۲۴ ساعت

15 ژوئن
۱ دیدگاه

پریږده پریږده ای مرګیه

تاریخ نشر چهار شنبه ۲۶ جوزا  ۱۳۹۵ – ۱۵ جون  ۲۰۱۶ هالند

پریږده پریږده ای مرګیه

 سمیع الدین افغانی

لــــږ دمـه شــه ای زړګیــه

زه لا نورڅــه کـول غواړم 

لږ مــې پــریږده ای مرګیه

د ایمان آ زمــویل غواړم 

چې منبر مــې چــا سیزلی

دهــغو پــرځــول غــواړم 

زمـاورورېــې چـې وژولـی

ترې ګریوان څیرول غواړم 

بــبر سری مــا شومــان مـې

له  بــمــو بــچــول غــواړم 

چې ترې  والوزی کــوترې

د پنجــرو مــاتول غــواړم 

لا نیمګړی مــی آرمان دی

خپـل آرمان ته ور تلل غواړم 

دا چې کور په کور روان دی

داماتم ختمول  غواړم 

نــا امید داغلــی زړونــه

په لیمو ښکولول غواړم 

دا کشتی پــه ډوبیــدو ده

تر تـوفـان تــیریدل غواړم 

ربــه داسې طــا قت راکړی

د ولس پــاڅــول غــواړم 

چې موږ تول سره یوځای کړی

پــوه رهــبر درول غــواړم 

 پریږده پریږده ای مرګیه

زه جانان تــه ورتلل غواړم 

یوپا څون یــوانقلاب تــه

لــراوبــریــوکــول غواړم 

یا به دا ارمــان پــوره کړم

یا کــفن څیـرول غــواړم 

بیا نو هــله پــه مــزار مې

ســرې جنډې رپـول غواړم

———–

سمیع الدین افغانی

 

یک پاسخ به “پریږده پریږده ای مرګیه”

  1. admin گفت:

    درود به برادر گرامی سمیع الدین افغانی ، تشکر از سروده زیبا و مملو از احساس تان . همیشه موفق و سلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما