۲۴ ساعت

۰۹ میزان
۲دیدگاه

د وطن اتلانوته

تاریخ نشر دوشنبه نهم  میزان  ۱۳۹۷ –  اول اکتوبر   ۲۰۱۸–  هالند

د وطن اتلانوته

محترم سمیع الدین افغانی

ژوند کې کله ښې شیبې، ساړه ایام شته

لکه ورځ چې مازیګرلری ماښام شته

کار،زحمت او ارادې چې سره یو وی

بیا فرصت دښوشیبو دښه انجام شته

د وطن مور ته به ویاړ او افتخارشی

 چې په کړو یې ولسونو ته پیغام شته

داغیار دا تریو تندی د تیر وختو دی

  په مالت کې یې بدمرغه او بدنام شته

کوم غلیم چې مو د ملک بربادی غواړی

دې بې رحمو خپل تاریخ ته کله پام شته

په فریب، ریا دوکه کاذب شهرت کې

د پردو مخو نوکر دوئ کې غلام شته

افغانی خپل اتلانو باندې  ویاړو

چې یې فکر د وطن ولس اوقام شته

————–

سمیع الدین افغانی

۱ -۱۰ – ۲۰۱۸

م۰کال

 

۲ پاسخ به “د وطن اتلانوته”

  1. admin گفت:

    تشکر از برادر گرامی آقای سمیع الدین افغانی ، بازهم سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. جهان سپاس از زحمات تان شما زنده وسلامت باشید واقعا نشریه ۲۴ ساعت پر محتوا با کیفیت و میهنی است . با درود فراوان سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما