۲۴ ساعت

30 نوامبر
۲دیدگاه

د لغمان سرې میاشتې نماینده ګی

تاریخ نشر دوشنبه  نهم  قوس ۱۳۹۴ – ۳۰ نوامبر ۲۰۱۵ هالند

   د لغمان سرې میاشتې نماینده ګی د ځوانو رضاکارانو روزنیز کلوپ

د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ

(د لغمان ولایت د مامورینو او اجیرانو د یوې ورځې معاش او مرستې)

عزیزالرحمن  ذکی

************

مجـموعـــــی لګښت:   ۳۹۰۷۸۸۴ درې میلیونه نهه سوه اووه زره اته سوه څلور اتیا افغانۍ.

داپروژه ۳.۵ جریبه احاطوی دې وال لری چې پخوا د سرې میاشتې ریاست په امکاناتو جوړ شوی و، اوس په همدې محوطه کې یو تعمیر چې د کنفرانسونو خونه، څلور صنفی خونې، کتابتون، یوه دفتری خونه، پخلنځی، یو لوی حال او څلور عصری تشنابونه لری په پاخه او اساسی توګه جوړ شوی دی، همداراز نوموړې ودانۍ د بام پر سر د اوبو پلاستیکی ذخیره، د اوبو څاه، سپټیک څاه، د اوبو رسولو او کانالازیسیون او د برق لین غزونې پر مجهزو سېستمونو سنبال شوې ده چې د ایجاباتو سره سم د یو کال په موده کې یې چارې بشپړې شوې. د یادونې وده چې یاده ودانۍ د ۱۳۹۴ کال د تلې په ۲۷ مه نېټه د لغمان والی  او د ختیځې حوزې سرې میاشتې رییس  په  لاسونو افتتاح شو.

په درنښت 

عزیزالرحمن  ذکی

د لغمان سرې میاشتې نماینده ګی مالی او اداری مدیر

 

۲ پاسخ به “د لغمان سرې میاشتې نماینده ګی”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز آقای عزیزالزحمن ” ذکی ” گزارش جالبیست و ساختمان آن با لولزم آن زیباست. امیدوارم که این چوکی ها و کوچ ها به خانه های قدرتمندان انتقال پیدا نکند . این وطیفه منسوبین سره میاشت لغمان است که از آنها مانند لولزم شخصی خود از آنها نگهداری کنند. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. محبوب الله منگل گفت:

    د ل۲۴ ساعت درنی اداری ته !
    د سلام او درنو درناوی په وړاندی کولو سره دادی له لیک سره مل ( له هیواد څخه د بهر میشتو د وطن پالنی احساس) تر نانه لاندی لنډه لیکنه مو ستاسو درانه حضور ته وړاندی کړه هیله ده چه ستاسو د خپرونو له معیارونو سره برابره وی او په نوبت یی راته خپره کړی.
    لنډه پیژندنه:
    محبوب الله منګل د شهسوار منګل ځوی د ملک حاجی عبدالحی لمسی د لغمان ولایت د علینګار ولسوالی د منګو قریی اصلی اوسیدونکی. اوس محال له هیواد څخه بهر په بلجیم هیواد کی ژوند کوم او په څنګ کی د حقوقو او سیاسی علومو د دوهم کال محصل یم.

    موضوع: له هیواد څخه د بهر میشتو د وطنپالنی احساس.
    لیکوال: محبوب الله منګل.
    سیاسی مبارزه او فکری استعداد محدودیت نلری تل د خپل هدف په محور څرخی او نه مری، هڅاند او او مبارز شخیصتونه په مستقیمه او غیری مستقیمه توگه خپلو اهدافو او ارمانونو ته د رسیدو لپاره د وجدانی ورسپارل شویو مکلیفیتونو او مسولیتونو په درک کولو سره کار او د هر اختلافی فکتور په وړاندی دفاع کوی، له خپل ټاټوبی فزیکی لریوالی د وطندوسته شخصیتونو سیاسی افکار له منځه نشی وړی او نه خاوره پری هیروی شی بلکی لاپسی وده ورکوی، خپلی خاوری سره یی د مینی د ادراک سطحه لوړوالی مومی، په نړی کی د معاصرو پیړیو پرمختگونه ورته ددی احساس ورکوی چه خپل هیوادوال هم ددی هوسا ژوند او سهولتونو برخمن شی، وخت ورته ټول حالات ترجمه کوی او خپل وطن سره یی پری لیوالتیا زیاتیږی چه رښتونی انسانان په همدی اساس د ځینو ټولنیزو رسنیو له لاری فعالیت کوی او نورو ته د هیواد او سیمی د مینه پالنی د احساساتو په ژوندی کولو کی مرسته کوی.
    په مطالعی او غور سره دداسی شخصیتونو ملاتړ وکړی ددوی د وطنپالنی احساسات تر نورو ورسوی او د هیواد په ابادولو کی خپله فرضی وجیبه له دوی سره مټ په مټ ترسره کړی، لری به نه وی چه په ډیر لږ وخت کی له نړی سره په هر اړخیزه توگه سیال شو.
    دا مسولیت او دنده زمونږ او ستاسو دی، واړه او زاړه د سوکالی امیدونه او طمعی له مونږه لری، راځی په گډه سره خپل راسپارل شوی مسولیتونه د بشریت او د الله تعلی په وړاندی ترسره کړو ترڅو د تاریخ په پاڼو ویاړ او مثال پریږدو.

    په خورا درناوی
    محبوب الله منګل

    د یادونی وړ ګڼم د مخپاڼی (فیسبوک) ادرس می Sangar Mangal تر نامه لاندی ده.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما