۲۴ ساعت

22 مارس
بدون دیدگاه

زورور

د مولانا ډاکـټـر محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه

زورور

دنشر نیټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۲ میلادی

ډیر زورور  دی.

زیات  قدرت او توان  لری.

مال ، هستی ،  سره او سپین ئی  هم  زیات  دی.

قوم  او قبیل اولادونه ، ځایونه او ځمکی ئی هم  ډیری دی.

ډیر مغرور او بی انصافه  دی .

هرڅه ئی   چی   زړه غواړی ، کوی ئی .

د چا په زوریدلو نه زوریږی او نه په دی کښې چورت وهی   چې  خلک  ولی  بی موجبه  وزوریږی.

اکثر د خلکو له حال او احوال څخه واقفیت نه لری او نه ئی  په دی  خوا پام  لیدل  کیږی، حتی  لیا نه  داسی  زوریدل منې .

د ځانی خوښی ، صحنو او خبرو پسی ئی  دوه غوږونه  او دوه سترګی څلور  دی څو  چې همدومره  چې  د ده فکر په کښی لږ شانې ستومانه شې   د اوریدو او لیدو د پاره ئی حاضریدی  نشې .

ساعت تیری دپاره زیاته هڅه لری ، د خوراک او څښاک  دپاره ښه سرشته  برابروی  او  د توان څخه ئی هم پوره  ده .

اشتها ئی  ښه او صحت ئی  جوړ دی .

د ښکار شوق لری او وسایل  دتګ او راتګ ئی  ښه دی.

متاسفانه هرڅه لری خو انسان نه دی او نه د انسانیت زړه او عاطفه په کښی لیدله کیږی!

افسوس  نصیحت نه اوری  او نه  د وخت د ایجاباتو پروا لری !

واقعآ  څومره چی  دی د ټولنې او اجتماع  څخه  لرې دی، هغو مره  اجتماع  اوټولنه هم  له  ده څخه  لری  ده !

په ډیر جرئت باید ولیکم او ووایم :

وطن دوستان  او دوطن  خدمتګاران  باید  د دغه شانی عناصر و په مقابل  کښې  نه  ستومانیدونکې  مجادله  جاری وساتی .

 

 سعید افغانی

۱۳۵۰ هجری شمسی ـ  کابل

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما