۲۴ ساعت

17 جولای
۱ دیدگاه

اختـــــــــــــــــــــــر راغى …..

تاریخ نشر جمعه  ۲۶ سرطان ۱۳۹۴ – ۱۷جولای  ۲۰۱۵ هالند

images12

اختـــــــــــــــــــــــر راغى …..

محب الرحمن خطیبى

زلفى دى بیا خورى ښکاره که چى اختر راغى

دى مات زګى ته مى چاره که چـى اختر راغى

چى ستا د شونډو له خوږونه لږ څه خوند واخلى

اوس مى وچ لب ته اشاره که چى اختر راغى

کــــــــه غواړى پوه دزړه لــه رازه وشــى

زړه مى پاره که ننداره که چـــى اختر راغى

پریږده محبوبى د آهونو دنیاګــــــى پریږده

خوا کى مى کینه زړه تازه که چى اختر راغى

ترڅو به کړى خطیبى تاته ننواتـــــى ځارى؟

د خپل دیدن دى څو واره که چى اختر راغى
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
محب الرحمن خطیبى

خیرخانه ۱۴ / ۵ / ۱۹۹۲

 

 

یک پاسخ به “اختـــــــــــــــــــــــر راغى …..”

  1. admin گفت:

    جناب محترم آقای محب الرحمن خطیبى تشکر از سروده تان ، طاعات و عبادات تان قبول درگاه حق . حلول ماه شوال و عید سعید فطر بشما و خانواده محترم و هموطنان عزیز مبارک . امید روز های عید را با خوشی وسلامتی سپری کنید. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما