۲۴ ساعت

20 آوریل
۲دیدگاه

زوړ زمری

تاریخ نشر شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۸ –  ۲۰ اپریل ۲۰۱۹ هالند شاعر : محترم سمیع الدین  افغانی 

 د نثر لیکونکی : خسرو یوسفزی 

زوړ زمری 

په ځنګل کې یو زمری وه ډېرزوړ شوی

 داسې زوړ وه چې د پښو نه وه ولیدلی 

نه د ښکار نه د روزګاروه بس حیران وه

سخت حالت د زندګی ته ډیر پریشان وه 

 چم ګاونډ کې یې  ګیدړه  وه مکاره

غلې راغله د زمری  څنګه ته نهاره 

زمری غږ ورباندی وکړ چې په څه یې؟

ته هم ما غوندې د نس په اندیښنه یې؟ 

ویل: کیدړې چې پاچا! حال مې خراب دی

کلی سپیانو نه ډک شوی ښکار نایاب دی 

چرګان نه شو ښکارولی سپو د ویرې

لاش هم نه دی میسر ځنګله کې چیرې 

زمری وویل: چې راځه جوړ به پیمان کړو

یوه هوکړه او وعده به پدې شان کړو 

زه هم زوړ یم ، هډو نه یم نور دښکار

نه د منډو ، نه هم تلای شم سم په لار 

ته چالاکه یې اوس لاړه شه  ځنګل ته

حیوانات کړه ته بد راه غوږ شه دا چل ته 

وای: پاچا د ځنګله عمر باندې زوړ دی

خپل ځای ناستی ټاکی  نورد واکه موړدی 

په دې چم  حیوانان راوله تر غاره

زه به یې ښکار کړم بیا به وکړو خپله چاره 

ما چې وخوړ پاتې ښکار نصیب د تا دی

بیا ګیدړې ویل : چې سم کار خو همدا دی 

 په دې هوډ ګیدړه لاړه ځنګله لور ته

چې به څوک کړی برابردزمری کورته 

  په ځنګله کې په ګوره خره برابر شوه

ورته ودریده  شیبه ورته نظر شوه 

ورته وویل :همدا ته ورته لایق یې

شې پاچا به د ځنګله چې ښه صادق یې 

ګوره خر ویلې: ګیدړې دا څه وایې ؟

 ته د کوم ځای  پاچاهۍ خبری ستایې 

خره ته ویلې دې ګیدړې په دا شان

پاچا زوړ دی د ځنګله په دا زمان 

په خپل ژوند  ښه ولیعهد ځان لره ګوری

شې باچا به د ځنګله حال به دې نور یی  

خرخوشاله شو ګیدړې نه پرسان شو

حقیقت ددې مطلب نه په جویان شو 

بیا ګیدړې ویل: د ستا په سر قسم دی

دا وړاندیز زما رښتیا دی بې له چم دی 

دواړه لاړل د زمری په لور روان شول

د زمری غار ته نژدې هغه زمان شول 

خر چې  څنګه زمری غار ته برابر شو

زمری خیز کړه حمله ور په ګوره خر شو 

خر یې څملاو د خره غوږ یې په دندان کړ

خر قوی وه ترینه خلاص یې بیا خپل ځان کړ 

 خر بې غوږه په فغان ،نارو، سورو شو

 لاړ په منډو په ترپکو ، تښتیدو شو 

بیا ګیدړی ویل :زمری ته ای پاچا

چې پرې ایښی به دې خر وه خپل ترخوا

 تا حمله ورباندی وکړه په دا شان

خر قوی وه ځان بچ کړه همزمان 

بیا زمری ویلې: چې وږی ومه ډیر

په تادی کې رانه هر څه شولو هیر 

لاړشه بل داسې حیوان راوله بیا

چې په غوښو یې ځان موړکړوما اوتا 

بیا ګیدړه شوه روانه  ځنګله لور ته

بل حیوان په مکر بوځی زمری لورته 

هلته ګوری چې هغه خر پروت په لاردی

دمه اخلی  غوږ له درده نا قرار دی 

ور نژدې شو ویل: په منډوولې سر شوې؟

چا ښیرې وې درته کړی ته نظر شوې 

خرغوسه شو ویل: تا مرګ ته برابر کړم

اوس به زه هم څو لغتې درته در کړم 

غوږ مې ګوره ترینه وینې دی بهیږی

پدې حال دې په ما زړه هم نه خوږیږی 

بیا ګیدړې ویل: نا پوهه یې ای خره

زمری غوږ کې درته ویلې دا خبره 

خو ته یو دم په ترپکو تښتیدو شوې

 پاچاهی وه بس د تا، ته په نخرو شوې 

ځه چې لاړ شو زمری تاته انتظار دی

ستا راتلوته همدا اوس سترګې په لاردی 

ګوره خر ویلې: ګیدړې رښتایا وایې؟

بیا ګیدړې ویل:په تا قسم پاچا یې 

دواړه بیا لاړل  زمری د کور په لور

 خر سوری کې شو داخل لکه خپل کور 

زمری خیز کړه خر یې کلک ونیوه  ترغاړې

خر چپه شو زمری خښې کړې پرې داړې 

خر یې مړ کړ زمری و کړه خپله چاره

 لاش یې پرښوده ګیدړ ته سر له واره 

زمری موړ شو وه عادت چې پس له ښکاره

 لاړ بیده شو وه  راْضی له  خپله  کاره 

بیا ګیدړ دخره کوپړی کړه نوش جان

په مغزو دخره یې موړکړلو خپل ځان 

شیبه پس زمری د خوبه را بیدار شو

دخره سر او دا مغزو ته یې تلوار شو 

ویل: ګیدړې ته لاش راوړه ددې خره

چې یې وخورم په مزه یې زه ماغزه 

شوه ګیدړه وارخطا چې څه به کیږی؟

په مغزو د خره زمری پرې په قهاریږی 

په دوهم ځل چې زمری شو ډیر په قهر

ګیدړ وویل : مغز یې نه درلود سرکار 

زمری وویل: ما ټول عمر چې ښکار کړی

د حیوان مغز مې بیا ورسته دی خوړلی 

هر حیوان لری په سر کې خپل ماغزه

درواغ وایې  ای  ګیدړې ته په څه؟ 

ویل : زمریه که دې خره ماغزه لرلای

 په دوهم ځل به ستا څنګ ته نه راتللی 

————-   

زمونږ هم دا ځینې رایه ورکړی غلو ته

بیا نو نه وی پاتې ځای  نورو ګیلوته 

که دوه ځل له یو سوری چیچی څوک مار

 مرګ حتمی  دی  بله هیڅ  نلری لار

————–

شاعر : سمیع الدین  افغانی

۱۴ – ۴ – ۲۰۱۹

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “زوړ زمری”

  1. admin گفت:

    درود به برادر محترم جناب سمیع الدین افغانی ، باز هم سروده عالیست از اینکه نظر به مشکلاتی که پیش شده بود و نتوانستم نشر کنم معذرت میخواهم . موفق باشید. مهدی بشیر

  2. برادر دانشمند مهدی بشیر سلام واحترامات مرا بپذیرید در قدم دوم خوشحال شدم که سایت زرین شما دوباره فعال کردید از نشر و دیزاین مطالب من جهان سپاس دشمنان سایت ۲۴ ساعت را خداوند ناکام ، روسیاه و بدنام داشته باشد
    سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما