۲۴ ساعت

26 اکتبر
۳دیدگاه

هوښیار طبیب

تاریخ نشر یکشنبه  ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۴ هالند 

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

  هوښیار طبیب

   شاعر: سمیع الدین افغانی

مینه ګرانه ده خــوږې لری ترخې هم

د هجــران هم دخــوښیو خاطرې هم

ده کیسه د یــوې پیغلې د یــو ځوان

یو جــالبه عجیبه غــونــدې داستان

ښکلی ځوان یوې  نجلۍ باندې مین وه

شپه او ورځ دپیغلې مینه کې غمجن وه

پیغلې هم پدغه ځوان وه زړه بایللی

دوئ په مینه خبر نه وه کور او کلی

ددوئ مینه وه د حــده ځینې زیــاته

د زړو راز یې معلوم نه وه وبل چا ته

مده ډیره او وختونه په دوئ تیر شول

دوئ په لارکې له هرخواخنډونه ډیرشول

زوریــدل د کــور او کلی لـه دستوره

 پټه مینه یــې ساتلــه لــه مجــبوره

******

پس لــه ډیــره انتظار او کــړاونــو

کـورنۍ یـې شول خبر لــدې رازونو

 ددوئ دواړو کورنۍ سره جــرګه شول

د نجلۍ، هلک نجات تــه وسیله شول

د هلک او نجلۍ سوال رب ته قبول شو

پوه تدبیر د کــورنیو یې اصــول شو

پس لــه ډیــرو زحمتونــو د زمــان

شول کامیاب لدې ازمون نه په ښه شان

مــده پس ددوئ ښــادی شــولــه بنا

د پاک رب درته منظوریــې شوه دوعا

ډیر وختونه دوئ خوشاله پــه وصلت وه

ښه روزګار او ښه ژوندون یې غنیمت وه

********

مده پس عجب حالت دوئ کې پیدا شو

ددوئ مینې ، محبت کــې خنډ پیدا شو

دا نجلۍ د خپلې خواښې نه شاکی شوه

ډیره سخته د دوئ مینځ کې دښمنی شوه

ناوې فکر کې د خــواښې د قصو شوه

د هــغې  دمــرګ پــه عزم ارادو شوه

اختلاف ددوئ بــې حد بې اندازې شو

چې حاجت نــه د خبرو او ګیلې شو

ناوې لاړه کوم طبیب ته ډیر هوښیار

ویل: چې خواښې مړه کوم غواړمه زهر

داسې زهر چــې یې مړه کړی هغه دم

چې یې خلاصه شمه زه یې نور له غم

طبیب ویل: چې زه ډیرښه زهر لرمه

دغــه زهــر تاته هرګز نــه درکــومه

که دا مړه شی طبیبان ترینه خبریږی

 دا قضیه پــه مــا او تــا بیا تمامیږی

ښه به دا وی چې زه درکړم داسې زهر

چې د شپږ میاشتو مده کې وکړی کار

نه به څوک په تا خبر شی نه په ما

بس همــدغــه زمــا تــاتــه ده ســلا

******

نــاوې پــوه شوه پــه خبــره دطبیب

ویلې: ښه ده چې پوه نه شی کوم قریب

طبیب ورکــړ یو بــوتل پــدې عنوان

 دغه زهــردی کوم چې مــا کــړلو بیان

هره ورځ بــه د بوتل یو څــو قطرې

ته د خواښې پــه خوراک کــې اچوې

شرط یـې دادی چــې په مینه او اخلاص

ښه غذا به جوړوې تــه په خپل لاس

ښه سلوک او ښه رفتار درته په کار دی

پس له شپږ میاشتو ضرور تاثیر دزهردی

******

ښځې واخیسته بــوتل لاړلــه کــور ته

چې دا زهر به ورکوی دهلک مور ته

شپه او ورځ په احترام او په عزت شوه

د خپل خواښې په ستاینې او صفت شوه

ښه خـوراک او طعامونه بــه تیاروه

دا د خواښې او دناوې ښه روزګاروه

مده پس دوئ سره ښه شول یو تر بله

خــواښې، نــاوې یو دبــل خبر منلــه

په هرځای کې احترام یو بل ستایل وه

نور نو نه  کومه دعوا نه کوم رټل وه

دغه ناوې خپلې خواښې نه راضې شوه

همنشینه د خپل خــواښې صمیمی شوه

تردې حــده پښمانه د خپل کــړو شوه

په تکل یــې د ژوندۍ پــاته کیدو شوه

ویــلې: څـه دا بــیګنا بــه ختمــومــه

په قیامت به خدای ته څه ځواب کومه

******

دوبــاره لاړه طبــیب تــه هــمزمــان

ویــل: بښنه درنــه غــواړم مهربــان

دغه زهر دې نیمایــې درســره واخــله

 پښیمانه یم بــدۍ نــوم راتــه ماخــله

اوس دارو درځینې غواړم چې دوا شی

چې مې خواښې ها زهرات بیرته خنثی شی

اوس زمــا ورسره جـوړه ده خوښی ده

زما خواښې ماته ژوند کې خوشالی ده

درواری شم ای طبیبه لاس پکــار شه

زمـا خــواښې د نجات تــه مددګار شه

******

طبیب وویل: چې زمــا مقصد هــمدا وو

ستا فــرصت د پیښمانی مــې مدعا وو

په بوتل کې بل څه نه وه تش اوبه وې

هغه وخت ته د شیطان سره هم زړه وې

خواښې مورستا د خاوند اوهم دستا ده

زمــوږ دین کــې  د انسان وژل خطا ده

کور کې وغواړه مــافی د مــور او زویه

خدای بــه وبښی هــم تــا هغو له رویه

د هوښار طبیب نسخه په داسې کار کې

ښکلی راز وه د انسان دخیر په لار کې

******

ناوې زړه نه ولوی خدای ته په توبو شوه

خپل خاوند او هغه مــورته په عذرو شوه

ویــل: بښنه درنه غــواړم ګناه ګــار یم

خپل په کړو او حسادت زه شرم ساریم

خواښې ، ناوې هغه دم غــاړه غړۍ شوې

وې خوشاله چې نورخلاص له تربګنۍ شوې

ښه سلوک باندې همیش بــاور پکار دی

نیک رفتار دهر چا دوست دلارې یاردی

————————-

سمیع الدین افغانی

٢۶ – ١٠ – ٢٠١۴ م ٠ کال


 

۳ پاسخ به “هوښیار طبیب”

  1. admin گفت:

    سمیع چان ، باز هم مانند همیشه سروده زیبا و عالیست . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. az ltf wa mehrabani hay hameshgi tan mamnon shad wa bahroz bashed
    sameuddin afghani

  3. kamal taj گفت:

    بسیار عالی ومملو از معنی
    موفق باشید۰

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما