۲۴ ساعت

03 سپتامبر
بدون دیدگاه

د کنړ سیند د کړکیچ

د نشرنیټه : دو شنبه ۱۳وږی  ۱۳۹۱  ـ  ۳ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند

 محمد شفیق صادق

۳۰ – ۸ – ۲۰۱۲

د کنړ سیند د کړکیچ اصلی لامل او د راتلونکی پوله

*************

د څومیاشتو راپدی خوا د کنړ ولایت په سرحدې ولسوالیو د سرحد له پورې غاړې توپچی حملو د سیمې اوسیدونکو ته ګڼ مالی او ځانی تاوانونه اړولی ، چې ورسره سیمه نا آرامه او دواړه ګاونډی اولسونه یې د جنګ تر پولې رسولی ،چې د مخنیوی لپاره یې د ټولو اولسی او ملی غوښتنو سره سره چې په ترڅ کې یې د اوسنې دولت دوه وزیران هم قربانی شول ، د کمیسونونو له جوړولو او تحقیقاتو له ترسره کولو پرته تر اوسه کوم عملی اقدام ندی شوی .

سره ددې چې زموږ د هیواد اوسنی روان حالت د بهرنیو سیاسی او نظامی تاړاکونو اوفشارونو په منځ کې د کورنیو بې باوریو ،ځان غوښتنو ،اختلاص او بډو ،سیاسی ، مذهبی ، توکمیزو ،او ژبنیو اختلافاتو په داسې توفانی سمندر کې لاهو دی ،چې نه کوم پیاوړی فوځ لری چې خلک او هیواد ترې وژغوری ، نه خواخوږی سیاسی مشران چې د هیواد راتلونکې ته اندیښمن وې او له دې توفانه د ایستلو لارې چارې ولټوی ،او نه هم قوی ، متین ،او جرئت من واکمن چې د هر ډول بهرنې او کورنې یرغل او ګواښ په وړاندې د خپل سر په بیه سودا ته حاضر شی .

په کنړ د بریدونو موضوع زموږ د هیواد د روان لوی ناورین چې په ټولو پولو تیری یې یوه برخه ده ،یوه ځانګړې پیښه ده ، چې د هیواد سیاست وال،او د پیښو څیړونکې یې داسې هک پک کړې چې د خپلو ټولو څیړنو او تحلیلونو سره سره بیا هم د پیښې اصلی لاملونه ترې ورک دې ، او په دې حیران دې چې پاکستان له دې لوبې څه غواړی ؟ بهرنیان ولی چپ دی ؟ او څنګه ممکنه ده د یوه هیواد فوځ ، واکمن ، چارواکې او مشران دې په رڼو سترګو د یوه بهرنې تیری د توپونو له لمبو او لوخړو د خپلو هیوادوالو د ماشومانو ،ښځو او بوډاګانو فریادونه اوری او دوی دې له هرډول غبرګون څخه عاجز وی ؟دا په داسی حال کې چې په نورو هیوادونو کې داسی عمل د تیری په شان عکس العمل لری.

همدې موضوع د بهرنیو میشتو عسکرو د اډو او له هغوی سره د استراتیژیکو د تړنونو خبره او ددې کار لوبغاړی هم تر پوښتنې او شک لاندې راوستلی او د هغو کسانو په اندیښنو باور زیات شوی چې ددې تړونونو سره مخالف ؤ او په عملی کیدو یې شک درلود ، سره ددې چې ددې تړونونو په لاسلیک سره رسنیو په ډیر جوش او خوښئ غبرګون وشو خو زموږ د هیواد ځوان سیاستوال او سیاسی کارپوهان ېی په ستایلو ستایلو داسی پولې ته ورسیدل چې نور د عزرائیل (ع) د راتلو ویره یې هم له مغزو ووته.او دا یی کلکه ومنله چې نور به د امریکایی ځواکونو په موجودیت کې د ګاونډی هیواد یوه چوغکه هم پرته له اجازی زموږ هیواد ته رادننه نشی .خو دوی په دې نه پوهیدل چې زموږ د هیواد په نیژدې تاریخ کې څو ځله زموږ د ملک چارواکو د همداسې تړونونو په تمه خپلې پاچاهی له لاسه ورکړې ،د ملک لویی برخې ترې قیچې شوې ،او هیواد د اشغال تر پولې رسیدلی ، زه نه پوهیژم چې دا سیاستوال زموږ له تاریخ څخه خبر دې او که نه ؟ زموږ د هیواد جنوبې سیمې ،د پنجده او مروه ولایت ، د تاجکستان اوسنی بدخشان ، د امیر شیرعلی خان پاچاهی… د همداسی تړونونو په منځ کې له لاسه تللی نو اوس دوی په څه اساس بیا هم په دې تړونونو باور لری ؟

د کنړ د ولایت دا روانه لوبه چې څه ډول پیل شوې او تر شا یې کوم لوبغاړې لوبیږی ؟د اوس لپاره د سیاسی مصلحتونو په اساس د عام اولس او خلکو له سترګو پټه روانه ده ، خود سیاسی څیړونکو او کتونکو په آند په دې کې شک نشته چې ددې لوبې اصلی لوبغاړی په هیواد کې میشت بهرنې ځواکونه ( د امریکې متحده ایالات او بریطانیا ) او د پولې آخوا د بریطانیا د امپراتوری وارثان پنجابی سیاستوال دی چې زموږ د سیاستوالو په خلاف ورته د خپل هیواد ګټې له خپل سر څخه هم مهمې دې ، ددې تر څنګ کتونکې او ددې لوبې څیړونکې د افغانستان د اوسنې رژیم ځینې چارواکې هم د سیاسی مصالحو په اساس ګډ ګڼې ، ځکه ځینې کسان د همداسې لوبو د ترسره کولو په موخه د سیاسی تړونونو په اساس ، او د سیاسی مصالحو په بنیاد راوستل شوی ،د ملک په لوړو پوستونو کې کار کوی ،ځکه څنګه کیدای شی چې د بهرنیو ځواکونو په واسطه د هیواد د پولو او فضا د کلک څار او ساتنې د جال د ننه دې هره ورځ سلګونه راکټونه هیواد ته راتوغول کیږی او بهرنیان دې پرې خبر نه وی ، او یا داچې د هیواد مشران او چارواکې دې دومره ویده شې چې نه دې د ملت غږ اوری ،نه د پارلمان او نه هم د نظامی مسؤلینو ؟

داچې ددې لوبې پاینل ته به څوک راوزی دا تر وخت مخکې خبره ده ،خو د پیښو څیړونکې په دې آند دې چې زموږ د هیواد په ( ۳۰۰) کلن تاریخ کې تل استعمار د قدرت غوښتونکو ،ځان غوښتونکو او لاسپوڅو واکمنوسره په معاملو کې د دوستئ ، مرستې او له بهرنیو تیریو د ساتنې په پلمه د هیواد کڼې سیمې چې د اوسنې افغانستان په اندازه خاوره ترې جوړیږی همسایه ملګونو ته بښلې ، دا په داسې حال کې چې د هغه مهال واکمن داوسنیو په پرتله په هیواد ډیر مین او د هیواد خواخوږی ؤ ،

د کنړ ولایت د خپل څپانده سیند په لرلو په دې وروستیو لسیزو کې له دې امله د کورنیو او بهرنیو اقتصاد پوهانو د توجه وړ وګرځېد چې اوبو په نړئ کې د انرژی د موادو تر څنګ خپل لوړ مقام تر لاسه کړ، او د نړئ اقتصادی کارپوهان په دې آند دې چې په نیژدې راتلونکو لسیزو کې به د اوبو په سر د نړئ د ډیرو هیوادونو تر منځ لویې شخړې او جګړې رامنځ ته شی ،او هر هیواد به هڅه کوی چې (د تیلو او کازو په شان ) د اوبو سرچینې او زیرمې تر خپل واک لاندې راولی .

د کنړ د سیند څپانده اوبه چې تل ترې پاکستان د بی څښتنه مال غوندې ګټه اوچته کړې ،او په خپله خاوره کې یی لویې اقتصادی پروژی پرې آبادې کړې ،په دې ویره کې دی چې یوه ورځ به دا اوبه له دوی څخه ګرځول کیږی او ددوی اقتصادی پروژې به چې پرته له دې اوبو یې روان ساتل ممکن ندی په ټپه دریږی ځکه دوی په قانونی ډول په دې اوبو کې کوم شراکت نه لری، او ددې اوبو د روانو ساتلو په موخه یې تر اوسه د افغانستان د ننه د سیاسی معاملو ، فشارونو او تردې چې د خلکود ترور په واسطه مخه نیولی ،چې د کنړ د سیند څخه د ګمبری دښتې ته او له هغه ځایه د درونټې بند ته د یوه لوی کانال په واسطه د کنړ د سیند د اوبو د مخنوی موضوع یې ښه بیلګه ده ، د کنړ او ننګرهار د هغو سیمو له خلکو چې ددې کانال د کیندلو کار پکښې یوې جاپانئ موسسې پیل کړی ؤ او داچې بیا څه ډول د موسسې رئیس په اسلام آباد کې د نامعلومو کسانو له لوری ترور او د کانال بڼې ته تغیر ورکړل شو، وپوښتل شی نو له ورایه به د موضوع اصلی جرړه راښکاره شی .

د پاکستان دولت په دې راضی ندی چې د کنړ د سیند څخه د یو کانال په اندازه اوبه هم راکمی شی .نو په دې به څه ډول راضی شی چې یوه ورځ ددې سیند په سر لوی لوی بندونه جوړ او اوبه یې د ننګرهار په پراخه دښتو کې مصرف شی ؟

پاکستان پوهیژی چې یوه ورځ به افغانستان همدا کار کوی .خو هلته به بیا دوی پرته له جګړی بله لار نه لری ، او دا کار به هم پاکستان ته په ګرانه تمامیږی . نو مخکې تر دې چې افغانستان د خپلې ارادې ، قوت ، واک او توان خاوند شی.د موجوده ناوړه حالاتو ، کمزوره او بی واکه حکومت ،او د میشتو بهرنیو ځواکونو څخه په استفادی وکولای شی ،ددې سیند د اوبو لپاره یو برخلیک وټاکې .

په هیواد کې میشت بهرنیان هم مجبور دې د راتلونکو لویو پلانونو د عملی کولو په موخه د پاکستان هیواد خوښ وساتی ،او یا هم د خپلې لارې د دایمې ساتلو لپاره پاکستان ته داسې بدله ورکړی چې تاوان یې دوی ته نه، افغانستان ته رسیږی ،او برطانویان خو په داسې معاملو کې ښه تجربه لری ، کیدای شی دا تړون همداسږ ددوی ترمنځ لاسلیک شوی وی .

همدې موخې ته د رسیدو لپاره دوی په ګډه هڅه کوی د کنړ حالات داسی مرحلی ته ورسوی چې په پیایله کې دافغانستان کمزوری حکومت مجبور شی د پاکستان سره د کنړ د سیند په سر یوه تفاهم او موافقې ته ورسیږی تر څو پاکستان د افغانستان راتلونکو حکومتونو ته د شراکت او یا حق یو سند په لاس ولری او دا هله کیدای شی چې همدا سیند ددواړو هیوادونو تر منځ د راتلونکې پوله جوړه کړی تر څو پاکستان په آسانی ترې د استفادی حق ولری

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما