۲۴ ساعت

07 دسامبر
۱ دیدگاه

یوتن ماشوم؛ دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص

تاریخ نشر دوشنبه   ۱۶  قوس ۱۳۹۴ – هفتم  دسامبر ۲۰۱۵ هالند

یوتن ماشوم؛ دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص شو

شیرمحمدامینی ((ستانکزی))

په لوګرولایت یوتن تښتونکی ماشوم، چې عمر یې ۱۴ کالوپه شاوخوا کې دی،  دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص اوخپلې کورنۍ ته تسلیم شو.  دغه ماشوم رحیم الله دعبدالحکیم زوی او دبلخ ولایت اوسیدونکی ده، چې دامهال دکابل دبګرامیو ولسوالۍ کې میشته او هلته   دامام ابوحنیفه په مدرسه کې دینی زدکړی کوی.

دلوګرولایت دمقام په خبرپاڼه کې خپاره شوی ، چې دغه ماشوم ۹ ورځی وړاندی دمدرسې څخه دکور په لور روان ؤ، چې یو کرولاډوله  موتر کې دری کسان ناست  ؤ او ماشوم یې وتښتول، چې بیاد لوګر ولایت ته یې راوړې ؤ، چې تیره ورځ د ملی امنیت له خوا په ځانګړو عملیاتوپه ترڅ کې د برکی برک ولسوالۍ په قلع تقی سیمه کې د تښتونکوو له منګولو خلاص او درې کسان د یو میل کلاشینکوف او یو میل تفنګچې سره یوځای ونیول شول.

رحیم الله رسنیو سره په خبرو کې وویل:((چې په تیرو ۹ ورځو کې د تښتونکو له خوا ماته وهل او ډ بوول  راکول کیده او راته به یې ویل، چې ستا کورنۍ مونږ ته تر هغی چې پیسی رانکړی تا نه خوشې کوو، خودملی امنیت په دوی چاپه وغورزوله او زه یې راخلاص کړم او هماغه دری نفر چې زه یې تښتولی وم ونیو ل.))

د رحیم الله پلارد لوګرولایت مقام او د ملی امنیت ریاست څخه مننه وکړه، چې ددې زوی دتښتونکوله منګلوخلاص کړل. هغه وویل: چې  تښتونکو له ما څخه څلور لکه ډالر غوښتل چې ما د دی توان نه درلود، ترڅو دوی ته یې ورکړم، چې په پای کې د ملی امنیت ځواکونو زما زوی ته یې دتښتونکو له منګلوخلاصون ورکړ. نوموړی ماشوم دلیندی په ۱۶ مه د لوګرولایت مرسیتال قمرالدین شکیب او د ملی امنیت مسؤ لینو له خوا خپل پلار ته وسپارل شو.

شیرمحمدامینی (( ستانکزی ))

 

یک پاسخ به “یوتن ماشوم؛ دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص”

  1. admin گفت:

    تشکر آقای شیرمحمدامینی (( ستانکزی )) ، تشکر از گزارش عالی تان . لعنت به این ربایندگان و حشی و نفرین به کسانیکه از آنها حمایت میکند . جای شکر است که دولت وحشت ملی توانست ظرف ۹ روز اورا آزاد کند . چی خوب است که دولت این رباینده گان را به جزای اعمال شان برساند تا درسی باشد به دیگر وحشی ها . موفق باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما