د ژوند قافله
تاریخ نشر پنجشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۵ – دوم فبروری ۲۰۱۷ – هالند
د ژوند قافله
د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه
ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »
دا قافله په ډیرو خطر ناک مسیر روانه وه او په مخ کښی ئی ډیر خنډونه پراته وو.
هو : کندی ، پرښی ، ګټی ، اغزی ، کراړی ، ماران ، لړمان ، لیوان او د نور و ډیرو خزنده او څیرونکو حیواناتو سره مخامخ وه خو د پوهی رهبری په واسطی ئی و کړل شول چی دغه ټول موانع او عوائق لری او مطلب ته د رسیدو لیاره همواره او سمه کړی .