۲۴ ساعت

19 آوریل
۱ دیدگاه

جگړه مه پراخوی!

تاریخ نشر یکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ – ۱۹ اپریل  ۲۰۱۵ هالند

حزب

جگړه مه پراخوی!

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د زده کړو او فرهنګی چارو کمیسیون

کابل- افغانستان، ۲۹ حمل ۱۳۹

په وروستیو اونیو کې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د جګړې، ترور، دهشت او ډار څپې بیا پراخه شوې دی. د هیواد د پایتخت په زړه کې د شاه دوشمشیره ع د جومات تر څنګ د ارګ په دوه کیلومترۍ کې د یوویشتمې پیړۍ د لوی وحشت صحنه لا د هیواد والو په سترګو کې ګرزی چې ور پکې نه یوازې د هیواد یوه لور، یوه ښځه او یو انسان په ډیر بد ډول قربانی شوه، بلکې اسلامیت، انسانیت او افغانیت ته هم لوی زیان ورسید.

د یو دیرش هغو برمته شوو افغانانو د برخلیک په اړه مثبت خبر او د خلاصون هیله نشته چې د لویې لارې پر سر د هیواد د سولې او امنیت د دښمنانو لخوا تښتول شوی او میندې پلرونه، خویندې او وروڼه او نور خپلوان یې ورته په انتظار دی. د ملی یووالی تر نامه لاندې جوړشوی حکومت هم د خپل منځی اختلاف او د حکومتولۍ د ضعفونو پربنسټ لا تر اوسه ددې پیښې د څیړلو او د یرغمل شوو افغانانو د خلاصون په اړه داسې اقدام نه دی کړی چې پایلې یې د امید او لیدو وړ وی. د هغې نه راوروسته د یوې میاشتې په موده کې د بلخ، خوست، بدخشان او ننګرهار ستر ناورینونه  یو پر بل پسې پېښیږی؛ افغانان په وینو لړل کیږی، سرونه ترې پری کیږی او غوښې یې په هوا کې الوزی.

په دې یادو شوو پیښو کې لوی زیانونه هغو ملکی وګړو او بیګناه کسانو ته اوښتی چې د خپل ژوند په عادی کار او زیار لګیا دی.  د ننگرهار په تازه غمیزه کې هم ډیر بی ګناه ملکی کسان قربانی شول.  په دې لړ کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند مبارز غړی، د ده بالا اوسیدونکی او په هیواد کې د علم او پوهې مشعلدار شهید سید عارف خان د میاجان خان زوی هم شامل دی چې د څو کلونو راهیسې یې د سید شمس الدین مجروح د عالی لیسې د سرښوونکی دنده په غاړه لرله. دا په علم او پوهې مین شخصیت او د هیواد د پرمختګ او ټولنیز عدالت د لارې ټینګ مبارز غوښتل چې په دې ورځ او همدې ساعت کې له بانک څخه د خپلو اولادونو د اړتیاوو د لرې کولو په خاطر د خپل حلال معاش پیسې راوباسی.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند په هیواد کې  د ډار اچولو او ترور ټول ډولونه په کلکه غندی او دا د سیاسی، ټولنیزو او اقتصادی موخو د ترلاسه کولو له پاره ناروا او نامناسبې لارې ګڼی. موږ د ننګرهار د غمجنې پېښې د قربانیانو په غم کې ځانونه شریک بولو، شهیدانو ته د لوی رب له درباره جنت، زخمیانو ته روغتیا او د هغوی د کورنیو غړو ته د زړونو تسلی او د زجرونو او غمونو د زغملو توان او حوصله غواړو. د هیواد د پرمختګ او ټولنیز عدل او انصاف په لارکې د شهید سید عارف خان د هیلو د تر سره کولو له پاره به خپلو مبارزو ته دوام ورکوو او په هر ګام کې به دده یادګارونه راسره مل وی.

راځی چې د جګړې د پراخولو پرځای د هغو د قابو کولو په لوری ګامونه اوچت کړو!

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د زده کړو او فرهنګی چارو کمیسیون

کابل- افغانستان، ۲۹ حمل ۱۳۹

 

یک پاسخ به “جگړه مه پراخوی!”

  1. admin گفت:

    تشکر دوستان حزب ترقی وطن ، تا و قتی که دولت و حشت ملی روی کار باشد و از طالب ها و جنایتکاران حمایت کند و ضع هم از این بدتر خواهد شد . و همان ضرب المثل تفرقه انداز و حکومت کن . غنی هم همین کار را میکند . به امید یک صلح پایدار و بدون تعصبات زبانی ، قومی ، منتطقوی ، مذهبی و نژادی با هم زندگی متحدانه را سپری کنند. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما