۲۴ ساعت

08 ژانویه
بدون دیدگاه

ملی یوالی – د باری جهانی وړاندیزونه او

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعیدافغانی

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعیدافغانی

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعیدافغانی

۸ / ۱ / ۲۰۱۱

ملی یوالی – د باری جهانی وړاندیزونه او د اکبر یوسفی تردیدونه!

مونږ لیکو، رسالـت ادا کوو او د ویلو لپاره څه لرو او پــــه دې برخه کې سکـــوت راته ناروا او نادرسته خبر ښکاری (الساکت عن الحق ملعون). مونږ لولو او اورو او د حق خبری او منطق ته منقاد یو. زمونږ د چا سره نه بلکی د حق او ریښتینی لار سره دی.

د وطن زړه سواندی او سترفرهنګی، د نظر خاوند، لیکوال او شاعر ښاغلی جهانی صیب د« ملی یوالی» ترنامه لاندی مطلب او طرحی وړاندې کړی چې درنو وطنوالوهغه په مطبوعاتو کې لوستی او خپل نظریات یې پرې هم ورکړی.

داسمه خبر ده چې په طرحو او وړاندیزونو باید بحث او تکمیلی مطالب وړاندې او هریو خپل سهم اداء کړو. اما کله کله په بحث کې کج بحثی او بحث دبحث لپاره هم لیدل شوای او شته. خو مونږ دلوستوونکو به قضاوت ایمان لرم اوداچې څوک هدایت کیږی او څوک د یو مطلب څخه څنګه برداشت کوی او هدف یې څه دی د هغوی پوری اړه لری او دا ګران کار او نادرسته خبر هم ده چې هغه بل باید زما په شانی فکر وکړی اویا فکر کولو ته اړویستل شی. دا دورې او دهغو ترخو تجاربو وخت تیر دی. خو پکار ده چې د یو منطق او تبادل نظر په سلسله کې خپلې مواضع او تصورات، خپلې نسخې او د هغو څخه برداشتونه روښانه او د ښه افهام او تفهیم دخیر په مقصد په دوامداره توګه کار وکړو. زه منم او دا په ځای خبر ده چې په سیاسیت کې مصالح او منافع دی او ددې منافعو او مصالحوپه نظر کی نیولو سره دوستان او مخالفین اوحتی دښمنان وخت په نوی تعاریف ځانته پیدا کوی. دا خبر په خپل ذات مشکل نه لری. د یو وطن پال لپاره همیشه او دتل لپاره دا معیار وطنی او خیر معیار او دخیر منافع او مصالح دی. د یو خاین او منحرف لپاره بیا خپلی منافع او مصالح او دهغه په اساس دوستان او دښمنان ټاکی. نو مشکل ددی فورمول په اصل کې نه شته. مشکل د اشخاص د اهدافو په تعریف کې پیښیږی.

داچې څوک به ښه لار ته هدایت کیږی دا زمونږ د توانه او رسالت اوچت کار دی. حتی انبیا علیه السلام د رسالت درسولو وظیفه لرله او نور هدایت د الله تعالی په لاس او سلیم عقل په غوره انتخاب وه او دی.

په دې سلسله او بحث کې داسې مطلب هم مطرح دې چې چاچې مطلب او طرحه وړاندې کړی باید توضیحات هم په خپله ورکړی. خو زه په دی باور یم چې د بـــایــ-د کلمه دلته ځای نه لری. نسخه او طرح وړاندی شوی او ښاغلی باری جهانی دا ابتکار کړای او ښاغلی دوکتور اکبر یوسفی پری خپل نظر او تردیدنونه لوستونکو ته وړاندی کړی. په دې برخه کې می لازمه وګڼله خپل نظر او لیدلوری چې زه د ښاغلی باری جهانی د طرحو او وړاندیزونه نه لرم تاسو سره په هماغه توګه او ترتیب شریک کړم چې د ښاغلی یوسفی صیب (قسمت سوم – افغان جرمن آنلاین) په لیکنه کې راغلی:

د ښاغلی یوسفی په لنډه مقدمه د « روح و اهداف وحدت ملی، طوریکه مکررا تذکر رفته ………. تر ……تعقل و تعمیل منطق درطول حیات یک جامعه، ثباب رابوجود می آورد . » د محتوی له لحاظه هیڅ تردید نه لرم او ډیر عالی بیان او علمی خبری او تأکیدات دی.

د ښاغلی یوسفی تردید د ښاغلی جهانی د لیکنې په دې برخه کې چې « اوس خبره داده چه ملی یووالی به څرنګه منځته راځی. ځینو دوستانو او پوهانو د تلویزیونونو او ورځپاڼو سره په مرکه کې ویلی دی چه ترڅو پوری موږ خپل ځانونه اصلاح نکړو ترهغه وخت پوری هیڅ نه شو کولای… »

جناب داکتر صیب اکبریوسفی مراببخشد – په دې بحث کې (ځان که جمع آن ځانونه اصلاح کړو) ویا (نور ویا دیګران ) مطرح کیږی او دغه خبره جناب یوسفی ځانه د ګویا د منلو وړ نه ګڼی اویا یې سرپری نه خلاصیږی زماپه پوهه یاتجاهل عارفانه دی یا یو کج بحثی او محدود پاتې کیدنه ده. بلی ځان، ما و دیګران مطرح وه، ده او وی به.

مبارزه دحق او دباطل، د انسانیت او شرارت ، د سولۍ او فساد، د وطن پالنی او د خیانت وطن ته، د اجانبو او پردو د کلتور او د فرهنګ د نوکرانو او د وطن اصلی خدمت ګارانو او په لسهاو داسی نور.

(ځان – ما و شما او نور ) مطرح دی او وی به. زه ددې مخالف یم چې ټول باید راضی وی. (من مخالفم که همه باید ازمن ومواضع من راضی باشند) ما ، ځان و خپل ځان اصلاح کول او له ځانه پیل کول د اسلامی، انسانی او علمی اصولو پر بنیاد درست اصل دی. او داسې تاکیدات په کار دی او باید وشی. نه پوهیزم په دی برخه کې کج بحثی څه ګنجایش لری اوددې خبرې کوم ځای دپوهیدو نه دی؟

ما – مونږ – ځان:

ټول خیر خواه هموطنان او ددې وطن خیر خواه او منور بچیان چې وطن او خلکو ته د خیانت قصد نه لری او د وطن او خاوری سرنوشت ورته بی اهمیته نه دی او په خپلو لیکنو، بیانیو، شعرونو، نثرونو، ناستو ولاړو او هردم کې د وطن او خلکو په رنځ رنځیــږی او د هغوی آزار د خپل د ځان آزار وینی.

نور – آنها : هغه چې ځان او خپل قدرت ورته مطرح دی او دوطن د تجزیی به بیه د خپلی بقا او سیاسی قدرت کې دپاتی کیدو او بیا قدرت ته درسیدو لپاره افغانستان به اوسنیو بدو شرایطو کې د فدرالی او تجزیی خواته د پردو سره په توافق کاږی.

که درپورتنی درجه بندی چې ځان، ما و دیګران او نور تشریح شی چې مطمینا جهانی صیب هم همدا هدف او مقصد لری نو بیا داسې ما و دیګران ، ځان او نور وجود لری او باید وجود ولری. که داسی تقابل او ما – ځان او نور مطرح وی چې باید وی نو واضح او ښکاره ده چې د پردو نوکران، د هغوی د ناوړه فرهنګی او سیاسی اهدافو مخ ته وړونکی او خاینین په دې ارتباط د نورو او دیګران تر کتګوری لاندې راځی او دا سمه خبر ده. تأکید کوم چې هر څوک راضی او خوشحاله کول اقلا عوامفریبه (پوپولیستی) خبر ده. زه د جهانی صیب دا هڅی په دی مفهوم چې د وطن دخیر خواه بچیانو او اظهاراتو عملی خواو باندې عملی کار وشی پلوی کوم او دا دهرافغان وظیفه ګڼم.

د ښاغلی یوسفی د « بیل کله و بیل خیال » به هکله باید ووایم چې:

وحدت ملی او ملی یوالی توافق پر ټولو هغو مطالبو او نسخو نه دی چې زه یې منم.

توافق، ملی وحدت او ملی یووالی دا هم نه دې زه به خپل نوم، کورنی، قوم او سیمی نه تیریږم او یا هغه ته بد وایم.

توافق، ملی وحدت او ملی یووالی دا هم ندی چې ټول باید اسلامی امارت ومنی.

وحدت ملی دا هم نه دی چې (دیګران – نور ) دې چې هغه قلابی دیموکراسی چې د تخلفاتو د پوښښ لپاره په تیرو لسو کلو کې وکاروله شوه ومنو. هو مونږ د مختلفوپوهو، فهم، مسلک او مختلفو شخصی تجاربو خاوندان او خپل محدود اولویتونه هم لرو.

مونږ په یوې کورنی، په یو کلی او په قوم پوری زمونږ د انتخاب نه پرته مربوط یو او اړه لرو.

زمونږ کلی او بانډه راته د بل کلی او بانډی نه ښایسته ښکاری دا مشکل نه لری. خو مشکل هغه وخت منځ ته راځی چې خپل کلی دبل د کلی په ورانیدو کې ووینو او خپل عزت د بل په بی غزتی کې وګورو.

مونږ په بل کله او بیل خیال لرو چې نورماله خبر ده. خو په دی باید مثلا ملی وحدت او توافق وکړو چې دا وطن باید تجزیه او د پردو د اهدافو لپاره ونه کارول شی.

مونږ باید و حدت، توافق او ملی یووالی ولرو چې د حاکمیت مشروعیت په پردو استخباراتی کړیو کې د داخلیدلو په واسطه نه، د ټوپک په واسطه نه، د پردو د عسکرو په زور نه بلکی د خپلو خلکو ته دمراجعی په توګه درسته او په ځای خبرده.

مونږ باید توافق وکړو چې دا بیلی کلی او بیل خیال نسخې هغه وخت مشروعیت لرلای شی چې ملت پرې د صحت مهر ولګوی. او………

د جهانی صیب د ملی وحدت اوملی یو والی په دې هڅو کې کوم شک او تردید نه شته. مشروع، ضروری او خیرخواهانه حرکت یې بولم. نه پوهیږم د چا سر پـــری ولی نه خلاصــیــږی؟

هو باید دافغانستان د تابعیت او د قانون دمطیع او متخلف اساس باید مطرح او دا اوسنی پروسه باید په دی طرف ته حرکت ورکړل شی. خو په دی برخه کې دا طبیعی پروسی باندې هرډول مصنوعی فشار راوستل خطا او مشکلات ایجادوی.

افغانستان اتباع لری چې د قومونو او قبایلو او مناطقو پوری اړه او تړون لری. په دی مرحله کې دا ډول او نورو ډیرو عواملو او واقعی فکتورنو او واقعیتونو ته داسی پام کول چې دا پروسه د افغانستان د تابعیت داصل په لوری روانه کړای شی هوښیارانه او درست کار وینم.

زه په دې باور یم چې سالم او دخیر بحث د متحدو اهداف او ملی یوالی زمینی برابروی او صادقانه بحث ته باید ادامه ورکړل شی او خپل رسالت باید اداء کړو او د افغانستان د کشتی د غرقید مخه ونیسو. دا دټولو خیر خواه انسانانو رسالت دی.

و من الله التوفیق

 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما