۲۴ ساعت

21 آوریل
۱ دیدگاه

د عبرت کیسه

تاریخ نشر پنجشنبه  دوم ثور  ۱۳۹۵ – ۲۱  اپریل  ۲۰۱۶ هالند

د عبرت کیسه
د مقدونی اسکندر وصیت
سمیع الدین افغانی
دا دونیا چــا لره نه لــری بقا
 ترېنه درومی کــه فقیر دی که دارا

دبدبې دی تیرې شــوی د شاهانو
قدرتــونه شول نسکور د حاکمانو
اسکندر مقدونی هم یو لوی نامداروه
مقتدر وه سر لښکر سپاه سالار وه
 چې یې کله د ژوند پــاڼه شوه خــزان
د ځوانی او د قــوت تیر شو دوران
نظامیان یې خپل دربار ته کړل احضار
خپل حالت یې ورته  داسې کړ اظهار
ویل : چې زه فانی دونیا ځینې په تلو یم
پس له مــرګه د څو هیلو په ارزو یم
دغــه هیلې بــه ضــرور پــوره کــوئ
پس له مرګ به ما په دې راز خښوئ
لمړی خواست زما پوره کړئ په دا شان
جنازه بــه  جګــوی صــرف  داکتران
سپین چپنې داکتران بــه پیش قدم وی
نظامیان به ترینه وروسته هغه دم وی
دویم   دا چې ټولــه لار  قبر تــر ځایه
ټول هستی او زر مې وشیندئ تر پایه
په شخصی طلا ، زیورمې لار ښایسته کړئ
په همدې لار کې  مې تیره جنازه کړئ
دریم  دا چې مې  لاسو نه  په ښه شان
 له تــابوت  نــه را  بهره  کــړئ عیان
په همدې منوال مــې خښه جنازه کړئ
دا وصیت بــه زما خاماخا پوره کړئ
نظامیانو ویل : چې ستا په حال خفه یو
پس له مرګ هم ستا تابع  د قومنده یو
 په هر رنګ  چــې وی ستا امر ، هدایت
کړو  اجرا  بــه یې په مینه  ، صداقت
په دې وخت کې لوی افسر شو ډیر حیران
 دې نامدار  سپاه سالار  نه  شو  پرسان
ویل: عجیبه ده سالار دا کوم حکمت دی؟
ستاسو دې ډول وصیت نه څه مطلب دی ؟
دې کې کوم داسې یو راز پروت دی پنهان؟
د وصیت اصلی مطلب  که  کړئ  روښان
سکندر د زړه  مقصد ورتــه عیان  کړ
ددې راز حکمت یې دا رنګه  بیان کړ
ویل : جنازه که مې کړی پورته ډاکتران
هر سړی بــه پــدې  پــوه شی هغه ان
معنی دا چې مرګ حتمی دی د هر چا
نه ډاکتر څــوک  بچوی شی نــه دوا
دویم دا چې مې هستی لاره کې شیندم
معنا دا چې مــال د ځانه سره نه وړم
نه کفن کــې د چــا جیب شته د پیسو
نــه  قــبرو کــې  المارۍ شته د کالو
دا چې دواړه لاس بیرون وی د تابوت
داسې کــار معنی ددې  لــری ثبوت
چې تش لاس ومه راغلی دې دونیا  ته
داسې تش لاس به ور ځم  دارالبقا ته
نظامیان یې دې وصیت ته شول حیران
 ویل :ریښتیا چې هر هستی  لری پایان
د ژوندون معنی نه زور دی نه دولت دی
نیک عمل دی صداقت دی عبادت  دی
———-
سمیع الدین افغانی
۲۰ – ۴ – ۲۰۱۶
م ۰ کال

 

 

یک پاسخ به “د عبرت کیسه”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز آقای سمیع جان افغانی ، تشکر از قصه زیبایت ، سروده عالیست. اما قدری طویل است و به همین خاطر دیر تر نشر شد. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما