د زړه خوږه خاطره
تاریخ نشر چهار شنبه هفتم میزان ۱۳۹۵ – ۲۸سپتامبر ۲۰۱۶ – هالند
د زړه خوږه خاطره
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »
د دنیا په تاریخ کښی داسی کسان تیر شوي ، شته او پیدا کیږي چی په یوه صحبت د کار انسانان جوړوي او د لویو کارنو لپاره ئی ، اماده کوي .
د داسی انسانانو صحبت د ډیرو لوستلو څخه مفید او د ډیرو پوهنتونو د پروګرام د تعقیب څخه زیات ارزښت لری . نو په دی اساس باید کوښښ وشي چی د لویو نابغه کسانو د صحبت ، لیارښونو او د دساتیرو څخه زیاته استفاده وشي .
زه په دغه مناسبت دا لاندی پارجه وړاندی کوم :
هغه ورځ چی د اول ځل دپاره می هلته په هغه مقام کښی ولیدلی او د پیژندنی څخه مو وروسته لنډه ، پخه او خوږه مرکه وکړه ، زما نه هیریږی ….
تا په هغه مرکه کښی په ډیرو حقایقو او واقعیتونو پوه کړم ….
زه تر ننه د همغو حقایقو او واقعیتونو په پلټنه کښی یم …
یقین وکړه چی ته له همغه وخته زما نه هیریږی حتی کلمه په خوب کښی هم هغه خوږه خاطره را یادیږی …
هغه وخت ما او تا په پاک ضمیر د میني ، محبت او انساني جذبی په فضا کښی حقائق او واقعیتونه په پوره اخلاص ترسیم کړل ، هغه رسم زه اوس هم په همغه ځای کښی خیالی ګورم خو نور خلک ئی نشی لیدلی ….
زه کله وایم آّه ؛ لکه چی خوب ، خیال او تصور وه ….
کاشکی : چی می نوی لیدلی او یا کاشکی چی تل له تا څخه نوی جدا شوی ….
او یا کاشکی چی ډیر له وخته می هغه فرصت په لاس کښی وی کوم چی د ستا د لیارښونو څخه د ډیرو استفادو موجب ګرځیدلی وی ….
تا په ډیر و تاثیر اچولی دی او تا ډیر زړونه منفصل کړی دی . خو ځینی د کافی تاثیر ، انفعال او استفادی په ارمان کښی دی .
هغه وائی : کاشکی په تا کښی دومره زړه وړونکی تاثیر نه وی او یا کاشکی زما زړه نه وی منفصل شوی .
کاشکی : ته په هغه وخت کښی په چپه خوله پاتی وی او یا د خبرو په ترڅ کښی دی زما عاطفوي مراکز نه وی تخنولی او یا کاشکی هغومره په لیدو ، مرکو او صحبت موړ شوی وی چی پوره تنده او تلوسه می ماته شوی وی ….
باور وکړه ! کوم الهام چی ماله تا څخه واخسته هغه را ته ثابته کړه چی ته په هغه سویه پاک او سپیڅلی انسان ئی ، کوم چی په دی عصر او قرن کښی دی بل مثال نشی لیدل کیدلی ….
او یا شاید کوم عالی او برجسته مخلوق اوسی خو ماته د انسان په بڼه و ځلیدلی او قدرتآ زما د مشاعرو او احساساتو د پاریدو سبب و ګرځیدی ….
ته د هیریدو نه ئی ، او نه به زما په شانی د ډیرو څخه هیر شی .
هو : ستا دا مخلصانه او انساني مفکوره ، پاک نیت اوعمل به د وطن او وطنوالو د زړونو مرحم شي او خلکو ته به د حق او حقانیت په رڼا کښی ، انساني ژوند او شرایط برابری کړي .
سعید افغاني
کابل ــ افغانستان
۱۳۵۲هجری شمسی

تشکر از برادر دانشمند و گرامی آقای برهان الدین سعیدی ، روح مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش ، خاطره عالی و جالب بود . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر