۲۴ ساعت

23 فوریه
۲دیدگاه

 زمری څنګه ډنګر شو؟

تاریخ نشر یکشنبه  چهارم  حوت   ۱۳۹۸ –  ۲۳  فبروری ۲۰۲۰ هالند 

 زمری څنګه ډنګر شو؟

شاعر : سمیع الدین افغانی 

کوم پاچا په تیر وختو کې کـوم زمان

وو ساتلی  چاق زمـری قوی په ځان 

مقرر یې دې  زمری ته خدمتګار وو

د زمری  کار او محنت ته امیدوار وو 

ورځ کې یو پسه زمری ته حواله وو

خو زمری به ورځ تربله بې چاره وو 

پاچاه یو هیئت تعین کړه دی زمری ته

د زمری حال او احوال او نوکری ته 

دې هیئت سره نورهم زمری  خراب شو

لاړه نور هم شو ډنګر ډیرپه عذاب شو 

دویم ځل پاچاه یو بـــل هیئت  تعین کړ

چې بیا کله د زمری حالت غمګین کړ

مده پس زمری لا نور پسې ډنګر شو

ژوند حالت یې شو خراب لاړه بدتر شو 

په دریم ځـــل پاچا بـــل هیت تعین کړ

پدې کار یـــې باوری دا خپل یقین کړ 

د زمری حالت لا نور هم پریشان شو

د پاچا زمری د مرګ په لور روان شو 

لنډه دا چې تــر پنځم هیئت تعین شو

پس له هغه زمری مړ پاچا غمګین شو 

پاچا و غـــوښته دربـــار ته خدمتګار

د زړګی مطلب یې کـړه ورتـــه اظهار 

ورته یی وویل: حقیقت راتـه بیان کړه

د زمری د مرګ علت راتـــه عیان کړه 

که رښتیا دې راتـــه وویل تا بښمه

ګنی پـــوه شه پـــدې دار دې زړومه 

خدمتګار شو وارخطا ویل : علیشان

حقیقت بـــه ددې راز کـــړمه عیان 

چې تنها وم پسه ، پښه ما اخستله

 نوره غوښه مـې زمری ته ورکوله 

چې دوهم هیت تعین شو کـــوم زمان

بیا دویمه پښه شوه د هغه ځوان 

چې دریم هیت په مونږه  مقرر شو

د پسه یو لاس دریم ته په نظر شو

څلورم  د پسه لاس خپل کور ته وړلو

دا علت وه چـــې زمـــری ډنګریـــدلو 

بیا پنځم هیت ترې وړل نـــور اندامونه

زمری مړ شو دا چې ډیرشول هیتونه 

پاچاه پوه شو د زمری د مرګ په راز

وخت پرې تیر وو په غصه شو بې نیاز

——— 

په کوم ملک کې چې فاسد شی حاکمان

د ولس استحقاق خـــوری دا ظالمان 

د غریب او د بیوزلو ژوند خراب شی

بشری ناورین بیا  خلکو ته عذاب شی

——-

۱۶۲۲۰۲۰

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “ زمری څنګه ډنګر شو؟”

  1. admin گفت:

    درود به دوست عزیز آقای سمیع الدین افغانی  ، تشکر از سروده عالی تان. موفق و سلامت باشید. مهدی بشیر

  2. ممنون شما اقای مهدی بشیر په امید صحت وسلامت شما په عزت اوسې

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما