۲۴ ساعت

12 فوریه
۲دیدگاه

داغلی زړونه 

تاریخ نشر  چهار شنبه  ۲۳  دلو  ۱۳۹۸ –  ۱۲ فبروری ۲۰۲۰ هالند

داغلی زړونه 

تــورې وریځې طــوفانونه

غــم لــړلـی مــاښامـونــه 

 بیا آسمان ولې  په قهر دی

بد حالت دی بد روزګار دی 

د آسمان لمنې سرې دی

درد اوغم شیبه، شیبې دی 

دی غمجن، مهلک  وختونه

نــــا امید داغــــلی زړونه 

ځوانیمرګــه مو هستی ده

دنــــیا تلونکې ده فــانی ده 

ځـــی د اوښــکو سیلابونه

پرې لامده شول ګریوانـونه

ځوانیمرګ مـو نن بهار دی

جګ نښتر دی هم چنار دی 

ربــــه راولــــې قرار  بیا

د دې سیمې پــه ګلزار بیا

غوټــۍ وسپړی  خندا شی

خوشالی په هــره خوا شی 

ربــه ختم دا مــــاتم کــړې

خوشالی په هر قدم کړې 

د آسمان لــمنې شنې کړې

د خوښۍ بلې ډیــوې کړې 

 ستا دربارته  دوعـاګـوی یو

چې پــدې خــبره پوی یــــو 

صرف تحفه زمونږ ایمان دی

دا ژوندون یـــو امتحان دی

 سمیع الدین افغانی

 

۲ پاسخ به “داغلی زړونه ”

  1. admin گفت:

    درود به دوست محترم آقای سمیع الدین افغانی و تشکر از سروده عالی تان. موفق و سلامت باشید. مهدی بشیر

  2. مننه معزز مهدی بشیر کور مو ودان خدای مو په خپل امان کې لره په عزت اوسئ

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما