۲۴ ساعت

10 دسامبر
۲دیدگاه

سوچه خیال او تصور

تاریخ  نشر شنبه ۲۰   قوس  ۱۳۹۵ –  دهم    د سامبر  ۲۰۱۶  –  هالند

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه : 

سوچه خیال او تصور

ترتیب کوونکی  :  برهان الدین « سعیدی »

د هر څه نه اول باید د خیال او تصور هڅی او هیلی پاکی او سوچه شی ؛ ځکه تر څو خپل خیالات او تصورات پاک، سوچه او اداره  نه کړو امکان نه لری چی اصلاحی  په زړه  پوری قدم  پورته شی .

افسوس : زمونږ ماحول که څه هم مونږ نه پریږدی چی خیالات او تصورات د عالی اهدافو په مدار و څرخوو ،  مګر؛  بیاهم  د قوی مبارزانو ، ملی  رهبرانو او سترو شخصیتونو عادت دی چی د هرڅه څخه اول  خپل پاک او عالی  اهداف وټاکی او بیا ورته د رسیدو له امله نقشه او پلان جوړوی ،  او د هغی په مطابق سوچه خیال او تصور کوی او په ممکنه اندازی د کار او عمل په خوا پاڅیږی او اقدام کوی.

ملګرو !!!  په یاد ولری چی  ډیر خلک  له همدغه ځایه ناکامیږی چی  په خیال  او تصور کښی ئی  موضوعات مغشوشه وی .  ټاکلی او کوټلی اهداف ورسره نه وی او یا هغو ته د رسیدوله امله ښه نقشه او پلان  نشی  ترتیبولی.

مونږ  اکثر د تش خیال او وچ  تصور څخه تعبیر کوو او عملی  حساب مو په نظر کښی  نه وی او د تخنیک په تطبیقی  برخه کښی  مو نواقص موجود  وی .

مونږ زیات خوښیږو او هوسیږو چی هدف ته رسیږو او په دغه مسیر او حرکت کښی ډیر څه وایو او په خبرو زور اچوو! خو افسوس چی د دی تریخ حقیقت سره مواجه یو چی د عمل او تطبیق په ساحه  کښی اقلأ  د قدم پورته کولو توان او قدرت هم نه لرو او څه مو دلاسه پوره نه  دی .

مونږ ډیر مهم کیدونکی کارونه نه کوو او راته واړه ښکاری!  حال دا چی واړه کارونه د لویو کارونو د کولو لپاره زمینه برابروی او په تدریجی  ډول کوی شو چی لوړو اهدافو ته هم ځان  ورسوو .

مونږ اکثر د خیال او تصور د نه تزکی او اداری په  آخر د وسواس  سره مخامخ  کیږو او دا وسواس زمونږ  د تشویش  موجب ګرځی ! حال  دا چی  ښه سنجول  وسواس نه منی ، او د تشویش  بوی نه پریږدی .

مونږ په خیال او تصور کښی  د عاجزانو او بیچاره ګانو  سره تمایل  نه لرو !  نو ځکه  ورسره ښه رویه او معامله نه کوو ، حال دا چی د عاجزانو او بیچاره ګانو سره ښه رویه او معامله کول  د ژوند ټولی لانجی او غوټی  حل او خلاصوی او د موفقیت او سعادت یوازنی لیاره  ده .

زمونږ خیال او تصور اکثر په هوا او هوس اتکا لری ! همدا  وجه  ده چی کله بی مورده  او بی موقع تمایلونه لرو  او ناروا هوسونه  هم کوو او که نه چیری زمونږ خیال او تصور په دقت ، تحلیل ، تدبیر او واقعیت روان وی نو بی مورده او بی موقع تمایلونه به مونه  درلودل  او ناروا  هوسونه  به مو نه کولی ؛  نتیجه به داوه چی  کامیابی او بریالیتوب چانس به  مو زیات وی .

مونږ  اکثرآ په خیال او تصور کښی  خپلو نواقصو او نیمګړتیاو ته ښه  نه متوجه  کیږو او حتی خپل عیب له ځانه هم  پټول غواړو !  او که  چیری مونږ  په خیال او تصور کښی  اول د تزکی  او تصفیی  حرکت له ځانه  نه  شروع کړو ،  ډیر ښه  کیدی شی  چی  د عمومی اصلاحاتو لپاره  معقوله لیاره او ګودر پیدا کړو.  

مونږ په خیال او تصور کښی  د ناکامی له تعبیره ډاریږو  او په دی حقیقت  مو سر نه دی خلاص کړی چی پاکو اهدافو ته د رسیدو لپاره  باید په سلهاو وارو ناکامی و منوو او بیا بیا هم مایوسه نه او سوو خپله حوصیله او متانت له لاسه ورنه کړو؛  ترڅو د خیال او تصور د سوچه تعبیر سره  مخامخ او د  شو او عملی  صحنو لوبی مو د عمومی منفعت د تا مینولو لپاره  بنیادی خدمت وکړی شی .

پس :  باید اولآ تطهیر فکر؛ بعد از آن تعمیر فکر !!!

زما مطلب دادی چی د اجتماعاتو د جوړولو لپاره د هر څه نه  اول باید د خلکو د فکر د پاکی او تطهیر عملیه ښه تر سره  شی ؛  تر څو د اجتماعی رهبرانو د مترقی  روزنی لپاره ، زمینه برابره  شی .

****

سعید افغانی

۱۳۵۴ هجری شمسی  ـ  کال

کابل ـ  خیرخانه مینه

ترتیب کوونکی  :  برهان الدین « سعیدی »

 

۲ پاسخ به “سوچه خیال او تصور”

  1. admin گفت:

    دوست گرامی جناب آقای برهان الدین سعیدی تشکر از شما ، روح شادروان مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد . مطلب عالیست. موفق زنده باشید . مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    برادر معظم و دانشمند بشیر صاحب !
    سپاس و تشکر از لطف و محبت دایمی شما.
    از حق تعالی استدعا دارم تا به فضل و مرحمت خویش برای شما و فامیل محترم « خوشی ، صحت و کامیابی » عنایت فرمایند. سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما