی چې هغه په یوډول انحرافی تعبیر او برداشت ورڅخه کیدای شی. په دې توګه دا افغان دښمنه عناصر حتی بهرنی استخباراتی کړیو ته هم په پوره مهارت فریب ورکوی.

د افغانانو هویت دانګلیس په رسمی مراجعو او کمپیوترو کې «افغانستانی» کوی ، د افغانستان د اتو پادشاهیو!؟ دتقسیم دانګلیس دخارجه چارو له وزارته رسول کیږی،  دامریکې او انګیس بعضی پارلمانیان ددې برنامې او دافغانستان دویش سره موافقه کوی، دا پلان انګلیسی مقامات  د پاکستان او بعضی امریکایی مقامات ته هم دتوافق لپاره لکه د (سی) پلان او «دمشکل نه دبیرون رفت» پلان په توګه مطرح کوی، په ناستو او مفاهمو کې لکه چې د افغانستان داسلامی دولت د کنړونو والی  او یوشمیر افغانی پوځیان مطرح کوی، بهرنی پوځی مقامات د افغانستان په پرتله پاکستانی مراجعو او دهغوی خبرو ته ډیر اهمیت ورکوی او د افغانی لوری اظهاراتو او نظر ته له سره پام نه کیږی. په زرهاو افغانان په خپل وطن او په بهر کې د جرم او تخلف دپوهیدو نه پرته د پردو په جیلو کې پراته او په دوامداره توګه په پته او روښانه توګه اعدامیږی او غرقیږی او څوک نه شته دهغوی خبر واخلی او قانونی مرسته ورسره وکړی.

په افغانستان کې حاکم نظام نور اولویتونه لری او داسې ښکاری چې په قدرت کې دبقا لپاره هرې معاملې ته حاضر وی.

د افغانستان د خلکو د تراژیدی لړۍ جریان لری او داتراژیدی دافغانستان دخلکو او سولې په ضرر ده.

د ملی او سیاسی وطنپالو څیرو تورول او حتی فزیکی له منځه وړل او شهادت خو د پاکستانی ځواکونو د وطن د ملی شاعر مرحوم ملنګ جان له وخته تراوسه نه هیرودونکی حقایق او دجدی پام وړ ډیر ترخه او غم لړلی داستانونه او تراژیدی دی.

دښاغلی حامد کرزی په حاکمیت کې د پردو او دهغه په جمله کې د پاکستان د استخبارتی کړیو پرونی او ننی معاش خواره او جیره خواره خو د تمامو شواهدو پراساس له حده زیاد دی.

عملی او واقع شوی مثالونه یې دومره زیاد دی چې کتابونه پرې ډکیدای شی. داسې د پردو داهدافو خادم او دپردو د برنامو په عملی کولو کې ښکیل عناصر او هغوی وفادار دخپلو نایزه ګټو دساتلو لپاره د هیڅ کار نه دریغ نه کوی.

په داسې حال کې چې پاکستانی نظامیان په افغانستان او دهغه په خلکو تجارت وکړ نو ولې یو شمیر جهادی او سیاسی شخصیتونه په مختلفو مناسبتو وایی چې ګویا پاکستان زمونږ سره دجهاد په وخت کې خپله ډوډې نیمه کړه او میلمه پالنه یې وکړه. درحالې چې د اوسنی پاکستان د خلکو او حاکمیت ترمنځ غټ توفیر دې. پاکستانی جنرالانو تل خپل منافع سنجولی او دهغو په نتیجه کې ملت او خلکو  قربانی ورکړئ.

سوال داسې مطرح دې چې پاکستانی ځواکونه او استخباراتی کړۍ دا دښمنانه ، دوه مخې سیاسیت د افغانستان په برخه کې ولې کوی؟ هغه سیاسیت چې دهغه په نتیجه او پایله کې دنړۍ او سیمې سوله په خطر کې او دهغه قربانیان نړیواله ټوله ، داوسنی پاکستان خلک او ټولو نه دمخه افغانان دی؟  

ځواب ښکاره دی. دوخت استعماری قوت په  ۱۹۴۷ م کال کله چې د هند دآزادیدو په موخه هند تقیسماوه نو دهند پرځای یې د افغانستان بوغـټه برخه چې تقریباً ۱۲۴۸۵۰ کیلو متر مربع کیږی د موجوده خلکو سره چې په تاریخی لحاظ او دهغه وخت دبرحال حالت دواقعیت په اساس دافغانستان جزء وه پاکستان ته ورکړه او دپاکستان په نامه یې هیواد د معینو اهدافو لپاره منځ ته راوست.

حتی د هند لپاره د انګلیس دبهرنیو چارو وزیر  سر مارتیمر ډیورنډ د ډیورند د تصوری او خیالی کرښې شرقی خوا د برتانوی هند جزء نه بلله او د برتانوی هند په اداری سیستم کې پیښاور او د دیره جاتو بعضې مناطق شامل وه. نو دهند د تقسیم په وقت کې حتې کیدای شو د هند د تقسیم مسأله مطرح وی نه د افغانستان.

دده سره سره هغه وخت دانګلیس او امیر عبدالرحمن خان دتوافق؟! په اساس فیصله داوه که انګلیس د «ډیورنډ لاین» د خیالی کرښې په شرقی خوا کې پوځی عملیات کوی نو انګلیسی لوری ته به خبر ورکوی او که انګلیس مقامات په دې سیمو کې  پوځی عملیات کوی نو افغانی لوری ته به خبر ورکوی (عبدالحمید مبارز – د افغانستان خارجی سیاست له …….. دچاپ کال ۲۰۱۲).

دوخت داستعماری متداوله قراردادو نیټه د نړیوالو قواعدو او رسومو سره سم  ۹۹ کاله ده او ددې تفاهمنامی او یا قرار داد هم  ډیرې خواوې او نقشه مجهوله  او غیر تعریف شوې ده. دعدم صراحت سره سره د انګلیسی ځواکونو فزیکی حضور په او تهدید،   د امیر عبدالرحمن خان په مقابل کې دقیامونو د تهدید، د امیر عبدالرحمن خان د لسو کلو نه زیاد تبعید او د امیر شیرعلی خان او امیر دوست محمد خان د سرنوشت په لیدو اوبلاخره په  لیرې پاتو مناطقو کې د تحریکاتو په اثر د معینو تحریکاتو د موجودیت، د سرتیمار دیورنډ د صریح التماتوم، چې یا به دا د انګلیس لخوا دمخه په انګلیسی ژبه جوړ شوی سند باندې امضاء کوی اویا جنګ،  او د ډیورنډ  دخپلو یادداشتو په اساس چې ددې خط  شرقی خوا د هند برتانوی او انګلیسی قلمرو نه ګڼی او هلته امیر او انګلیس دواړه دپوځی عملیاتو صلاحیت لری، او لکه څنګه چې د نامه نه روښانه ده ، نه افغانانو دا خط د امیر او ډیورنډ خط بللی او  د ډیورند لاین په نامه پیژنې او  دافغانستان په تاریخ کې دپرله پسې ضد ډیورند لاین قیامونه او بلاخره د افغانستان داومې شورا ددې او ټولو  څلورو تفامنامو  د « ډیورنډلاین » دتفاهمنامی او یا قرار داد دفسخې فیصله چې سره راوخلو نو  په داسې حالت کې پاکستان به   څنګه اجازه ورکوی چې په افغانستان کې دې داسې حاکمیت مینځ ته راشی چې د پاکستان موجودیت په خطر کې واچوی او د ډیورنډ لاین مسأله چې کاملاً مشروع او برحقه مسأله دی مطرح کړی.

ددې سره سره پاکستانی جنرالان ددې لارې اوس اوس ددنیا نه جزیه اخلی او خپل جیبونه یې ډک کړل او لیا ډکوی.

دشرم خبر ده چې پاکستانی میدیا د ښاغلی حامد کرزی عکس دهغه د کورنۍ سره په پاکستانی کمپ کې نشروی او ورته حرام نمکه وایی. حرام نمکه او ذلیل خو د ټولو نه دمخه پاکستان دې چې دمسلمان ورور په وینو او حتې د افغانانو په هډوکو یې تجارت روان کړای او دا پروسه او تراژیدی  لا جریان لری.

په دې شرایطو کې دپاکستان لاس بر او خپل سیاسیت ته به دافغانستان په هلکه تغییر ورنه کړی اویا یې تغییر نه شی ورکولای.

په داسې شرایطو پاکستانی راکټونه او نورې سترې ضد افغانی برنامې په ښکاره او پټه حتې دداخلی خدمتګارانو په حاکمیت او ګواکې اپوزیسیون  کې په کار اچولی او په پاکستان کې خود موجوده  سیاسی افغانی ځواکونه خو چې ، تړلی چرګان دی ، په ډیر جرئت او په آزادنه توګه استفاده کوی او د وطن په ضد یې استعمالوی . په دې پروسه کې  که چا د پاکستان دکړنلارو او برنامو  سرغړونه  وکړه د ملا برجان، ملا برادر او أغاجان اوپه سلهاو پټ او برالا د پاکستان داستخبارتو وژنې مرګ او ژوبلې، تهدید او دسایسو سره به مواجه وی او دی. داحقایق اوس اوس له  هیڅ چانه پټې نه دی پاتې.

دادې ددې منحوسې او کړغیړنې کرښې یعنی « ډیورند لاین»  نه د روان کال د  ډیسمبر د۱۲ نیټې پورې پوره  ۱۱۹ کاله تیریږی. بعضی افراد او ځواکونه مطرح کوی چې ددې خبرې وخت اوس نه دی، پاکستان قوی دی او ….. نه پوهیږم دا مناسب وخت به کله راځی او مناسب په کله وی؟ پاکستان په کله ضغیفیږی او نړیوال به کله د پاکستان دومخی سیاسیت ته داوس نه ډیر او واقعی ډول متوجه کیږی؟

په دې برخه کې ځان غولول نه دی په کار. ترهغه چې دامسأله عادلانه اود تاریخی اسنادو په نظرکې نیولو سره دلوی او تاریخی افغانستان په جوړیدو حل نه او حق حق دار ته ونه رسیږی په افغانستان، سیمه او نړیواله سوله او مشکل به حل نه شی.

پاکستان د خپل موجودیت له تاریخه او بیا په دې وروستیو ۴۰ کلو کې فشار واردوی او له هرې وسیلې نه استفاده کوی او داسې ښکاری چې د ښاغلی حامد کرزی رژیم به هم ترسخت فشار لاندی راولی ترڅو ترې دوم او دریم شاه شجاع جوړ او تاریخی خیانت ته یې مجبور کړی او د«ډیورنډلاین» پرې نهایی کړی.

تراوسه خو افغانی رسمی مقامات او دښاغلی حامد کرزی د نطاق له خولې، ښاغلی جانان له خولې د «ډیورندلاین» نه دهغه خوا دراکټونو د راتګ خبرې مطرح دی او پاکستانی لوری ددې افادې مخالف ښکاری او غواړی چې افغانی لوری د «ډیورندلاین»  پر ځای  د پاکستان نه او یا د سرحد نه د هغه خوا د  افادو مطالب د افغانی لورې نه وواری.

داچې  پاکستان به وکړاې شی خپلو شومو اهدافو ته  ورسیږی زمان په ددې پوښتنی ځواب راکړی. اما په وروستیو وختو کې بعضی روسی منابع داسې خبرونه  خپروی چې د ښاغلی حامد کرزی او پاکستان جمهوری رئیس زرداری سره دا توافق اوس صورت موندلای، افغانستان او نړیواله ټولنه دپاکستان ترفشار لاندې دې ته آماده کړای شوی چې د «ډیورنډلاین»  ومنل شی او نهایی کړای شی. هغه کار چې ددې حکومت صلاحیت نه دې او نه به یې ورسره ملت قبول کړی.

 

په داسې شرایطو کې راشو د وطن تکړه شاعر، لیکوال او دقدروړ او دافغانستان دخلکو دګټو او منافعو په موضع کې دقوی او زړه ور  ښاغلی عبدالباری جهانی هغه لیکنې ته چې  د اکتوبر دمیاشتې د لمړۍ نیټې په لیکنه کې د «پاکستانی راکټونه » ترسرلیک لاندې داسې قوی  مطالب او د نښې مینځونه  ویشتی دی چې واقعاً دپام وړ او ورته باید په دقیقه توګه پاملرنه وشی او په دې برخه که دخپلو امکاناتو نه په استفادې خپل رسالت اداء شی.

 زما په شناخت او محاسبو که په مجموع کې داسې مطالب او لیکنې  دبل چا لخوا وړاندې شی  نو په لیکنه کې مطرحو ټپی شوو اړخونو به په پوره پوره قوت به لیکوال ته په مختلفو مستقیمو او غیر میستقیمو وسایل چې یو څه روشونه یې پورته مثال راوړل شول،   ضرر رسولای وای او په  تورو لستو کې خو شاملول  او نورو افراطی شنو ټاپې  او سرو ټاپو وهل خو ورته ساده کار دی.

د جهانی صیب دالیکنه د یو بادرده او بااحساسه افغان په توګه په نثرکې د یو ښکلی شعردلوستو او اوریدو لذت لری او هڅه ده چې با احساسه وطنوال  دافغانی ټولنې پر پرهارنو د پټیو ایښودو کار ته په لیا قوت مخ کړی.

 اما دجهانی صیب دالیکنه یوه افاده یوبل اړخ هم لری چې زه هغه  دپاکستانی منابعو د موفقیت بیلګه بولم او زه یې دې لیکنې ته، مجبور کړم. جهانی صیب افغانی خاوره پاکستانی بولی او عدم دقت او تیروتنه ده.  د ښاغلی جهانی  په دې لیکنه کې لولو: ̎  څه باندې شپږ میاشتې کیږی چې د پاکستان څخه د کنړونو پر ولایت باندې راکټونه اوری…که دراکټونوشمیر ته وګورو دتلفاتو شمیر نسبتا کم دی. …. پاکستان دکلیو دتخلیه کولو سره علاقه لری…دپاکستان قواوو دافغانستان په سل هاوو کیلو میتره مربع خاوره لاندې کړې…پاکستان همدا اوس دطالبانوقواوې بربیلو بیلو ډلو ویشلی دی  څو د ضرورت په وخت کې یې سره وجنګوی او پخپله  ،دبل هروخت په څیر ، د خیر پر غوندې ورته کښینی. داهغه ترخه واقعیتونه دی چې زموږ دهغو منورینو دپاره یې منل ګران دی چې په لس هاوو کلونه یې د پاکستان جنرالان او سیاسیتمداران تورلینګی دال خواره بلل او پاکستان یې مصنوعی هیواد ګڼلی دی. ددې هیواد جنرالانولږترلږه، دجهاد دپیل راهیسی زمونږ پرهیواد باندې مستقیم او غیر مستقیم حکومت کړی دی او داوسنی نظام تقریبا ټولو واکدارانو ته یې تنخواوې ورکړی او لا اوس به یې هم ورکوی. دکنړ او کابل سیندونه، دافغانستان دبل هرسیند په څیر، زمونږ ملی نوامیس دی او دناموس څخه دفاع دهرافغان ملی وجیبه ده……  ̎ 

سیاسی تحلیل زما په آند هغه د کوچنینانو د  (پوزل) لوبې ته پاتې کیږی چې کوچنیان د لوی عکس او تصویر واړه واړه ټوټه شوې ټوټې سره بیا ځای په ځای کوی او په دې ډول د خپل ذهن  او تصور امتحان کوی او بیا هغه لوې تصویر له سره جوړوی. که دا دلوی تصویر وړې پارچې او ټوټې په خپل اصلی  ځای کې کیښودل شی  اوکه مثلا غوږ د غوږ په ځای او سترګه دسترګې په ځای او لاس دلاس په ځای او همداسې نورې وړې پارچې په مناسب او اصلی ځای کې کیښودی شوې، نو ورکړل شوای او جوړ شوای تصویر به په ښکاره ډول څیره ښکاره کړی.  که داوړې ټوټې په مناسب ځای کې ځای پر ځای نه شی  نو بیا جوړشوای تصویر  ښکاره ، درست او واقعی نه وی.

په اجتماعی مسایل کې داتصویر ورکونه  او تحلیل د مختلفو عواملو، ارقامو او فاکتونو په تغییر سره تغییر کولای شی.

دښاغلی باری جهانی په دې مضمون او لیکنه که راغلی تحلیلونه او پایلی په ۹۹ مواردو کې ډیر قوت او پوره حسابی او دقت وړاندې شوی.

پاکستانی راکــټونه د پاکستان نه نه راځی او نه ویشتل کیږی، بلکی داراکټونه، دا پاکستانی راکټونه د هغه افغانی خاورې نه راځی چې دادی دا خاوره اوس اوس ۶۵ کاله د پاکستان په قبضه کې ده. د«ډیورنډلاین» د استعماری کرښې نه دا دې  دروان کال ډیسامبر د ۱۲ نیټې نه دادی ۱۱۹ کاله تیریږی او ددغه ناسور زخم په اساس سیمه د جګړې او کړاو سره مخامخه ده.

هو د راکټونو شمیر او دولتی پوستو او ټاڼو نه ویشتنه،  داسې ښکاره کوی چې یو سری درې جانبه توافق شته او سیمه د کومې بلې برنامې او پروګرام لپاره آماده کول غواړی. حتی داسې آوازې،  او   ګونګسې هم آوریدل کیږی چې  په سیمه کې د آغاخان  د دولت د جوړولو احتمال هم شته.

داسې آوازې هم شته چې پاکستانی مراجعو به داخبره نړیوالې ټولنې سره شریکه کړی وی چې زه دسیمې امنیت په هغه صورت کې نیولای شم چې د کنړ سیند ته ورسیږم.

بیا هم هماغه پاکستانی پټ او دوه مخې د ساړه جنګ نسخې او په یو افراطیت د بل افراطیت دمهارولو نسخې.

هو طالبان به ځانته ملی آزادی بخش او اسلام ته خادم حرکت وایی اما به عمل کې ددوی د اجازی او بې اجازې دپاکستان دستراتیژیکی اهدافو او موخو ته کار ځینی اخیستل کیږی.  پاکستان په دې برخه کې د پاکستان د جنرالانو داهدافو لپاره موفق وه. پاکستان بله نه شی کولای او بله به ونه کړی.  

دطالبانو د هغه مشرانو وژنه او بندی کونه چې دپاکستانی برنامو نه خارج او مستقل عمل کړای ددې ادعا کاملا ثابت او کلک مثال دی. ددې خبرې نور تأکید به دې افغانی ځواکونو ته نور هم هغه وخت ښه معلوم شی چې په یوه معامله کې پاکستان خپل اهداف ترلاسه کړی او د پرچون فروشی پر ځای پاکستان عمده فروشی ته تصمیم ونیسی او دغه افغانی سیاسی او نظامی ځواکونه  په پوره ډول  خرڅ کړی. دا خبره به زمان هم ثابته کړی.  

هوددې وطن منورینو او ټولو خیرخواه او با احساسه انسانانو ته په کار ده چې دې حقایقو او واقعیتونه ته پوره پوره پام وکړی، دغلفت او بې ځایه توجیهات او خوبه بیدار شی او خپل رسالت مخکې له  دې چې ناوخته شی ادا کړی.

ټولو بادرده افغانانو او نیکې ارادې خاوندانو او سوله پالو ته په کار ده چې د افغانستان خلک، افغانستان او سوله وژغوری.

تکبر، کینه ، تعصب ، پرونی محاسبات، بې ځایه دښمنې او ترببګنې پریږدی او داکشتی د غرقیدو نه وژغوری. هغه کشتی چې په هغه کې به د امتیاز او بې امتیازه سرنشینان یو ځای غرقیږی.

راځې د امید او خیر لاسونه په قوت ورکړو اود الله تعالی په مرسته  په پوره قوت او صداقت خپل رسالت اداء او حالت ته تغییر ورکړو.

ان الله لایغیر ما بقوم حتی یغیر ما بانفسهم- الایه – خدای هم نه بدولوی حال دهغه قوم – څوچې خپل حالت بدل نه کړی په خپله. پای

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما