۲۴ ساعت

26 فوریه
۲دیدگاه

د بشر سعادت په څه کې دی؟

تاریخ  نشر دو شنبه هفتم  حوت  ۱۳۹۶ –  ۲۶  فبروری  ۲۰۱۸–  هالند

د بشر سعادت په څه کې دی؟

لیکوال : دکتور محمد سعید « سعید افغانی »

ترتیب کونکی : محترم امین الدین سعیدی – سعید افغانی

ګران لوستونکی به د دې پوښتنې  د ځواب د پاره هریو ځانله  څه په خیال کښې لری.
هو: د پوهانو فکر یو وخت داسې مرتبې ته رسیـږی چه واړه واړه شیانو ته اهمیت نه ورکوی او په تدریجی صورت سره د کور ځېنې  کلی ته اود کلی ځېنې قرئې ته اود قرئې  ځېنې علاقې ته او د علاقې ځېنی سمت ته اود سمت ځېنې مملکت او وطن ته اود وطن ځېنې نړۍ او دنیا ته د فکر وړانگې او پلوشې خپروی او د دنیا اصلاح، اتحاد، ترقی او آرامی د نظر لاندې راولی.

دارنگه افکار د هغو اشخاصو په نصیب کیږی کوم چه د دوی اصلاحی سیر او حرکت ځېنې د ښې تربیې په مرسته مخ په انسانیت روان وی.

په یاد لرئ کوم هغه وطن او ټولنه اوجامعه چه هلته پوهان خپل مسئولیت پیژنی په داسې ټولنه، جامعه او وطن کښې خلک ډیر د روښانه احساساتو خاوندان وی، دعمل اوعامل اساس او بنیاد ئې او د حیات او ژوند ثانئ او دقیقې ئې ټول  داصلاحی افکارو او د بشرد سعادت د تارونو ځېنې پوده  او تنسته سازوی.

شک نه شته چه که نن په دنیا کې له یوې  خوا سخت زور او ظلم د سیاست په طلسمی پرده کښې رنګا رنګ چلونه او چا نسونه روان دی لیکن له بلې خوا  آه او فریادونه شته او د بشر د حقوقو او د آزادۍ، آرامۍ او سعادت د پاره ئې خبرې اترې اوریدل کیږی.

که څه هم په زړونو کښې به هر څه وی او افکار به د حرص به مرض علیل وی، لیکن حقیقت دا دی چه ځېنې خلک د بشر د سعادت آوازونه هم پورته کوی  او داهم ده چه په دې آوازونو کښې د دنیا مصلح سیاسیون تبصرې کوی او په تبصرو سره پوشیده او مرموزه اسرار او اعراض کشفوی او وائی چه په دا خبرې کښې دا مقصد دی او په دا کښې دا.  

باید ووایم چه نن په دنیا کښې له یوې خوا سخت روحی امراض او اجتماعی مفاسد لیدل کیږی او له بلې خوا د پوهانو هلې او ځلې قابل ترحم معلومیږی.

بیا هم نا امیدی په کار نده او دومره باید مأیوسه نشو چه د بشر د سعادت د پاره به هیڅ نکړو او دا ځکه چه قدرت د هر انسان به خټه او سرشت کښې متضادې قواوې تخلیق کړې دی.
هو! بخل، حسد، حرص، کینه ، ظلم، تعدی، غدر، خیانت او داسې نور علمی، اخلاقی، اجتماعی، ادبی، او سیاسی مفاسد او خطاوې که د حضرت انسان ځېنې ترشح  او بروز کوی، لکن رښتیا خبره داده چه په  همدا  انسان کښې دا ځواک، قوت، طاقت او صفت هم شته چه د عاجزانو سره مرسته کوی او دخپل لاس کټه او حاصل د خلکو په رفاه او آسایش کښې مصرفوی او د خلکو د خطاوو ځېنی عفوه لری او دعفوې ځېنې وروسته بیا په صاف زړه محبت او خدمت کوی.
همدا انسان دی چه د انسان د پاره ئې علمی، اخلاقی، اجتماعی، ادبی او سیاسی لیارې او پانگې پیدا کړی او د تمدن او د اجتماع په برکت ئې انسان د وحشت او بربریت ځېنې خلاص او په علمی، فنی، زراعتی او اقتصادی چار و سره ئې د حیات په مستریحو مراحلو او مراتبو پوه او خبر کړو.
 مقصد دا چه که څه هم په انسان کښې منفی قواوې شته او دا منفی قواوې کله شدت او غلیان لری او د دنیا هوا تاریکوی، لیکن د انسان سره لکه چه مخکې مو وویلې،  دا قوت او طاقت هم شته چه د مثبتو قواو په برکت د حیات فضاء صافـوی او د بشر د سعادت د پاره خدمت کوی.
 زما په عقیده چې دبشر حقیقی سعادت به هلته حاصل شی چې مادیت او روحانیت تعادلی رنګ قبول کړی.

ځکه دا فکر غلطه  دی چې دنیا یوازې د مادیت په اساس قائمه ده او هرڅه به په همدې کښې دی چه مادی شیان لوړ شی.  

همدا رنګه دا هم صحیح نه ده چه په د نیا کښې به یوازې روحانیت د حیات اساس وی نه بلکه باید دا دواړه په تعادل سره صورت او اساس پیدا کړی.

نو پدې اساس د دنیا پوهان دې د مادیت او روحانیت د تعادل د پاره خدمت وکړی او د روحی او نفسی مهمو امراضو دې په ښه شان سره علاج او اجتماعی لیارښونې وکړی.

یاددونه :

دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابی لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:۱۳۵۴ هجری شمسی )

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

 

۲ پاسخ به “د بشر سعادت په څه کې دی؟”

  1. admin گفت:

    تشکر از دانشمند محترم جناب الحاج امین الدین سعیدی – سعید افغانی ، انتخاب زیبا و عالیست . روح مرحوم دکتور محمد سعید «سعیدافغانی » شاد و جنتها نصیب شان . موفق وسلامت باشید .مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    استاد محترم مهدی بشیر جهان سپاس از لطف همیشگی شما خداوند پاک اجر نصیب شما کند با احترام سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما