۲۴ ساعت

22 آگوست
بدون دیدگاه

په چک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

د نشرنیټه :   د  آگست ۲۲ مه ، د ۲۰۱۲  میلادی کال

په چک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

۱ / ۶ / ۱۳۹۱

نورمحمد خلیلوال

 د اختر د دوهمې ورځې را پدیخوا د وردګو د ولایت د چک په ولسوالۍ کې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د اختر په دوهمه ورځ  د وردګو د چک د ولسوالۍ په لور دولتی پوځی ځواکونو حرکت وکړ. عینی شاهدان وایی چې په دې ځواکونو کې د دیرشو په شاوخواکې ټانکونو او زغره لرونکو وسیلو برخه لرله او د هوائی ځواکونو او الوتکو لخوایې هم حمایت کیده. د اختر په دوهمه او دریمه ورځ دا ځواکونه د لارو په اوږدو کې جوپه جوپه د طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول. د ګلی او زمانخیلو په سیمو کې جګړې سختې وی.

د مداد په سیمه کې چې دوو تنو (فرمان الله د محمد سعید ځوی د بمبایی کلی د نوآباد اوسیدونکی او عبدالباری د تنګی سیدان اوسیدونکی) غوښتل چې ټانکونو ته ماین خښ کړی، د بی پیلوټه کشفی الوتکو له خوا له منځه یوړول شول. پرون مازدیګر کله چې دا ځواکونه د چک ولسوالۍ ته ورسیدل، نو بیرته د کابل په لور راستون شول چې  تیره شپه هم په سیمه کې جګړې دوام لاره. عینی شاهدانو د تلفون له لارې همدا اوس چې د لسو بجو شاوخوا ده، ماته وویل چې په دې جګړه کې د شیرینخیلو د کلی او شاوخوا لسو د غنمو درمندونو اور اخیستی او دولتی پنځه ټانکونه ویجاړ او له کاره لویدلی دی. همدا اوس د تلفون له لارې هم د سختو ډزو غږونه اوریدل کیږی او بمباری هم دوام لری.

د زمانخیلو سبین ږیری مامور آغاجان چې د ویجاړ ټانک له څنګه سیل ته ولاړ وو، د الوتکو لخوا تر ډزو لاندې ونیول شو او شهید شو.

په دې توګه د پیښې د عینی شاهدانو لخوا ویل کیږی چې د وردګو د سیمې درې تنه شهیدان شوی، چې دوه یې طالبان او یو یې ملکی وګړی دی. د زخمیانو حساب یې نه ښکاری او په همدې توګه د دولت له ځانی تلفاتو څخه هم کوم خبر نه  دی تر لاسه شوی.

داچې ددې لویې قوې تګ د څه هدف له پاره و، د محل خلکو ته یې درک نه کیږی خو داسې آوازې شته چې ښایی دا په ولسوالۍ کې د میشتو امریکایی پوځیانو د انتقال په خاطر شوی وی.

د نویو معلوماتو د ترلاسه کولو سره سم به یې موږ له تاسې سره شریک کړو.

نورمحمد خلیلوال
 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما