۲۴ ساعت

18 جولای
بدون دیدگاه

پیمان

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

پیمان

سمیع الدین  افغانی

١۷ – ۷ ٢٠١٢ م ٠ کال

د نشرنیټه :  د جولای  ۱۸ مه ، د ۲۰۱۲  میلادی کال

مینه کې ګټه هم تـــاوان شته دی

کله دیـــدن  کله هجران شته دی

عمر که تیر شی نو یادونه د ژوند

د ښو شیبو سره ارمـان شته دی

د جوارګرو پــه کوڅو چې ورځی

هلته کې سود سره هم زیان شته دی

څه کړم قفقاز د لوړو غرونو ښکلا

چې مې پـــامیر د بدخشان شته دی

زما سپین غر کې د سپرلیو موسم

په هره سیمه ارغـــوان شته دی

لاس بــه په سر نشم د یارد د کلی

لا د ځوانی مې څه دوران شته دی

سترګې پـــه لاره  د راتلو یم  ورته

زړه کې مې غلی شان ارمان شته دی

بیا بـــه ګیډۍ ،ګیډۍ د ګلو وروړم

چیرته چې مینه شته پیمان شته دی

——–

سمیع الدین  افغانی

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما