۲۴ ساعت

30 ژانویه
۲دیدگاه

د ژوند هدف !

تاریخ نشر شنبه  دهم  دلو   ۱۳۹۴ – ۳۰ جنوری  ۲۰۱۶ هالند

د ژوند هدف !

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »

ژوند د څه د پاره دی ؟

که ژوند بی کاری وی، نو مرګ څه شی دی ؟

ژوند واسطه ده ، او که غایه او هدف ؟

ژوند ښه دی، او که  مرګ ؟

زما په فکر ډیر ژوندی  دی چی د نورو ژوندیو برخه خوری، بالعکس ډیر داسی خلک مړه شول چی د هغو د ژوند د ګټو او فائده و څخه تر اوسه خلک استفاده کوی .

حقیقتآ چی د ژوند په  راز هر څوک نه شی  پوهیدلی ! 

ژوند یوه لوبه  ده ؛  په دی  لوبی کښی سر بیره په  منډو او ترړلو  په سلهاو او زرهاو هلی او ځلی هم شته دی .  

نو ژوند  ته باید  په عادی او سرسری نظر و نه کتل شی ، او نه دومره باید  د غور وړشی  چی د یو با افتخاره مرګ نه مهم  وګڼل شی .

د ژوند هدف : 

څیړنه ،  تجربه او مشوره  د ژوند  مزیت  زیاتوی !

جنبش او  حرکت ،  جدیت  او فعالیت ،  د ژوند  معنی  ده ! 

نو لازمه  ده  چه :

ــ  انسان  په سالم منطق او طریقه ، د الهی نعماتو نه په  ښه او په تعادل  ټوګه  خوند او لذت واخلی . ــ  په عباد ، پرهیزګاری او نیکو اعمالو ،  ځان د رستګاری  خواته  ورسوی . 

ــ  د اجتماعی  پرمختګ  او د بشریت د خیر او سعادت په مقصد ، هلی او ځلی  وکړی .

زما عقیده :  د انسان د رسالت غوښتنه  داده  چی ،  خلک  د حق او حقانیت   په رڼا کی  ژوند  وکړی  او خپلی ویــناوی ، تعبیر ، لیکنی ، کــړه او وړه  په همدغه  اساس  عیار کړی .

سعید افغانی

کابل ـ ۱۳۵۶ هجری شمسی

 

۲ پاسخ به “د ژوند هدف !”

  1. admin گفت:

    روح مرحوم مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیب شان . مطلب جالب وعالیست. تشکر از دوست دانشمدم محترم برهان الدین سعیدی . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    برادر بزرګوار و دانشمند بشیر صاحب !
    سپاس از لطف و محبت دایمی شما ؛ الهی شما را با فامیل محترم خوش ، خوشحال ، صحت و موفق داشته باشد . برادر شما سعیدی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما