۲۴ ساعت

25 می
۱ دیدگاه

د مینی لار

تاریخ نشر یکشنبه ۲۵ می ۲۰۱۴ هالند

محترم احمد جاوید جلالی

محترم احمد جاوید جلالی

د مینی لار

احمد جاوید جلالی

زه نور دی کلی نه ځم څه نن وی څه سبا وی

مګر مینه نه پریږدم څه نن وی څه سبا وی

بس آخری دیدن کړم نور زړګی می صبروم

زه بدنام خو هسی یم څه نن وی څه سبا وی

زه بدنامی په تندی وړم زه ټپونه په زړکی

هسی مرمه نه جوړیږم څه نن وی څه سبا وی

زه بـدنــام یمـه د مینـی زه تـورن یـم په وفا

ځکه هسکه غاړه وړم څه نن وی څه سبا وی

که د لاره کښی ومرم جفا هیڅ کله نکړم

مرګ په خلاص تندی منم څه نن وی څه سبا وی

په دستور د مینی تل (جلالی) کړی وفا

وفا تل کوی مدام څه نن وی څه سبا وی

احمد جاوید جلالی

 

 

یک پاسخ به “د مینی لار”

  1. admin گفت:

    جلالی عزیز ، تشکر سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما