۲۴ ساعت

18 دسامبر
۱ دیدگاه

له هیواد څخه د بهر میشتو د وطنپالنی

تاریخ نشر جمعه  ۲۷ قږس ۱۳۹۴ – ۱۸ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

 له هیواد څخه د بهر میشتو د وطنپالنی احساس

لیکوال: محبوب الله منګل

سیاسی مبارزه او فکری استعداد محدودیت  نلری تل د خپل هدف په محور څرخی او نه مری، هڅاند او او مبارز شخیصتونه په مستقیمه او غیری مستقیمه توگه خپلو اهدافو او ارمانونو ته د رسیدو لپاره د وجدانی ورسپارل شویو مکلیفیتونو او مسولیتونو په درک کولو سره کار او د هر اختلافی فکتور په وړاندی دفاع کوی.

له خپل ټاټوبی فزیکی لریوالی د وطندوسته شخصیتونو سیاسی افکار له منځه نشی وړی او نه خاوره پری هیروی شی بلکی لاپسی وده ورکوی، خپلی خاوری سره یی د مینی د ادراک سطحه  لوړوالی مومی، په نړی کی د معاصرو پیړیو پرمختگونه ورته ددی احساس ورکوی چه خپل هیوادوال هم ددی هوسا ژوند او سهولتونو برخمن شی، وخت ورته ټول حالات ترجمه کوی او خپل وطن سره یی پری لیوالتیا زیاتیږی چه رښتونی انسانان په همدی اساس د ځینو ټولنیزو رسنیو له لاری فعالیت کوی او نورو ته د هیواد او سیمی د مینه پالنی د احساساتو په ژوندی کولو کی مرسته کوی.

په مطالعی او غور سره دداسی شخصیتونو ملاتړ وکړی ددوی د وطنپالنی احساسات تر نورو ورسوی او د هیواد په ابادولو کی خپله فرضی وجیبه له دوی سره مټ په مټ ترسره کړی،لری به نه وی چه په ډیر لږ وخت کی له نړی سره په هر اړخیزه توگه سیال شو.

دا مسولیت او دنده زمونږ او ستاسو دی، واړه او زاړه د سوکالی امیدونه او طمعی له مونږه لری، راځی په گډه سره خپل راسپارل شوی مسولیتونه د بشریت او د الله تعلی په وړاندی ترسره کړو ترڅو د تاریخ په پاڼو ویاړ او مثال پریږدو.

  په خورا درناوی
  محبوب الله منګل

د یادونی وړ ګڼم د مخپاڼی (فیسبوک) ادرس می Sangar Mangal تر نامه لاندی ده.

 

یک پاسخ به “له هیواد څخه د بهر میشتو د وطنپالنی”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز محبوب الله منگل ، خوش آمدید به سایت ۲۴ ساعت . نوشته تان عالیست. به امید روزی که همۀ مردم ما در کشور برای آبادی و صلح و صفا همه با هم بدون هر نوع تعصبات و تفرقه زندگی متحدانه داشته باشند و فریب دشمنان و قدرت طلبان را نخورند شما موفق باشید.
    مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما