۲۴ ساعت

10 ژوئن
بدون دیدگاه

منمه

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

د یو خوږ غزل په ځواب کې

سمیع الدین افغانی

٣ – ۶ – ٢٠١٣م٠ کال

د نشرنیټه :  د جون  ۱۱مه ، د ۲۰۱۲  میلادی ــ  کال

منمه

نه د غماز نه د اغیار منمه

زه دې په مینه کې اقرار منمه

ستا تړمو اوښکو اوسلګو نه لوګی

نور دې خبره په هر بار منمه 

ته مې د هیلو ، ارمانو سبا یې

زه دې د مینې انتظار منمه

د هجر شپې په شوګیرو تیریږی

خکه درتلو ته دې تلوار منمه

خدای به رڼا کړی دا تیاره وختونه

په محبت کې دې اتبار منمه

وعدې دې ټولې په پلمو تیریږی

هم دې وعدې هم دې انکار منمه

افغانی نشته بې زحمته راحت

ځکه یې مینه کې اسرار منمه

———–

سمیع الدین افغانی

 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما